لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په کراچۍ کې مدرسو د خپلو مالي وسایلو په د اېف ای ټي اېف سوالنامه رد کړې


په سوالنامه کې د جوماتونو نه یو شمېر پوښتنې شوي چې د جوماتونو دپاره څومره چنده جمع کيږي؟ د جومات ملکيت د چا دی؟ اخراجات د کوم فنډونو د لارې کيږي؟ د جومات مالي او بېنک اکاونټ شته او که نا؟ او که شته نو د چا په نوم دی؟ جومات ته فنډونه راځي؟ او د رسيد بک استعمال کيږي او که نا؟
په سوالنامه کې د جوماتونو نه یو شمېر پوښتنې شوي چې د جوماتونو دپاره څومره چنده جمع کيږي؟ د جومات ملکيت د چا دی؟ اخراجات د کوم فنډونو د لارې کيږي؟ د جومات مالي او بېنک اکاونټ شته او که نا؟ او که شته نو د چا په نوم دی؟ جومات ته فنډونه راځي؟ او د رسيد بک استعمال کيږي او که نا؟

په نړیواله کچه د وسله والو د مالي وسایلو د مخنیوي ادارې اېف ای ټي اېف له اړخه په کراچۍ کې د اوقاف محکمې جوماتونو ته د مالي وسایلو په اړه سوالنامه لېږلي دي چې دا معلومات شریک کړي چې خپل اخراجات څنګه پوره کوي او د اخراجاتو د کومې لارې ترلاسه کوي خو د مدرسو او د مدرسو د بور‌‌‌‌‌‌ډونو مشرانو او نمایندګانو دغه د پوښتنو دغه فهرست رد کړی دی.

د سند صوبې د اوقاف محکمې په کراچۍ کې د فنانشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف ای ټي اېف د شرایطو د لاندې د معلومات ترلاسه کولو په غرض جوماتونو ته دغه سوالنامې لېږلې.

په سوالنامه کې د جوماتونو نه یو شمېر پوښتنې شوي چې د جوماتونو دپاره څومره چنده جمع کيږي؟ د جومات ملکيت د چا دی؟ اخراجات د کوم فنډونو د لارې کيږي؟ د جومات مالي او بېنک اکاونټ شته او که نا؟ او که شته نو د چا په نوم دی؟ جومات ته فنډونه راځي؟ او د رسيد بک استعمال کيږي او که نا؟ اخېره کې په سوالنامه کې دا پوښتنه شوي چې په دې لړ کې د اوقاف کمېټۍ سره د جومات خلکو مرسته وکړه او که نا؟

څېړونکي وايي جوماتونه او مدرسې خپلو د مالي سرچینو او وسيلو په اړه اکثر د حکومت سره د معلوماتو شریکولو نه ډډه کوي او هم په دې سبب د حکومت سره د دغو ادارېو رجسټرېشن یا نوم لیکنه هم یوه مسله ده.

په اسلام اباد کې د مذهبي امورو په حقله د يوې تحقيقي ادارې يا تهنک ټېنک مشر اسرار مدني وايي کومې مدرسې چې د حکومت سره د وړاندې نه رجسټر وې هغوي دا مالي معلومات حکومت ته ورکړي دي.

د نوي سوالنامې په اړه ښاغلی مدني وايي داسې ښکاري جکومت سره د ديني مدرسو ډېټا يا شته نه يا د مدرسو د داسې قسمه ډېټا په حقله پيچيده نظام لري. ځکه دا شخړه پېداه شوي ده.

د مالي وسایلو په اړه د جوماتونو ته د سوالنامې په باره کې ښاغلی مدني وايي د مدرسو د ډېټا (معلومات) اخیستو حوالې سره دا واقعه څه نوې نه ده. بلکې په مختلفو وختونو کې مختلفې ادارې د مدرسو ډېټا اخلي او خپل ډېټا بېس اپډېټ کوي. خو په پاکستان کې رياست سره د مدرسو حوالې سره يو سم منظم ډېټا بېس نظام نشته. او چې کوم دی هغه ډېر پېچيده او مشکل دی او خپله د تضاداتو ښکار دی او پکې بلهامسلې دي.

حکومت د دې نه وړاندې هم د ديني مدرسو د نوي رجسټرېشن د لارې د مالي وسيلو او زریعو په حقله د معلومات جمع کولو عمل شروع کړی خو د مطبوعاتو تر مخه ملک کې څه دېرش زره ديني مدرسو کې صرف ۲۹۵ مدرسو د دغه نوي رجسټرېشن د پاره خواستونه د حکومت سره جمع کړي.

اېف ای ټي اېف پاکستان ته ويلي اوس هم د ترهګرو د مالي مرستې پر ضد پاکستان ته څه ۱۲۶۷ او څه ۱۳۷۳ ترهګر تنظیمونو او د هغوي د پاره کار کوونکو پر ضد مالي بندېزونه لګولو ضرورت دی.

په کراچۍ کې ترهګرۍ ، تندروۍ او په امنيتي امورو نظر ساتونکی خبريال ضياالرحمان وایی د حکومت بېلې بېلې ادارې وخت په وخت داسې قسمه سوالنامې او تپوسونه کوي خو خو زيات جوماتونه او مدرسې دې ته غاړه نه ږدي.

ضیارالرحمان وايي مخکې هم دې مدرسو مزاحمت کړی دی اوس هم کوي، خو په دې معامله کې د حکومت يو واضحه پاليسي نه ښکاري. "چونکې مذاکرات زياتره کيږي خو هغه په وفاقي سطح باندې کيږي او دلته چې کوم خطونه ورکوي هغه هوم ډېپارټمنټ ورکوي هغه د صوبې ماتحت ادارې دي. دا ډېر غټ کنفيوژن دی. نوي فيصده چې کومې مدرسې دي هغوي بلکل مرسته نه کوي او فارمونه نه ډکوي."

هم دغه قسمه مزاحمت کراچۍ کې هم په دې سوالنامې د جماعتونو مشرانو او د مدرسو د مشرانو له طرفه مخې ته راغلی. د مدرسو مشرانو او د مدرسو پينځو واړو بورډونو يوه نمائنده غونډه کې دغه سوالنامه رد کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG