لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغان کډوالو د پي او آر کارډ موده تر 30م جون پورې غځولې


د تېر کال د نومبر د لومړۍ نېټې څخه د غير قانونه غير ملکيانو ويستلو په لړۍ کې، د ملګرو ملتونو او يو اېن اېچ سي ار او مايګرېشن د نړيوال تنظيم د شمېرو ترمخه، د نيم ميلين يا پينځه لکو نه زيات افغان کډوالو پاکستان پرېښودی او بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي
د تېر کال د نومبر د لومړۍ نېټې څخه د غير قانونه غير ملکيانو ويستلو په لړۍ کې، د ملګرو ملتونو او يو اېن اېچ سي ار او مايګرېشن د نړيوال تنظيم د شمېرو ترمخه، د نيم ميلين يا پينځه لکو نه زيات افغان کډوالو پاکستان پرېښودی او بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي

د پاکستان د افغان کډوالو د پروف اف رجسټرېشن پي او آر (PoR) کارډ موده د لومړي اپرېل نه تر 30م جون پورې غځولې ده، ويل شوي دغه کارډ لرونکي به پاکستان کې د سکولونو، بېنک اکاونټونو سره نورې اسانتياوې ترلاسه کولی شي.

د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ويلي، د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د مرکزي کابينې په غونډه کې دغه پرېکړه شوې ده.

ويل شوي، د سېفران وزارت په سپارښتنه مرکزي کابينې د افغان کډوالو د پي او آر کارډ موده تر 30م جون پورې غځولو منظوري ورکړې ده.

په خبر کې ويل شوي، دا پي او آر کارډ لرونکي به پاکستان کې په غېر قانونه توګه مېشت بهر ملکیانو خپل وطن ته د بيرته لېږلو د پروګرام په درېمه برخه کې خپل هيواد ته ستنولی شي.

ویل شوي، بې د پېژندګلو د اسنادو پاکستان کې مېشتو غېر ملکي وګړو وطن ته د بيرته لېږلو لومړۍ مرحله جاري ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ترمخه پاکستان کې د 3.1 ميلينو زیات افغان کډوال مېشت دي، او په دوی کې 1.35 ميلينه کډوال پي او آر کارډ لري.

دغه رنګ 800زره پاکستان کې د اوسېدو دپاره افغان سيټيزن کارډ (اې سي سي) لري او پاتې نور رجسټرېشن نه لري.

پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو سېوا کېدو وروسته پاکستان د تېر کال اکتوبر په میاشت کې په غير قانونه توګه مېشت غير ملکيانو د ويستلو اعلان کړی وو.

د تېر کال د نومبر د لومړۍ نېټې څخه د غير قانونه غير ملکيانو ويستلو په لړۍ کې، د ملګرو ملتونو او يو اېن اېچ سي ار او مايګرېشن د نړيوال تنظيم د شمېرو ترمخه، د نيم ميلين يا پينځه لکو نه زيات افغان کډوالو پاکستان پرېښودی او بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان په دويم پړاو کې د اې سي سي کارډ لرونکو افغان کډوالو بيرته ستنولو ويلي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دغه لړۍ لا نه ده پيل شوې.

افغانستان کې واکمنو طالبانو، د بشري حقونو نړيوالو فعالو د پاکستان دغه پرېکړه غندلې چې افغان کډوال بيرته ليږي.

اېمنېسټي انټرنېشنل ويلي، "د پاکستان څخه د افغان کډوالو بيرته لېږل به ښځې او جينکۍ د ځانګړې خطرې سره مخامخ ‏کړي، ځکه په زوره د دوی بيرته ستنول به دوی د تعليم، کار روزګار، ګرځېدو د حقونو څخه محرومه او تشدد د خطرو سره مخامخ کړي".‏

‏"پاکستان دې د افغان کډوالو بيرته لېږلو لړۍ ودروي، د کډوالو ښځو او جينکو د ساتنې يقيني کولو دپاره دې ګامونه پورته کړي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اين ايچ سي ار هم د پاکستان نه غوښتنه کړې وه، چې د اې سي سي کارډ لرونکو کډوالو سره دې نرمي وکړي ځکه چې په ‏دغو خلکو کې يو شمېر افغان وګړي د بشري حقونو د سرغړونو او د جينکو په تعليم د بندېز له وجې افغانستان ته ستنېدل نه غواړي.‏

پاکستان د کډوالو د حقونو خوندي کولو دپاره د ملګرو ملتونو د 1951 کنونشن نه دی لاسليک کړی.

پاکستان وايي، په اګست 2021م د امریکايي ځواکونو د افغانستان نه وتلو او په دغه هيواد کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده، او پاکستان تور لګوي د افغانستان د خاورې نه تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې حملې کوي.

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل رد کړي دي.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي وو، "د هند سره درېو جګړو پاکستان ته دومره مالي او جاني تاوان نه دی اړولی، څومره چې په څلورو لسيزو کې د افغانستان مسلې يا حالاتو اړولی دی".

اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وينا کې نوموړي ویلي وو، افغانستان سره "د پاکستان په پوله پرتو علاقو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) بریدونه 65 فيصده او ځانمرګي بريدونه 500 فيصده سېوا شوي دي".

اصف دراني بيا تکرار کړې، ټي ټي پي د افغانستان د خاورې نه په پاکستان بريدونه سېوا کړي او دا د پاکستان دپاره د ژورې اندېښنې خبره ده او "بله

د یو این ایچ سي آر ترمخه په روان 2024م کال کې په پاکستان کې د کډوالو نیول زیات شوي او په لومړیو درو میاشتو کې د دې هېواد امنیتي ادارو 947 تنه افغان کډوال نیولي او بندیان کړي دي.

یو این ایچ سي آر د اپرېل پر پینځمه په یو رپوټ کې ویلي، په پاکستان کې د امنیتي ادارو له خوا په نیول شویو افغان کډوالو کې 746 قانوني اسناد نه لرونکي او د اې سي سي کارډونو لرونکي او 201 تنه نور د پي او آر کارډونو لرونکي شامل دي.

د کډوالو اداره وایي په تېره مارچ میاشت کې د افغان کډوالو د نیولو کچه تر فرورۍ میاشتې 121 فیصده زیاته وه. یو این ایچ سي آر په رپوټ کې ویلي،

"د 2024م کال په مارچ کې د پي او آر کارډ لرونکو او پناه غوښتونکو په نسبت د اې سي سي کارډ لرونکو او قانوني اسناد نه لرونکو افغان کډوالو د نیولو کچه څلور چنده زیاته وه".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG