لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احسن اقبال: حکومت د اېف ای ټي اېف د شرطونو په نامه مخالفه ګوندونه او مخالفین په نخښه کوي


د پاکستان تحریک انصاف حکومت مخالفه ګوندونه د اېف ای ټي اېف شرطونو عملي کولو لپاره د حکومتي قانوني مسودو په حق کې د راېې ورکولو ورسته په حکومت د دوکې تورونه لګولي.

د ترهګرو د مالي مرستو د تړلو نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف د شرطونو پوره کولو لپاره د عمران خان ګوند پاکستان کې یو شمیر قانوني مسودې منظور کړي چې حکومت مخالفه پیپلز ګوند او مسلم لیګ نواز ډلو یې ملاتړ کړی دی.

د اتوار/ یکشنبې په ورځ د پنجاب په لاهور ښار کې د مسلم لیګ ن ډلې د قامي اسمبلۍ غړي احسن اقبال یو خبري کانفرنس ته د وینا په وخت ویلي، په یادو قانونو کې د یوې داسې مسودې منظورولو هڅې هم شوي چې د هیواد امنیتي ادارې تر شپږو میاشتو پورې یو وګری بې د ضمانت د حقه په حراست کې ساتلی شي.

احسن اقبال تور لګولی حکومت دغه قانون د خپلو مخالفینو د ځورولو لپاره کارول غواړي.‌

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د احتساب لپاره سلاحکار شهزاد اکبر د احسن اقبال لخوا لګول شوي تورونه رد کړي. په ټوېټر په خپل یو بیان کې شهزاد اکبر ویلي، مسلم لیګ ن ګوند مشران په دې خبره زیات په قهر دي چې نېب ته د پېسو دغیرقانوني انتقال د کېسونو د پلټنو واک ولې ورکړل شوی.

شهزاد اکبر زیاته کړې د مسلم لیګ ن ګوند صدر شهباز شریف او د هغه د زامنو پرضد د جعلي بېنک اکاونټونو د لارې د پېسو د غیر قانوني‌ انتقال قضیه یې عدالت ته وړاندې کړې، ځکه دغه ګوند غواړي چې د احتساب قامي اداره د دغه واک نه محرومه کړي.

پاکستان کې د وړاندې نه د بشري حقونو او وکیلانو تنظیمونه او مخالفه ګوندونه په واکمن تحریک انصاف ګوند او د احتساب قامي‌ ادارې یا نېب باندې تور لګوي چې د احتساب په نامه حکومت مخالفه سیاستمدارانو او خلکو پرضد د انتقامي کارویانې کوي.‌

پاکستان کې د وکیلانو لوې تنظیم پاکستان بار کونسل د نېب او اېف ای ټي اېف د شرطونو په اړه قانوني مسودو په سر راتلونکې میاشت د سیاسي ګوندونو یو کانفرنس هم رابللی.

د پاکستان سپریم کورټ بار صدر قلب حسین د پاکستان مرکزي کابېنې هغه قانوني‌ مسودې په اړه سخت غبرګون ښودلی چې تر مخه یې سپارښتنه شوې چې وکیلان به د خپلو موکلانو مالي معلومات حکومت سره شریکوي.‌

وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت ښاغلي قلب حسین ویلي، د اېف ای ټي اېف د شرطونو شاته به کوم داسې یو قانون وه نه مني چې ترمخه یې وکیلان دې ته مجبوره کړي چې حکومت ته د خپل موکل مالي معلومات ورکړي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د احتساب لپاره سلاحکار شهزاد اکبر د احسن اقبال لخوا لګول شوي تورونه رد کړي. په ټوېټر په خپل یو بیان کې شهزاد اکبر ویلي، مسلم لیګ ن ګوند په دې خبره زیات په قهر دي چې نېب ته د پېسو دغیرقانوني انتقال د کېسونو د پلټنو واک ولې ورکړل شوی.

د ترهګرو د مالي سرچینو تړلو او د غیر قانوني پېسو د لیګلو رالیګلو د مخنیوي نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف پاکستان ته خبرداری ورکړی که شرطونه یې پوره نه شول نو د پاکستان نامه به د خړ نوملړ پرځاې تور فهرست ته اچوي. د پاکستان حکومت د دغه نړېوالې ادارې لخوا ورکړل شوي ۲۸ شرطونو کې د ۱۴ عملي کولو او په پاتې نورو د کار کولو پخلی کړی.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG