لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټاکنو کې د امکاني درغلیو د پلټنو لپاره الېکشن کمېشن د کمېټۍ جوړولو اعلان کړی


د پاکستان الېکشن کمېشن د راولپنډۍ د کمشنر لخوا په انتخاباتو کې د درغلیو د تورونو وروسته د لوړې کچې کمېټۍ جوړولو پرېکړه کړې ده. مسلم ‏ليګ ن ګوند ويلي، د پېنډۍ د کمشنر د انتخاباتو سره هیڅ تعلق نه وو او تحریک انصاف ګوند غوښتنه کړې، د پېنډۍ کمشنر چې څه ويلي، د هغې ‏ترمخه دې په ټول ملک کې پلټنې وشي.‏

د خالي/ شنبې په ورځ (‏‎17‎‏ فرورۍ) د پاکستان د پنجاب صوبې د راولپېنډۍ ډويژن کمشنر لیاقت علي چهټه منلې وه چې پېنډۍ کې په اتمه فرورۍ ترسره ‏شوو انتخاباتو کې په پراخه کچه درغلۍ شوي دي او د ګټونکو کاندیدانو نتیجې بدلې کړل شوي دي.‏

د پېنډۍ کمشنر د پاکستان په الېکشن کمشنر او چيف جسټس د درغليو کولو تورونه لګولي وو. ‏

خو د پاکستان چيف جسټس قاضي فايز عيسا د پېنډۍ د کمشنر د تورونو په ځواب کې ويلي، په انتخاباتو کې یې دومره کردار ادا کړی چې د انتخاباتو ‏کولو حکم یې کړی او زياته کړې یې د انتخاباتو سره یې هیڅ تعلق نشته او په هغه د لګول شوو تورونه که کوم ثبوت وي هغه دې وړاندې کړل شي.‏

نوموړي ويلي، د انتخاباتو په اړه په سپريم کورټ کې قضيه لګېدلې په هغې کې به څه کيږي د وړاندې نه پرې څه نه شي ويلي.‏

او الېکشن کمېشن ويلي، د راولپنډۍ د ‏DROs‏ او ‏ROs‏ نه به په دغه اړه بيانونه ريکارډ کوي او په درېو ورځو کې به خپل رپورټ الېکشن کمېشن ته ‏وړاندې کوي، او د کمېټۍ د رپورټ وروسته به د کمشنر راولپنډۍ ضد د الېکشن کمېشن د سپکاوي او نورې قانوني کارروايۍ په اړه هم فېصله کولی ‏شي.‏

د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند ملک احمد خان هم په يوه خبري غونډه کې ويلي، د کمشنر د انتخابي عمل سره هيڅ تعلق نه وي، او نوموړي دعوه کړې، ‏داسې حالات جوړ کړل شوي څنګه چې د نهمې مې نه وړاندې جوړ کړل شوي وو.‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ د ترسره شوو انتخاباتو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ګډون نور سیاسي ګوندونه هم د درغلیو تورونه لګوي او ‏بلوچستان کې د سیاسي ګوندونو لخوا د درغلیو د تورونو په سر د د تېرو څو ورځو راهسې احتجاجي پرلت او پرون په صوبه کې کاربنديز اعلان شوی وو.‏

امریکې، برتانیې او يورپي يونين هم په پاکستان کې په ترسره شوو انتخاباتو کې د ګډوډي او د ټولټاکنو په ورځ د موبایل فون او انټرنیټ د خدماتو په تړل ‏کېدو اندېښنې ښودلي خو د پاکستان د خارجه وزارت په انتخاباتو د نړیوالو هیوادونو اندېښنې رد کړي او دعوه یې کړې ده چې پاکستان کې په اتمه ‏فرورۍ ترسره شوې ټاکنې د هر رقم درغلۍ نه پاکې وې.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG