لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهگرو د مالي سرچینو خلاف اقداماتو په اړه پاکستان خپل رپورټ ایشايي ادارې ته وړاندې کړی


ایشیا پېسېفک گروپ د ترهگرو د مالي وسیلو او د پېسو د غیرقانوني انتقال نړیوالې ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس سره تړلې اداره ده چې ورستۍ غونډه یې په اسټریلیا کې وشوه
ایشیا پېسېفک گروپ د ترهگرو د مالي وسیلو او د پېسو د غیرقانوني انتقال نړیوالې ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس سره تړلې اداره ده چې ورستۍ غونډه یې په اسټریلیا کې وشوه

د ترهګرو د مالي مرستو او د پېسو د غير قانوني انتقال د مخنوي سیمه ایزې ادارې ايشا پېسېفک گروپ د پاکستان په اړه یو رپورټ په ابتدايي توگه منلی خو څېړونکي وايي د پاکستان په اړه حتمي فيصله به اېف ای ټي اېف نومې تنظیم سږ کال د اکتوبر په میاشت کې کوي.

ایشیا پېسېفک گروپ د ترهگرو د مالي وسیلو او د پېسو د غیرقانوني انتقال نړیوالې ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس سره تړلې اداره ده چې ورستۍ غونډه یې په اسټریلیا کې وشوه.

د اسټریلیا په غونډه کې د ترهگرو د مالي سرچینو او پېسو د غیرقانوني انتقال په لړ کې د پاکستان د گامونو جاج هم واخیستلو.

څيړونکي وايي د اسټريليا په دغه غونډه کې د پاکستان ميوچول ايلويشن رپورټ یا د پاکستان د جاج اخیستنې رپورټ قبول کړی شوی دی چې د پاکستان دپاره ښه پرمختگ گڼل کیږي. خو څېړونکي وايي اصل پريکړه به اېف ای ټي اېف کوي چې غونډه یې د اکتوبر په میاشت کې کېدونکي ده.

د پاکستان د خزانې د وزارت په یو بيان کې ویلي چې د ايشيا پېسیفک ګروپ په غونډه کې د پاکستان نمايندګي د سټېټ بېنک ګورنر کوي. وزارت ویلي چې پاکستان د ترهګرو د مالي مرستو او مني لانډرنګ یا غیرقانوني پېسو ته قانوني شکل ورکولو د مخه نيولو په لړ کې پرمختګ کړی دی.

مطبوعات وايي که څه هم په اسټريليا کې دا روانه غونډه د مني لانډرنګ او ترهګرو د مالي مرستو د مخنیوي په هلو ځلو کې د پاکستان د کارکردګۍ سره اړه نه لري خو د دې باوجود هم د دغې غونډې څخه ترلاسه شوی رپورټ د اسلام اباد په دریځ نيغ په نيغه اثر غورځولی شي.

ورځپاڼې ايکسپريس ټربيون په يو رپورټ کې ليکليچې د ايشيا پېسیفیک غونډې د پاکستان رپورټ کې د ترهګرو د مالي مرستو او مني لانډرنګ د مخنوي په ګامونو کې ځېنې نيمګرتياوې هم په ګوته کړي.

ايشيا پېسېفېک ډلې ويلي چې په دغه رپورټ کې هغه اړخونه نه دي ښکاري کړی شوي چې پاکستان په اکتوبر کال ٢٠١٨ کې کافي پرمختګ کړی.

ميوچول ايليويشن رپورټ د کال ٢٠١٨ جنورې نه تر اکتوبر پورې وخت ته کتنه کوي او د اسټریلیا په غنډه کې هغه اړخونه په ګوته کړی شوي چې د ترهګرو د مالي مرستو او مني لانډرنګ د چو کاټ د لاندې نور ګامونه پورته کول پکار دي.

وتلې خبريال او د هېواد په اقتصادي چارو نظر لرونکي صحافي مهتاب حيدر ډيوه ته واي د ايف اې ټي ايف بله غونډه به سږ کال اکتوبر کې کيږي او په هغې کې به يا خو پاکستان د خړ فهرست نه بهر شي، يا به ورته د ترهګرو د مالي مرستو او مني لانډرنګ د مخنوي دپاره د لا نورو ګامونو پورته کولو وويل شي او يا به یې نوم په تور نوملړ کې شامل کړی شي.

پاکستان په جون کال ٢٠١٨ کې ايف اې ټي ايف په خړ فهرست کې شامل کړی او ناقدين وايي د ايشيا پېسېفېک ګروپ منفي موندنې د اسلام اباد دپاره خنډان راولاړولی شي.

ايشيا پسفک ګروپ د ايف اې ټي ايف يوه سيمه ايزه اداره ده او پاکستان کال ٢٠٠٠ کې د دې غړې جوړ شوی دی.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG