لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ٨ زرو نه زیات خلک په زوره بې درکه کړی شوي دي


د پاکستان د بې درکه خلکو لپاره تنظیم ډیفنس اف هېومن رائټس پاکستان مشره امنه مسعود جنجوعه
د پاکستان د بې درکه خلکو لپاره تنظیم ډیفنس اف هېومن رائټس پاکستان مشره امنه مسعود جنجوعه

د پاکستان د بې درکه خلکو لپاره تنظیم ډیفنس اف هېومن رائټس پاکستان مشره امنه مسعود جنجوعه وايي چې ددوي دشمېرو ترمخه پاکستان کښې د ٨ زرو نه زیات خلک په زوره بې درکه کړې شوي دي.

امنه مسعود وايي دوي سره د نږدې ٢٥٠٠ بې درکه کسانو فهرست شته چې ٨٠٠ شمېره پکښې دخېبرپښتونخوا او د قبائلي سیمود خلکو ده.

وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت امنه مسعود وویل په ټول پاکستان او په خصوصي توگه په خېبر پښتونخواکښې دا شمېر نوره هم ډېره زیاته ده خو د بې درکه خلکو رشته دار په دې غلې پاتې کېږي.

امنه مسعود اوویل چې د بې درکه خلکو د پېښو مخنيوي لپاره باېد خلک داسې راپاسي لکه څنگه چې یې د نقیب الله محسود په ماورا عدالت وژنه احتجان اوکړو.

امنه مسعود زیاتوي هدفي وژنې او د دروغو پولیس مقابلو کښې خلک

وژل هم په زوره د بې درکه کولو د پېښو لړۍ ده.

د خېبر پښتونخوا مردان سره تعلق لرونکې مېرمن امنه جنجوعه وايي سپریم کورټ چې کله ددفاع وزیر په حېث خواجه اصف د بې درکه خلکو په کېس کې راغوښتې وو نو د وضاحت په وخت یې یواځې په قبائلي سیمو کښې د ۴٥ پټو بندي خانو ساتلو تصدیق کړې وو.

امنه مسعود وايی چې ددې نه علاوه په لکي مروت، بنو، کوهاټ ، ډېره اسماعېل خان او ملاکنډ سیمو کښې هم دپوځ د اختیار لاندې پټې بندي خانې شته او په دغه ټولو کښې لږترلږه ٣٠٠ کسان ساتل کېږي. ددې نه علاوه په سوات کښې هم یوشمېر مرکزونو کښې په سلگونو بې درکه خلک ساتل کېږي.

امنه مسعود وايي چې د بې درکه خلکو پټ ساتلو لپاره دغه مرکزونه زیات تره ځکه په قبائلي سیمو کښې جوړکړې شوي دي چې دغلته سپریم کورټ او هايي کورټ اختیار نه لري.

امنه مسعود زیاتوي چې د خلکو په زوره د بې درکېو پېښو کښې د هېواد خفیه نورې امنیتي ادارې لاس لري او په ځینو واقعاتو کښې خو د یویو کورنه درې درې او څلورڅلور ځوانان بې درکه کړې شوي دي.

مېرمن امنه وايي تردې واړه ماشومان هم په بوتللې شوي دي چې په نتیجه کښې ېی متاثره کورنۍ د کلنو کلنو راهسې د ترخو حالاتو سره په غم، بې بسۍ او مایوسۍ کې ژوند کوي. ددوي نه عدالتونه او بیا میډیا پوښتنه کوي.

امنه مسعود دیوې پوښتنې په ځواب کښې اوویل چې د تشويش وړ خبره داده چې هرکال په زوره د لادرکه خلکو په پېښو کې زیات والې ليدل کېږي. اوددې په خبره چې د فشارونو او احتجاجونو په کار کې هېڅ هم کمې نه دې راوستې.

امنه مسعود د کال ٢٠٠٥ راهسې د بې درکه خلکو په ستونزه کارکوي، د بې درکه خلکو نومونه راټوله وي او ددوي رشته دارانو ته بې پېسو قانوني مرستو لپاره لارې چارې جوړوي.

امنه مسعود جنجوعه د بې درکه خلکو سره د مرستو لپاره هلې ځلې د هغې وروسته پېل کړې چې ددې له خلې کال ٢٠٠٥ د جولايي په ٣٠ نېټه ددې خاوند مسعود جنجوعه پېښور نه بې درکه کړې شوې وو. وروسته بیا دهغه پحقله معلومه شوې وه چې یو پټ پوځي مرکز کښې ساتلې شوې وو.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG