لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پر راتلونکو انتخاباتو د فیسبوک اثر څومره د اندیښنې وړ دی؟


د لاهور اعلی عدالت نن د گل ـ دوشنبې په ورځ د پاکستان د ټیلي کمیونکېشن آټرېټی یا پي ټي ایي مشر، او د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون یا اي سي پي ته، په انتخاباتو کې د فیسبوک د کردار د کنټرول په اړه نوټېسونه ورکړل.

دا نوټېسونه وروسته له هغه جاري شول چې جسټېس عبدالعزیز شیخ، د فیسبوک د مالک، مارک زاکربرگ د اپریل میاشتې د وینا په هکله د شاهد جمال نومي درخواست واورېد. په هغې وینا کې د فیسبوک مالک ویلي و چې په پاکستان کې به د راتلونکو انتخاباتو د سلامتیا د ساتنې کوښښونه به کوي.

د لاهور اعلی عدالت ته د شاهد جمال په درخواست کې راغلي چې د پاکستان عبوري حکومت، د انتخاباتو کمیسیون، او پي ټي ایي دا خبره یقیني کړي چې سوشل میډیا، په راتلونکو انتخاباتو باندې څه اغیز ونه شیندي.

په خواست کې دا هم ویل شوي دي چې د پاکستان حکومت د فیسبوک مالک، مارک زاکربرگ باندې فشار واچوي چې د جعلي اکاونټونو او جعلي خبرونو مخه ونیسي.

د دې کال په اپریل میاشت کې مارک زاکربرگ د امریکې کانگرېس ته د کمبریج انالیټیکا سکېنډل په اړه خبرو ته حاضر شوی و او دا خبره یې کړې وه چې په پاکستان، هند، او یو شمېر نورو هېوادونو کې راتلونکو انتخاباتو کې سوشل میډیا، جعلي اکاونټونه، او جعلي خبرونه، کردار لوبولی شي، خو "فیسبوک به د دغه شان گامونو مخه نیسي".

پاکستان کې د انټرنټ د صارفینو د حقونو لپاره کارکوونکې یوې ادارې، بایټس فار آل، لخوا نگهت داد په دې هکله وایي پاکستان کې سوشل میډیا استعمالوونکي کم دي، خو بیا هم یره ده چې په سوشل میډیا جعلي خبرونه راتلونکي انتخابات متاثره کولای شي.

نگهت داد دا مثال ورکوي چې نزدې ورځو کې اکثر سیاسي فیصلې په سوشل میډیا عکس العمل نه پس بدل کړل شوې وې او سوشل میډیا دا طاقت لري چې سیاسي بیانیه بدله کړي.

هغه وایي د پاکستان په انتخاباتو کې فیسبوک کردار لوبولی شي او ووټران (رایه ورکوونکي) د جعلي اکاونټونو او جعلي خبرونو له وجهې خپله رایه هم بدلولای شي. خو نگهت داد دا هم وایي چې له عدالت نه تمه ده چې څه داسې فیصله ونه کړي چې له وجهې یې د رایې د اظهار په آزادۍ باندې بندیز ولگيږي.

فیسبوک او د ټولنیزو رسنیو نورې ویب پاڼې څنگه د چا رایې بدلولای شي؟ د دې وضاحت د انټرنټ د صارفینو د حقونو لپاره کارکوونکی اسامه خلجی داسې وایي: "په پاکستان کې هم اوس چې دی، سیاسي پارټیانې او حکومت، او ریاست دوی ټول چې دي داسې اشتهارات پر فیسبوک باندې کولای شي. خو اوس پر فیسبوک ډیر دباو (فشار) راغلی دی په پوره دنیا کې، خاص کر په امریکې کې، ځکه د ټرمپ په ایلیکشن کې هم د فیسبوک او د کمبریج انلیټیکا کمپني غټ کردار و. نو پاکستان کې هم داسې کیدای شي."

وړاندې دغه شان خبرونه مخې ته راغلي و چې امریکه، برطانیه، او نورو هیوادونو کې، د ټولنیزو رسنیو ویب پاڼو انتخابي عمل متاثره کړی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG