لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وفاقي حکومت دا عدالتي فېصله رد کړې چې د بلوڅ طالب علمانو د نیول او د بې درکه کېدو تحقیقات دې وشي


دا تصویر په پنجاب یونېورسټۍ کې د بلوڅ طالب علمانو هغه احتجاج ښښي چې د خپل ملګري د نیول کېدو خلاف یې شروع کړی و. د بلوڅ زدکوونکو ترمخه بيبګرامداد بلوڅ د کوم عدالتي امر بغیر په زور نیول شوی او بې درکه و. هغه څو ورځې وروسته ازاد کړی شو
دا تصویر په پنجاب یونېورسټۍ کې د بلوڅ طالب علمانو هغه احتجاج ښښي چې د خپل ملګري د نیول کېدو خلاف یې شروع کړی و. د بلوڅ زدکوونکو ترمخه بيبګرامداد بلوڅ د کوم عدالتي امر بغیر په زور نیول شوی او بې درکه و. هغه څو ورځې وروسته ازاد کړی شو

د پاکستان وفاقي حکومت د اسلام اباد هایي کورټ دا فېصله رد کړې چې د بلوڅ زده کوونکو د ځورول کېدو او په زور د اوچتېدو د پيښو پلټنو لپاره دې کميشن جوړ کړی شي.

وفاقي حکومت د هايي کورټ فېصله د ملکي قانون په ضد بللي او په ضد ېې سپريم کورټ ته اپيل کړى دى.

بلوڅ زده کوونکي او د بشري حقونو فعالان د حکومت په پريکړه ټکونه کوي او تور لګوي د پاکستان طاقتورې ادارې نه غواړي چي يو خپلواکه کميشن د بلوڅانو د ځورولو پلټنى وکړي.


د کورنيو چارو وزارت په اپيل کې د اسلام اباد هايي کورټ مشر قاضي جسټس اطهر من الله په حکم يو شمير قاونوني اعتراضونه راپورته کړى شوى دي.

د اپيل ترمخه اسلام ابا د هايکوټ د خپل حد نه وتى دى ځکه چى ملکي قانون inquiry act د لاندى يواځى مرکزي حکومت د داسى کمىيشن جوړولو اختيـار لري.

د سر ښار قایداعظم پوهنتون نه بى درکه بلوڅ زده کونکي جاويد حفيظ د مقدمې د اوريدنى په وخت اسلام اباد هايکوټ د بشري حقونو فعالى ايمان مزارې په خواست سياستمداران او د خپلو شعبو کې نوموړى تنانو باندى ګډ کميشن جوړولو حکم ورکړى و.

د کورنيو جارو وزارت بل لوى دا اعتراض دى دغه کميشن کې دسياستمداران د ورګډولو سره دا معامله دسياست ښکار کيدلى شي.

حکومتې اپيل ته غبرګون کې ايمان مزاري وايي عجيبه خبره ده چې د کورنيو چارو وزارت لوموړى کميشن جوړ کړو او اوس د خپلى پريکړى په ضد اپيل هم کوي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغې وويل نه پوهيږې داخله وزا ت رانا ثنالله چلوي او که د بل چا کنټرول کې دى.

ايمان مزاري وويل کمېشن کې آزاد فکر لرونکې تنان شامله وو او طاقتوره ادارى نه غواړي داسى ېو خپلواکه کميشن د بلوڅيانو د شخړو پلټنى وکړي.

ايمان مزاري د حکومتي اپيل په ضد سپريم کورټ کې د خپل قانوني دفاع پخلى ووکه او هيله ېې څرګنده کړه د هيواد تر ټولو لوى عدالت به د بلوڅيانو ستونزى پام کې ونيسې.

د قاید اعظم پوهنتون د قانون د شعبې زده کونکى حبيب کريم هم حکومتي اپيل په پريکړه مايوسې څرګندوي.

د وي او اى ډيوه سره خبرو کي حبيب کريم وويل دوي ګڼي د عدلت نوى حکم به د بلوڅانو په پرهرونو مرهم کېږدي خو د حبيب کريم په وينا که د تحريک انصاف او که د مسلم ليګ نواز ګوند حکومت وي داسې ښکاري د بلوڅانو د ځورولو په اړه طاقتوره ادارو ته بې وسه دي.

هغه تور ولګولو د اسلام اباد هايکوټ د کمېشن جوړولو د حکم باوجود تېر يو مياشت کې دبلوڅ زده کوونکو ځورولو او په زور د دوی د اوچتولو په پيښو کې زياتوالى راغلى دىد بشري حقونو ملکي او نړېوال تنظيمونه پاکستان کې د خلکو جبري اوچتولو واقعات په سر د پوځ استخباراتي ادارو ته ګوتې اوچتوي خو د پاکستان حکومت او پوځ دا تورونه بې اساسه بولي او ردوي یې.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG