لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهبازشریف نوی وزیراعظم وټاکل شو


شهبازشریف
شهبازشریف

د پاکستان قومي اسمبلۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ شهبازشریف د هېواد نوی وزیراعظم په داسې حال کې منتخب کړو چې د هغه مخالف د پاکستان تحریک انصاف امیدوار د انتخاب نه بایکاټ اعلان کړی و او د پي‌ ټي ايي غړو د اسمبلۍ نه استعفاګانې اعلان کړې وې.

د اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق د وزیراعظم د انتخاب نتیجه اعلان کړه او وې وېل چې هغه 174 ووټونه ترلاسه کړل او د هغه مخالف د پي ټي ايي امیدوار، چې د انتخاب یې بایکاټ اعلان کړی، و یو ووټ هم وانه خیستلو.

شهباز شریف د پي ټي ايي د دوو لویو مخالفو ګونډونو پاکستان مسلم لیګ (ن) او پاکستان پیپلز پارټۍ په شمول د مختلفو ګوندونو د اتحاد متفقه امیدوار و.

د هغه د بریا اعلانولو، سپیکر شهبازشریف ته خواست وکړو چې په اسمبلۍ کۍ د وزیراعظم دپاره مخصوصه چوکۍ واخلي.

د وزیراعظمۍ دپاره د شهباز شریف مخالف د پاکستان پخوانی خارجه وزیر شاه محمود قرېشي و خو په اسمبلۍ د وزیراعظم د چوکۍ دپاره د ووټونه نه وړاندې په انتخاب کې د برخه نه اخیستلو اعلان کړی و.

شهباز شریف د پاکستان 23 وزیراعظم منتخب کړی شو.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG