لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان کې دنجونو د پوهنتونونو په تړلو اندېښنه ښودلې،خو سیاسي ګوندونه دپاکستان دریځ کمزوری بولي


خارجه وزير بلاول بوټو هم د افغان طالبانو په پريکړه مايوسي ښودلې خو هغه زياته کړې بيا هم دا ګڼي چې افغان طالبانو سره باید د خبرو اترو لارې پرانستې وساتل شي
خارجه وزير بلاول بوټو هم د افغان طالبانو په پريکړه مايوسي ښودلې خو هغه زياته کړې بيا هم دا ګڼي چې افغان طالبانو سره باید د خبرو اترو لارې پرانستې وساتل شي

د پاکستان حکومت د افغان طالبانو له خوا دنجونو په لوړو زده کړو د بنديز په پرېکړه مايوسي ښودلې او خارجه وزير بلاول بوټو ويلي بيا هم د افغان طالبانو سره خبرې اترې باید دوامداره وساتل شي.

پاکستان کې ملت پاله سياستمداران او څيړونکي د افغان طالبانو لخوا دنجونو په تعليم د بنديز پرېکړه جاهلانه ګرځوي او په دې اړه د پاکستان د حکومت په دریځ باندى ټکونه کوي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو دحکومت لوړو زده کړو د وزير محمد نديم له خوا د هيواد شخصي او سرکاري پوهنتونونو ته جاري کړى شوي یو خط کې دجینکو په لوړو زده کړو دځنډولو امر شوی دی او دبهرنۍخبري شبکې ای ایف پي سره خبرو کې د طالبانو دخارجه وزارت وياند ضيالله هاشمي هم د افغان طالبانو ددغه پريکړې پخلى کړى دى.

د ملګرو ملتونو عمومي سکتر د طالبانو دغه پريکړه انتهايي سنګينه ګرځولې او د امريکا خارجه وزير اانتهوني بلنکن د دى په سختو ټکو د غندنى سره جينکو تعليم باندى د بنديز پريکړى پسر افغان طالبان ته د سختو نتيجو سره مخ کيدو خبردارى هم ورکړى دى.

د پاکستان خارجه دفتر بيان کې د افغان طالبانو په پريکړه انديښنې ښودلی شوي او د افغان طالبانو څخه دې پريکړې ته دبياکتنې غوښتنه هم شوې ده.

خارجه وزير بلاول بوټو هم د افغان طالبانو په پريکړه مايوسي ښودلې خو هغه زياته کړې بيا هم دا ګڼي چې افغان طالبانو سره باید د خبرو اترو لارې پرانستې وساتل شي.

حکومتي اتحاد پي ډي ايم کې دشامل ګوند ملې جمهوري غورځنګ دخيبر پښتونخوا مشره بشره ګوهر حکومتي غبرګون باندې نيوکې کوي او د افغان طالبانو پريکړه ظالمانه بولي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې بشره ګوهر وويل د بهرنیو چارو د وزير له خوا يوازې د مايوسى څرګندونه څه مطلب نه لري.

د بشره ګوهر په خبره دپاکستان حکومت دافغان طالبانو د زنانه و په ضد پريکړې د افغان ولس لپاره زغملى شي خو دلته پاکستان کي دا پريکړې نه عملي کوي .

تير کال د اګست مياشت کې د افغان طالبانو لخوا په کابل د قبضې په وخت پاکستان کې د واکمن تحريک انصاف ګوند دريځ و چې د اوسنیو طالبانو فکر کې ډير بدلون راغلى دى او دوئ به د اقليتونو اؤ زنانه و په ضد د ناوړه چلند نه ډډه کوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانى مرستيال سفير اوڅيړونکى اصف دراني هم د افغان طالبانو پريکړه "جاهلانه" بللې.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې اصف دراني وويل که افغان طالبان دا ګڼي چې دوي د نړۍ نه بيل چرته جزيره کې ژوند کوي او د جينکو د تعليم نه بغير به پرمختګ وکړي نو دې ته د جهالت نه علاوه څه نوم ورکول کیدای شي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG