دوبۍ کې د روان لمړي کرکټ ټيسټ ميچ په دویمه ورځ د پاکستان ټیم د انگلينډ
پرضد په خپل لمړی اننگز کې د اوؤ وکټو په تاوان 288 رنز جوړ کړي دي.
د ټېسټ مېچ په اولنی ورځ د انگلېنډ ټېم په خپل لمړي اننگز کې 192 رنز اوټ شوې ؤ.
پاکستان ته تر اوسه د انگلېنډ پرضد د 96 رنزونو لیډ تر لاسه دي.
پاکستان لخوا دواړو اوپننگ بېټسمنانو ښه لوبه وکړه ، توفېق عمر 58 او محمد حفیظ 88 زنز جوړ کړو. د پاکستان کپتان مصباح الحق په 52 رنزونو ، یونس خان 37 اوټ شو. عدنان اکمل په 24 رنزونو ناټ اوټ دې.
تېره ورځ د پاکستان سعيد اجمل د55ؤ رنزو په ورکولو سره د انگلېنډ اووه لوبغاړي اوټ کړې وؤ. دا د سعید اجمل په ټيسټ کيرئير کې تر ټولو ښه کارکردگي ده.
پاکستان تر دې مهاله په دغه اسټيډيم کې دوه ټيسټ ميچونه کړي چې پکې يې يو گټلى او دوهم بې نتيجې ختم شوى.
دوبۍ : پاکستان په لمړی اننگز کې په اوؤ وکټو 288 رنز جوړ کړي
1