لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په تېرو دریو کلونو کې په پاکستان کې ٥٠٠ نرښځي وژل شوې


د نرښځانو د حقونو دپاره کارکونکې وايي په پاکستان کې د نرښځیانو د د ژوند د تحفظ ضرورت دی
د نرښځانو د حقونو دپاره کارکونکې وايي په پاکستان کې د نرښځیانو د د ژوند د تحفظ ضرورت دی

د پاکستان د حکومت یوې ادارې سپریم کورټ ته ویلي دي چې په تېرو دریو کلونو کې په هېواد کښې ٥٠٠ نرښځتم وژل شوې دي بلخوا د نرښځیو یا خواجه سراو د حقونو دپاره یو کارکونکی وايي په خېبر پښتونخوا کې د وژل شویو ٦٢ نرښځو په وژنو کښۍ ککړ ېو ملزم ته هم تر اوسه سزا نه ده ورکړی شوي.

د نرښځو د حقونو او دوی ته د شناختې کارډونو په اړه د یوې مقدمې د اوریدنې په مهال د لا اېنډ جسټس یا د قانون او انصاف نومې حکومتې ادارې سپریم کورټ ته وویل چې د کال ٢٠١٥ راهسې په پاکستان کې ٥٠٠ خواجه سرا وژل شوې دي.

د پاکستان پارلېمنټ د سږ کال د مۍ په میاشت کې د نرښځو د ژوند د تحفظ او حقونو دپاره قانون منظور کړی دی چې پکې د نرښځو د زورولو په سر سختې سزاګانې ټاکل شوې دي.

خو د دغه قانون باوجود د خېبر پختنخواه په شمول ګرد هېواد کې د نرښځو د وژنې او د زورولو پېښې کېږي. څو ورځې وړاندې د پنجاب صوبې په ساهېوال ضلع کې د یو نرښځي د ژوندي سوزولو پېښه یې تازه مثال دی.

د شورو، چارشنبې، په ورځ د اورېدنې په مهال د سترې محکمې مشر قاضې د نرښځو ملې بهېر کښې د ورګډولو په اړه د ګامونو اخستو پخلې کړېدی.

او مشر قاضې د هېواد ستر عدالت کښې دوه نرښځي د بهرتې کوولو اعلان هم وړو.

په دې موقع مشر قاضې جسټس ثاقب نثار د نرښځو د خېر ښېگړې لپاره کارکوونکې بلېو وېن نومې تنظېم لخوا د نرښځو د وژنو په اړه غېر مستند شمېرو جارې کوولو باندې ناخوښې څرګنده کړه او تنظېم ته امر وکړې چې په دې لړ کې د خپل دریځ سپیناوی وکړي.

د ېاد تنظېم کارمند قمر نسېم وايي چې دوې به په خپله دفاع کښې دا ثابتوې چه اعلې عدالت ته د دوی په هکله غلط ثبوتونه ورکړی شوېدي.

ډېوه رېډېو سره خبرو کښې قمر نسېم ووېل چې د نرښځو د زوروولو په اړه دوې سره ټول معلومات د نرښځو مشران شرېکوې او دا چې په خېبر پښتون نخواه کښې وژلې شوې ٦٢ نرښځو په کېسونو کښې ککړ له پو ملزم ته هم تر اوسه سزا نه ده اورول شوې.

د اورېدنې په وخت د شناختې کارډونو مرکزې ادارې نادره مشر سترې محکمې ته وویل چې دوی تر اوسه درې ٣۴٠ نرښځو ته شناختې کارډونه جارې کړېدې خو دا په ګوته کړې چې زېات تره نرښځي د شناختې کارډ ترلاسه کوولو لپاره د دوې ادارې سره د رجسټرډ کېدلو یا نوم لېکنې نه ډډه کوې.

پاکستان کښې ترسره شوې د ورستۍ سرشمېرنې تر مخه په هېواد کښې د نرښځو شمېره د ١٠٠٠٠ نه زېاته ده خو د غېر دولتې تنظېونو دریځ دی چې په اصل کښې دا شمېره ډېره زېاته ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG