په پاکستان کې د ټیکسونو مرکزي اداره وایي تیر مالي کال 2023-24 کې د مالیې هدف نه دی ترلاسه شوی او اداره د 100 اربو روپو خسارې سره مخ ده .
اقتصاد پوهان وایي د ادارې غټ ټيکسونه په عدالتونو کی چیلنج شوي او د ټیکسونو په جال کې پراختیا د کمي له امله د ټیکسونو هدف نه پوره کیږی.
د اقتصاد پوهانو وینا ده باید د نوکر پیشه خلکو په ځای حکومت د غټو سرمایه دارو او د زمکو مالکانو نه ټيکسونه واخلي.
د پاکستان بزنس ریکارډر ورځپاڼه پخپله اداریه کې وایی تیر مالې کال 2023م او 24 م کې مرکزي د ټیکسونو ادارې د 9.4 ټریلنه روپو په ځای 9.3 ټریلنه روپۍ مالیا راغونډه کړې ده.
اقتصاد پوهان وایي تیر مالي په قامي بجټ کې د زمکو او کارخانو په امدن لګول شوي ټيکسونه په عدالتونو کې چیلنج شوي وو.
د اقتصادي چارو خبریال طاهر امین ډيوه سره خبرو کې وایي,, سپر ټیکس چی ورته بیا کتنه شوې وه او دغه رنګه د سیکشن 7 ای د انکم ټیکس دفعې لاندې چی کوم ګامونه اخستل شوي وو هغه چیلنج شوي په عدالتونو کې او مقرر کړی شوی هدف د 100 اربه روپو خساری سره مخ دی او بنیادی وجه هم دغه لیدل کیږی،،
روان مالي کال مرکزي حکومت د 1700 اربه روپو نوي ټیکسونه لګولي او د فیډرل ایکسایز ډېوټی تر څنګ یې 18 فیصده جي ایس ټي هم عملی کړی .
د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف ویلي په پاکستان کې د 24 ټریلنه روپو د مالیې د راغونډولو هدف موجود دی خو اقتصاد پوهان وایي د پاکستان د مالیې نظام پیچلی دی او د ټیکسونو نظام بنیادي اصلاحاتو ته اړتيا لري.
اسسټنټ پروفيسر ضیاء الدین وایي،په پاکستان کې د ټیکسونو نه ورکولو غټې ستونزې دي او یا د ټیکسونو شرحه ډیره زیاته ده د هغې له وجې خلک ټيکسونه نه ورکوي.
د نوموړي په خبره"او داسې هم ده چی د ټیکسونو جال پراخه نه دی ځکه چې کوم خلک مالیا ورکوی په هغوی نور ټيکسونه لګي په خصوصي توګه تنخا داره طبقه زیاته متاثره کیږي"
روان کال په قامي بجټ کې مرکزي حکومت د تیر کال په مقابله کې 40 فیصدي زیات ټيکسونه لګولی او د مالیې هدف یې 12970 اربه روپۍ مقرر کړی خو اقتصاد پوهان وایي روان کال هم د مالیی دغه هدف غیر حقیقي دی .
خبریال طاهر امین وایي، د حکومت دا هدف دی چی 32 لکه تاجران د ټیکسونو په جال کې راولي خو تر اوسه صرف 45 زره تاجران رجسټرډ شوي او د هغوي نه لا مالیا نه ده ترلاسه شوې "نو زما دا خیال دی 12.9 ټریلینه روپی د مالیی هدف پورا کول ګران دی"
د پاکستان د خزانی وزیر وایی دا وخت په هېواد کی د ټیکسونو شرحه د قامي امدن یا جي ډي پي 9 فیصده ده او په دې ملک چلول ګران دي.
هغه وایي دا شرحه به 13فیصدي ته زیاتول وي .
Forum