لاس رسیدونکی لینک

 
د پاکستان نوم د اېف ای ټي اېف د خړفهرست نه د وتلو امکان کم دی، ماهرین وايي
تازه خبر

د پاکستان نوم د اېف ای ټي اېف د خړفهرست نه د وتلو امکان کم دی، ماهرین وايي


ه پنجاب کې د ترهګرۍ ضد عدالت د کالعدم جماعت الدعوه يو شمېر غړو ته د ترهګرۍ د مالي مرستو په جرم کې سزاګانې هم ورکړې دي او د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید هم نيول شوی او فرد جرم پرې لګول شوی دی
ه پنجاب کې د ترهګرۍ ضد عدالت د کالعدم جماعت الدعوه يو شمېر غړو ته د ترهګرۍ د مالي مرستو په جرم کې سزاګانې هم ورکړې دي او د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید هم نيول شوی او فرد جرم پرې لګول شوی دی

د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېر قانوني انتقال د مخنیوي نړیوالې ادارې اېف اې ټي اېف درې ورځنۍ غونډه د فرانس سرښار پېرس کې پېل شوې ده او مطبوعات وايي اداره به د ترهګرۍ د مالي سرچينو د وچولو او مني لانډرنګ د مخنوي په لړ کې د پاکستان د ګامونو جاج اخلي.

د پېرس د غونډې په اخیرۍ ورځ، د اکتوبر په ۲۳ نېټه به پاکستان د اقداماتو کتنه کیږي.

پاکستاني مطبوعات وايي د پاکستان چارواکي خوشبينه دي چې د دغه غونډې پایلې به د هېواد لپاره مثبتې وي ځکه چې پاکستان په ورستیو ورځو کې د ترهګرۍ د مالي سرچينو د وچوولو او د مني لانډرنګ د مخنیوي لپاره 15 نوي قوانینو هم جوړ کړي دي.

خو د اقتصادي چارو پوهان وايي کم امکان دی چې په دغه غونډه کې به د پاکستان نوم د خړفهرست نه وویستل شي.

ماهرين وايي د اېف اې ټي اېف غونډه په داسې حال کې کېږي چې د دې میاشت په 11 تاريخ د اېشيا پېسفک ګروپ په يو رپورت کې پاکستان د اوږد مهاله څارنې په فهرست کې شامل کړی او ویلي وو دا ځکه چې پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او مني لانډرنګ په مخنیوي کې کوم په زړه پورې پرمختګ نه دی کړی.

مطبوعات وايي چې د اېف اې ټي اېف په غونډه کې به د پاکستان په اړه د اېشيا پېسفک ګروپ د دغه رپورټ هم جاج اخیستل کیږي او ورسره به د پاکستان د هغه ګامونو هم جاج اخلي چې د ترهګرۍ د مالي مرستو په وچولو او مني لانډرنګ د مخنیوي لپاره یې اوسه پورې کړي دي.

اېشيا پېسفک ګروپ دا پخلې هم کړی و چې پاکستان د اېف اې ټي اېف په 27 سپارښتنو باندې په عمل کوولو کې بوخت دی او په دې لړ کې 15 قوانین هم جوړ کړې دي.

د اسلام اباد په نسټ يونيورسټۍ کې د سکول اف سوشل ساینسز ډين او اقتصاد پوه ډاکټر اشفاق حسن ډيوه ته وايي دا ېوه سياسي مسله ده او چې کله هم نړيوال اسټبلشمنټ وغوښتل نو د پاکستان نوم به د اېف اې ټي اېف د خړ فهرست نه ووځي. هغه وايي پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او مني لانډرنګ د مخنوي په لړ کې ډېر کار کړی دی او که پاکستان هرڅه وکړي خو تر څو چې انټرنېشنل استبلېشمنت وه نه غواړي نو د پاکستان نوم د خر فهرست نه شي وتلی.

د پاکستان چارواکي اکثر له تور لګوى چې ګني هندوستان د پاکستان نوم د اېف اې ټي اېف په تور فهرست کې د اچوولو هڅې کوي.

د خزانې پخوانی وزیر او د اقتصادي چارو څېړنکار حفيظ پاشا ډيوه سره خبرو کې وايي هغه ګمان نه کوي چې اېف ای ټي اېف به دا ځل د پاکستان نوم د خړ نوملړ څخـه وباسي. حفیظ پاشان وویل پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او مني لانډرنګ د مخنیوي لپاره هغه ډول اقدامات نه دي کړي څنګه چې اېف اې ټي اېف غواړي.

بلخوا د اېف ای ټي اېف په چارو او د پاکستان په اقتصاد نظر لرونکی خبريال مهتاب حېدر ډيوه ته خپله تجزیه کې وايي د پاکستان په تور فهرست کې د شاملېدو امکان نشته خو ښکاري داسې چې په خړ فهرست کې به لا شامل وي. هغه دا هم وايي د پاکستان د اېف ای ټي اېف د خړ فهرست نه وتل ضروري دي ولې چې اي ايم اېف هم پاکستان ته د قرض ورکوولو پروګرام د اېف اې ټي اېف د خړ نوملړ څخه وتلو سره تړلې دې. مهتاب حېدر وايي که څه هم پاکستان کې دا تاثر موجود دی چې د اېف ای ټي اېف په خړ فهرست کې د پاکستان نوم اچول د نړیوال اسټيبلشمنټ د سياست برخه ده خو وايي د اېف اې ټي اېف په سپارښتنو عمل کول او خپل اقتصاد اسنادي کول يا ډاکومنټډ کول د پاکستان په خپله ګټه کې هم دى ولې چې داسې به دا درک ولږې چې پاکستان ترهګر او لا قانونه ډلو ته رقمونه څنګه او د چرته نه ترسيلېږي.

پاکستان کال 2018 جون کې د اېف ای ټي اېف په خړ فهرست کې شامل کړې شوی و او د دغه فهرست نه د وتلو لپاره پاکستان د لا قانونه ډلو لکه جماعت الدعوه پرضد عملیات هم کړي وو او د هغوى د انتظام لاندې چلېدونکې مدرسې، سکولونه او هسپتالونه یې په سرکاري ولکه کې اخیستې وو او په پنجاب کې د ترهګرۍ ضد عدالت د کالعدم جماعت الدعوه يو شمېر غړو ته د ترهګرۍ د مالي مرستو په جرم کې سزاګانې هم ورکړې دي او د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید هم نيول شوی او فرد جرم پرې لګول شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG