لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهگرو د مالي سرچینو مخه نیولو دپاره پاکستان نوي گامونه اخیستې دي


په کال ٢٠١٢ کې امرېکې حافظ سعید ترهگر وټاکلو او د هغه د گرفتارۍ دپاره یې د ١٠ مېلین ډالرو انعام اعلان کړو. د حافظ سعید، جماعت الدعوه او فلاح انسانیت خلاف د مناسب اقداماتو د نه کولو په سر په پاکستان سخت تنقید کیږي
په کال ٢٠١٢ کې امرېکې حافظ سعید ترهگر وټاکلو او د هغه د گرفتارۍ دپاره یې د ١٠ مېلین ډالرو انعام اعلان کړو. د حافظ سعید، جماعت الدعوه او فلاح انسانیت خلاف د مناسب اقداماتو د نه کولو په سر په پاکستان سخت تنقید کیږي

د پاکستان د حکومت یوې مالیاتي ادارې د ترهگرو د مالي سرچینو او غیرقانوني پېسو ته قانوني رنگ ورکولو مخه نیولو دپاره نوي اقدامات کړې دي.

د نوي گامونو د لارې پاکستان غواړي چې د فاینینشل ایکشن ټاسک فورس نومې ادارې په ضوابطو عمل وکړي. دغه اداره په نړیواله کچه د پېسو د غیرقانوني انتقال او وسلوالو د سرچینو مخنیوی کوي.

د ترهگرو د مالي سرچینو خلاف اقدامات سکیورېټیز ایکسچینج کمیشن اف پاکستان اعلان کړې دي چې په هېواد کې د مالي چارو د نگرانۍ اداره ده.

د سېکوریټیز اېکسچینج کمیشن په هدایاتو کې ویل شوي دي چې هغه خلک به په ډاگه کوي چې د کمپنو د جعلي نومونو په شا مجرمان او وسلوال پټوي یا جعلي شناخت ورکوي.

د وسله والو د مالي وسیلو مخه نیول د پاکستان دپاره لوې مشکل گڼل کیږي او ویل کیږي چې وسله والې ډلې په بدلو نومونو او د خیراتي کار په نوم چندي ټولوي او مالي وسایل ترلاسه کوي.

د خارجي ملکونو نه چندې، د نشۍ توکو قاچاق، کلنگ او د پېسو دپاره خلک تښتول نورې هغه لارې دې چې وسله والې ډلې پکې مالي وسایل برابروي. د حوالې نظام هم استعمالیږي چې د بینک د نظام نه بهر په غیرقانوني توگه گټل شوو پېسو ته د قانون رنگ ورکولو او د پېسو د انتقال طریقه ده او په پاکستان کې په عامه توگه کارول کیږي.

وسله والو د مالي سرچینو خلاف د پاکستان د ناکافي اقدامات په اړه نړیواله ټولنه د ډیر وخت راهسې تویش لري.

خو پاکستان وايي د وسله والو تنظیمونو او د دوی د مالي سرچینو خلاف یې یو شمیر گامونه پورته کړې دي.

واشنگټن تیر کال د پاکستان د دوو ارب ډالرو امداد په دې خبره وځنډولو چې د هېواد په خاوره موجود وسله وال په افغانستان کې د افغان او د نېټو ځواکونو خلاف حملې کوي.

تیر کال امریکې، فرانس، برطانيي او جرمني فاینینشل ایکشن ټاسک فورس ته یو قرارداد وړاندې کړو چې پاکستان د ترهگرو د مالي سرچینو خلاف د ادارې په ضوابطو په مکمله توگه عمل نه دی کړی

د سږ کال د فېرورۍ په میاشت په د فرانس سرښار پېرس کې د ادارې په غونډه کې فېصله وشوه چې پاکستان به د هغه هېوادونو په فهرست کې شاملوي چې د زیاتې څارنې د لاندې وي ترڅو هېواد نو وسله والو د مالي سرچینو خلاف نور گامونه پورته کړي.

د پېرس د فېصلې ورسته د امرېکې د قامي سلامتیه یوې لوړ رتبه چارواکي مېرمن لیزه کرټس د پاکستان دوره وکړه او وې ویل ترهگرو د مالي وسیلو او غېرقانوني پېسو ته قانوني رنگ ورکولو مخنیوي په لړ کې د پاکستان په اقداماتو کې د نېمگړتیاو په سر د ډیر وخت راهسې تشویش موجود دی.

د کال ٢٠١٢ نه تر د کال ٢٠١٥ پورې هم پاکستان د دغه ادارې د تشویش په فهرست کې پاتې شوی دی.

د فرورۍ په میاشت کې د پاکستان صدر ممنون حسین د ترهگرۍ خلاف قانون کې ترمیم منظور کړو. د ترمیم ترمخه هر هغه تنظیم چې د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل یې ترهگر وټاکي په پاکستان کې به په تور فهرست کې شامل شي.

د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت نومې تنظیمونو په عملیاتو پابندي ولگول شوه. دواړه تنظیمونه د حافظ سعید سره تړلې دي. د هغه په اړه ویل کیږي چې د هندوستان په ممبۍ ښار کې په کال ٢٠٠٨ کې شوو حملو منصوبه سازۍ یې کړې وه. په دغه حملو کې ١٦٠ کسان وژل شوي دي چې شپږ پکې امریکایان وو.

په کال ٢٠١٢ کې امرېکې حافظ سعید ترهگر وټاکلو او د هغه د گرفتارۍ دپاره یې د ١٠ مېلین ډالرو انعام اعلان کړو.

د حافظ سعید، جماعت الدعوه او فلاح انسانیت خلاف د مناسب اقداماتو د نه کولو په سر په پاکستان سخت تنقید کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG