لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ کې په حساسو پولنگ سټيشنو دپوځ دتعيناتۍ غوښتنه


داطلاعاتو دصوبائي وزير ترمخه ددفاع وزارت ته دپوځ دگمارلو په اړه درخواست ورکړل شوى دى اؤ دضرورت په پيښيدو به پوځ په پولنگ سټيشنو گمارلى شي
داطلاعاتو دصوبائي وزير ترمخه ددفاع وزارت ته دپوځ دگمارلو په اړه درخواست ورکړل شوى دى اؤ دضرورت په پيښيدو به پوځ په پولنگ سټيشنو گمارلى شي
دپاکستان اقتصادي ښار کراچۍ کې دعامو انتخاباتو په مهال دامنيت دټينگښت په اړه رابلل شوي ټول گونديز کانفرنس کې شريکو 17ؤ گوندونوسندهـ کې درايې اچولو په مرکزونو دپوځ دتعيناتۍ غوښتنه کړې ده.
دنهې په ورځ دسندهـ دنگران وزيراعلي جسټس (ر) زاهد قربان علوي په مشرۍ دغه ټول گونديز کانفرنس کې 22ؤ گوندونو برخه اخستې وه.
دکراچۍ په پشمول دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې په انتخابي اميدوارانو اؤ دسياسي گوندونو په مشرانو دبريدونو دسيوا کيدو په نظر کې نيولو سره دسندهـ دنگران حکومت په غږ داى پي سي غونډه ترسره شوې ده.
دپاکستان مسلم ليگ(ن) ، جماعت اسلامي،، جمعيت علماء اسلام(ف) پشمول 17ؤ سياسي گوندونو په صوبه کې په حساسو پولنگ سټيشنو دپوځ دتعيناتۍ غوښتنه کړې ده. اؤ اى اين پي ، ايم کيو ايم اؤ پي پي پي دپوځ دراغوښتو دغوښتنې ملاتړ نۀ دى کړى.
دپاکستان مسلم ليگ(ق) سره تعلق لرونکي حليم عادل شيخ دازادو اؤ بې پلوه انتخاباتو په اړه وويل دامن وامان خراب صورتحال دغه مقصد نۀ پوره کوي.
دجماعت اسلامي محمد حسين په حکومت دامنيت په ورکړه کې په ناکامۍ په حکومت اؤ امنيتي ايجنسو نيوکه وکړه اؤ دپوځ دراغوښتو غوښتنه يې وکړه.
داطلاعاتو دصوبائي وزير ترمخه ددفاع وزارت ته دپوځ دگمارلو په اړه درخواست ورکړل شوى دى اؤ دضرورت په پيښيدو به پوځ په پولنگ سټيشنو گمارلى شي.
غونډه کې صوبائي داخله سيکرټري، دداخله محکمې ايډيشنل چيف سيکرټري، انسپکټر جنرل سندهـ پوليس اؤ ډائريکټر جنرل رينجرز کراچۍ هم گډون کړى.
غونډه کې گډون کوونکو22ؤ گوندونو کې پاکستان پيپلز پارټي، متحده قومي موومنټ، پاکستان تحريک انصاف، جماعت اسلامي، عوامي نيشنل پارټي، پاکستان مسلم ليگ(ن)، پي ايم ايل(ق) ، پي ايم ايل فنکشنل، پي پي پي شهيد بهټو، مهاجر قومي موومنټ حقاني، سني تحريک، جمعيت علماء اسلام(ف) ، جمعيت علماء پاکستان، اؤ نورو گوندونو برخه اخستې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG