دپاکستان قبائيلي سيمو نه که يو خوا وخت په وخت د بيلا بيلو سرکاري ادارو دننه د مارې
داړې او بډو رشوتونو راپورونه د میډيا له لوري مخې ته راځي نو بل خوا د صحت په څانګه کښې هم داسې اندېښنو سر راپورته کړی دی چې د قبائيلي سيمو اولس لپاره سرکاري هسپتالونوته په ويړيا ډول ورکول کيدونکې دوائيانې په عامو مارکيټونو کې په بيعه خرڅېږي
چې ورسره د روستو پاتې او پسمانده د قبائيلي سيمې اولس د صحت ستونزې نورې هم سېوا شوي دي ۔
په دغه اندېښنو کښې وروستو له هغې زياته اضافه ليدل شوې ده چې تېره ورځ دخېبر پښتونخوا د صحت محکمې له خوا د قبائيلي سيمو هسپتالونو ته لېږل کيدونکې يو ټرک دوائيانې په داسې حال کښې نيول شوي چې د دغه ويړيا دوائيانو په ډبو هيڅ سرکاري نخښه يا مهرونه نه وو لګېدلي ـ
د پاکستان د صحت محکمې د قوانيو او ضابطو له مخې ضروري ده چې د ويړيا دوائيانو په ډبو به ليکل شوي وي چې دغه دوائي د خرڅ لپاره نه ده ۔
خو د لکونو روپوپه دغه دوائيانو د نه خرڅون دخبرداري نه ليکلو په اړه د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې ډرګ انسپکټر ابرار خان وايي چې امکان لري دا دوائي هسپتالونو ته د رسيدو پر ځايي په عامو مارکيټو نو کښې خرڅه شوې وې ـ
"دې نيول شوې دوائي باندې مهرونه نه وو لګېدلي او دا پته نه لګېده چې خرڅ لپاره وړل کېږي او که سرکاري هسپتال ته" ۔
هغه ووئيل " چې کله مو د فاټا پاپولېشن ويلفئېر په دفتر چاپه ووهله نو ټولو دوائيانو باندې سرکاري مهرونه نه وو لګيدلي او ډبو باندې مهر د صحت د قانون ۱۹۸۶ لاندې ضروري ده چې سرکاري دوائي باندې به ليکلي وي چې دا د خرڅ لپاره نه ده ځکه کېدی شي چي داپه عام مارکيټ کښې خرڅ شي "
د قبائيلي سيمو هسپتالونو ته وخت په وخت د لکونو روپو دوائيانې ورکول کېږي خو د مومندو ايجنسۍ غلنۍ هسپتال ته يومريض سره راغلی تن مجاهد خان وايي چې دوي ته هېڅ قسمه سرکاري دوائي نه ورکول کېږي او هسپتال کښې چارواکو نه په تپوس ورته وئيل کېږي چې دلته سرکاري دوائي نه راځي ـ
" مونږچې هسپتال کښې تپوس وکړو نو چارواکي راته ووايي چي دلته سرکاري دوائي نه راځي او کومه دوائي چي مونږ ته وليکي هغه د بازار نه په بيعه راوړو "
د فاټا سيکټرېټ خواؤشاه ۱۸د اربو روپو کلیز پروګرام کښې ډېره برخه د صحت محکمې ته هم ورکول کېږي او د دې تر څنګ دنړيوالو مرستندويه ادارو له خواهم د صحت په مد کښې کومک کېږي خو دقبائيلي سيمو په امورو ژور نظر لرونکی خبريال مريب مومند وايي چې قبائيلي سيمو لپاره د بيلو کړې شوفنډونو زياته برخه غبن شي ـ
" نړیوال امدادونه قبائيلي سیمو ته له دې امله ورکول کيږي چي قبا ئيلي اولس د جګړو له وجې ځپل شوي او ټوله نړۍ د دوي د پرمختيا لپاره سوچ کوي او دا ډيره ښه خبره ده خو مسئله دا ده چې کوم د دې فنډونو لګولو والا ادارې دي يا د دې په څارنه مامور دي هغوي خپله وظيفه په سمه توګه نه ترسره کوي"
مريب مومند ووئيل "دغه مرستې تر لاسه کونکې ادارې او خلک د قبائيلو په نوم راتلونکې مرستې پخپله خورې اود بهر دنيا امداد کوونکو ادارو ته وائي چي قبائيلي سيمو ته د امنيت خرابې وضع له کبله نه شي تلی نو په دې طريقه خپل کرپشن ښه په اسانه پټولی شي "
د قبائيلي سيمو لپاره د وړل کيدونکو دوائيانو پېښور کښې د نيول کيدو او د دغې په ممکنه توګه په عام مارکيټ کې د خرڅ په اړه مو د فاټا سيکټريټ صحت محکمې د چارواکو نظر معلومولو بيا بيا هڅه وکړه خو هغوي په دې اړه دخبرو کولو نه انکار وکړو۔