لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني چارواکي: علاج دپاره راتلوونکي افغانان او ماشومان به ویزې ته ضرورت نلري


 تورخم دلارې د سفر په اړه دغه ګامونه په داسې حال کې اعلان شوي چې تاجرانو او د دواړو ملکونو ترمنځ سفر کوونکو طالبانو د واکمنېدو نه پس په پوله د مشکلاتو د زیاتېدو خبره کړې وه
تورخم دلارې د سفر په اړه دغه ګامونه په داسې حال کې اعلان شوي چې تاجرانو او د دواړو ملکونو ترمنځ سفر کوونکو طالبانو د واکمنېدو نه پس په پوله د مشکلاتو د زیاتېدو خبره کړې وه

د پاکستان د پوځ اؤ د مرکزي حکومت دریو لوړ رتبه چارواکو په تیرو دوو ورځو کې د تورخم دورې کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو او د تجارت لویه لار ده.

په دغو چارواکو کي په پیښور کې نوی ګمارل شوی کور کماندر یا د سیمې پوځي مشر لیفټیننټ جنرل فیض حمید هم و.

جنرل حمید چې د دې نه وړاندې د پوځ د استخباراتی ادارې انټر سروسز انټیلیجنس یا ISI مشر و د کور کمانډر ذمه واریو د سمبالو نه پس په اول ځل د نهې، سه شنبې، په ورځ تورخم ته راغلو او پاکستاني چارواکو ورته افغانستان سره د پولې د امنیت، د دواړو ملکونو ترمنځ تجارت او د عامو خلکو د تګ راتګ په حکله بریفنګ ورکړو.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سفري اسانتیاوې په غرض جنرل حمید د طالبانو د داخله چارو مرستیال وزیر قاری نور جلال په مشرۍ کې د افغان پلاوی سره هم ولېدل.

لیفټیننټ جنرل فیض حمید
لیفټیننټ جنرل فیض حمید

د دغه غونډې په اړه په تورخم کې موجود د پاکستان حکومت د چارواکو نه د تر لاسه شوو معلوماتو ترمخه د داوړو ګاونډی هیوادونو لوړ رتبه چارواکي په دې موافقه شول چې پاکستان ته د راتلوونکو افغانانو د اسانتیا د پاره د اته کاله نه کم عمر افغان ماشومان به د پاکستان د ویزې نه مستثنا وي، د ورځې په کچه یو سل مریضان سره د یو ملګري یا خیال ساتوونکي به هم بغیر د ویزې د درملنې په غرض پاکستان ته راتللی شي اؤ ورسره به د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په اجازت به په تورخم کې د ایمیګریشن عمله زیاتولی شې چې د افغانانو ته پاکستان ته په راتلو کې نوره هم اساني برابر شي.

په تورخم کې د ایمیګریشن عملې په وینا د اکتوبر په یویشتمه نیټه پاکستان له اړخه تورخم د لیارې دوه اړخیزه پیدل تګ راتګ د بحالېدو نه پس دا مهال د ورځې په کچه د درې زره نه تر درې نیم زرو پورې افغانان پاکستان ته راځی.

پاکستان د مۍ په لومړو کې د کرونا وایرس د مخنیوي په غرض خپل د افغانستان اؤ ایران سره د خلکو په پیدل تګ راتګ بندیز لګولی و البته په دغه موده کې افغانستان سره تجارت دوامداره و.

د پیښور کور کمانډر د تورخم د دورې په مهال د فیصلو یا ژمنو په اړه چې وي او ای ډیوه په پیښور کې د ډان ورځپاڼې ریزیډنټ اډیټر او څېړوونکي اسماعیل خان نظر وپوښتلو نو هغه وویل چې د دوو هیوادونو تر منځ د ایمیګریشن په قانون عمل او یا پکې څه قسمه بدلون کول د مرکزي حکومت ذمه واري اؤ وظیفه ده، نه چې د پوځ یا د امنیتي مامورینو.

اسماعیل خان البته زیاته کړه چې پرون اعلان شوي ژمنې که عملی کړی شوې نو نه یوازې افغانانو ته به په تلو راتلو کې ډیره اسانی پېدا شي بلکې د پاکستان اؤ افغانستان تر منځه سیاسی اړیکې به هم ښې شي.

اسماعیل خان وویل چې د پاکستان له اړخه پخوا دغه شان اعلانونو ته تر اوسه کوم عملي شکل نه دی ورکړی شوی اؤ نه د افغانستان په اړه کومې دوامداره پالیسۍ جوړې کړی شوي دي.

تورخم ته د پیښور کور کمانډر د دورې نه پس د پاکستان د قامی سلامتیا صلاح کار معید یوسف اؤ افغانستان د پاره د پاکستان خصوصی استازي صادق خان هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ تورخم ته راغلی وو.

دغو مامورینو سره د تورخم د دورې په مهال د پاکستان د ماليي محکمې اېف بي ار، د کسټمز، فرنټییر کور, اېف آيي ای او د نیشنل لاجسټک سیل چارواکي هم ملګري وو.

د خیبر پختونخوا د داخله چارو سیکرټري اکرام الله خان راغلو میلمنو ته د تورخم پولې اؤ د دې سره د تړلو چارو په اړه بریفنګ ورکړو.

د پاکستانی چارواکو دغه ډلې وروسته د طالبانو چارواکو سره هم ملاقات وکړو اؤ هغوئ سره یي د پولې په دواړو غاړو د امنیت ترڅنګ دوه اړخیزه تجارت په زیاتولو خبرې وکړې. دا چې د طالب چارواکو سره د پاکستاني مامورینو په ملاقات کې څه فیصلې هم وشوې او که نا؟ په دې اړه د دې رپورټ د تیارولو پورې وي او ای ډیوه ته څه دقیق معلومات نه وو تر لاسه شوي.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG