لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهاب الدین خان: فاټا لپاره د "نوي سحر زیری"


باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان وي او ای ډیوه ته مرکه کې د کمیټۍ جوړیدل د قبائیلي سیمو د اولس دپاره د نوي سحر زیری بللی دی
باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان وي او ای ډیوه ته مرکه کې د کمیټۍ جوړیدل د قبائیلي سیمو د اولس دپاره د نوي سحر زیری بللی دی

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف په قبائیلي سیمو کې د ائيني اصلاحاتو لپاره د لوړې کچې کمیټي جوړه کړې ده چې د فاټا پارلیماني غړو سره به د قبائیلي سیمو ائنده په هکله خبرې اترې کوي.

باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان وي او ای ډیوه ته مرکه کې د کمیټۍ جوړیدل د قبائیلي سیمو د اولس دپاره د نوي سحر زیری بللی دی.

شهاب الدین خان وايي پاکستان په تاریخ کې دا اول ځل دی چې حکومت د قبائیلي سیمو خلکو ته د خپلو حقوقو ورکولو دپاره دومره سنجیده گام پورته کړی دی.

شهاب الدین وايي اعلان کړی شوي کمیټي به په هغه بل هم غور کوي چې د فاټا د پارلیمنټ غړو قانون سازۍ دپاره پارلیمان ته وړاندې کړی دی. په دغه قانوني مسوده کې د قبائیلي سیمو د ائنده په هکله درې لارې ورکړی شوي چې فاټا ته دې د صوبې حيثيت ورکړی شي، یا دې د خیبر پښتونخوا برخه شي او د گلگت بلتستان په رنگ ځان له بیل انتظامي حېثیت ورکړی شي.

فاټا دپاره د حکومت لخوا اعلان شوي کمیټۍ مشري به خارجه چارو لپاره د وزیراعظم مشیر سرتاج عزیز کوي او پکې به د قامي سلامتیه صلاحکار جنرل ریټائرډ ناصر جنجوعه، زید حامد او د سرحداتو وزیر شامل وي.

په دې اړه نور تفصیل شهاب الدین خان سره د وي او ای ډیوه خبریال اقتخار حسین په مرکه کې دلته اوریدی شۍ

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:22 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG