د چک هیواد یوې محکمې د نهې په ورځ د بلغاریې یو ځوان شهري په دې الزام په ۴٠ میاشتو بند محکوم کړ چې پر پاکستان یې د ترهگریزو بریدونو د کولو گواښ کړی و.
دغه تن، نیکولای سیمیونوف ایوانوف نومیږي او ٢١ کلن دی. د تریزا په نوم د هغه یوه شناخته ښځه، د روان کال په جنوري میاشت کې، له اپینو سره د لاهور په ائیرپورټ کې نیول شوې وه او اوس پاکستان کې زنداني ده.
نیکولای په پاکستان کې یو ټي وي چینل ته د ایمیل او ټلیفوني ټکسټ له لارې پیغامونه لیږلي و او خبرداری یې ورکړی و چې پاکستان هغه ښځه خوشې کړي.
سرکاري وکیل نن په عدالت کې د نیکولای یو له هماغو پیغامونو په جگ غږ ولوست چې په کې یې لیکلي و: «که پاکستان په ۴٨ ساعتونو کې تریزا، چې له ٩ کیلو اپینو سره نیول شوې ده، خوشې نه کړي او اجازه ورنه کړي چې په یو هوایي جهاز کې چک رپبلک ته راشي، نو په پاکستان کې به ترهگریز بریدونه ترسره شي.»
نیکولای ایوانوف چې په اصل کې د بلغاریې دی خو اوس چک کې اوسیږي، عدالت ته دا ومنله چې پیغامونه پخپله هغه لیږلي و، او زیاته یې کړه چې د خپلو گواښونو او خبرداریو له نتایجو او اثراتو څخه نه و خبر.
نیکولای زیاته کړه: «ما فکر نه کاوه چې څوک دې زما پیغامونه رښتیا وگڼي، په خاص ډول دا چې بیا ما خپل د ټلیفون نمبر او ایمیل ادرس هم ذکر کړی و.»
قاضي حکم وکړ چې هغه دې خپل د څلویښتو میاشتو بند په چک هیواد کې تیر کړي، بیا دې له هغه هیواده وشړل شي، او تر اتو کلونو پورې دې بیرته چک ته د ورتلو اجازه هم ورنکړل شي.