لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاق ډار وايي د ايي اېم اېف سره خبرې سم لور ته روانې دي نن به قام ته ښه خبر واوروي


د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ویلي، د نړیوالې مالياتي ادارې، ايي اېم اېف، سره د پور د پروګرام په اړوند خبرې سم لوري ته روانې دي او نن به قام ته ښه خبر واوروي.

د پاکستان د مطبوعاتو ترمخه اسحاق ډار نن د زيارت/پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د یوې دستورې وروسته خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، د نړيوالې مالياتي ادارې سره د خبرو وروستی پړاو روان دی.

هغه ويلي، ډېر زر به قام ته ښه خبر واوروي او د ادارې سره په خبرو کې پوره پرمختګ شوی دی هیڅ خنډ پکې نشته.

په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي د ايي اېم اېف د پروګرام منظورېدو سره په مشکلاتو کې د ښکېل پاکستان اقتصاد روان شي او ځينې دوست هېوادونه به یې ورته فنډ هم ورکړي خو د پور دا پروګرام د نړیوالې مالياتي ادارې د سختو شرطونو سره تړلی دی.

اقتصاد پوهه خبريال وکیل الرحمان وايي، دا وخت د پاکستان ټولې اقتصادي اشارې مخ په ښکته روانې دي بهرنۍ زر مبادله ذخيره درې اربه ډالره ده چې هیڅ هم نه ده پاکستانۍ روپۍ په سيمه کې تر ټولو زياته په تېزۍ سره غورځېدونکې کرنسي ده صنعتي پېداوار کم دی د بهر نه پېسې کمې راځي بهرنۍ پانګونې کمې دي د بې روزګارۍ او ګرانۍ ريکارډونه جوړيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "اوس چې د ايي اېم اېف په پروګرام کې پاکستان شامل شو نو دې سره به د ملکي او بهرنو پانګه والو اعتماد بحال شي، د ونډو بازار د څو ورځو نه په بره روان دی او زر مبادله ذخیره به يو څه ښه شي، دې سره به د سعودي عرب، چين او متحده عرب اماراتو سره د دوست هېوادونو او کمرشل مارکیټ نه به پاکستان ته يو څه فنډ ترلاسه شي، نزدې 13 اربه ډالره بيرته ورکول به وروسته شي نو دې سره د پاکستان اقتصاد مخ په وړاندې روان شي".

پاکستاني چارواکي او اسلام اباد ته تللی د پیسو د نړیوالې ادارې پلاوی د قرضو په اړه تر سختو خبرو وروسته په دې لټه کې دی چې نن د فرورۍ تر نهمې پورې یو تړون ته له رسېدو سره له اقتصادي پلوه دې کمزوري پاکستان ته نور پور ورکړي او له دیوالیه کېدو یې وژغوري.

رپوټونه وایي پاکستان ته د ای ایم ایف له خوا د پورونو ورکولو دا نهم قسط لپاره مهم ګڼل کېږي.

څېړونکي وایي په پاکستان کې مالي بحران او ورسره ورسره د سیاسي ناارامۍ او زیاتېدونکې ترهګرۍ له خطر سره داسې حالات مخې ته راتلای شي چې په تېرو وختونو کې بیا بیا د پوځي واکمنۍ سبب شوي دي.

د امریکې د میشینګن پوهنتون د ریسرچ اینډ پالیسي انګېجمینټ د څانګې استاد پروفیسر جان سیورسېري وایي، دا شدید اقتصادي بحران "په یو داسې هېواد کې حکومت ناارامه کولای شي چې پوځ پکې اکثر د واکمنۍ لپاره له بېرکونو را وځي".

رویټرز خبري ایجنسۍ د ګل- دوشنبې په ورځ پخپل رپوټ کې وویل، چې د ايي ایم ایف پلاوی د جنورۍ له 31مې په اسلام اباد کې دی، خو وایي تر اوسه له پاکستاني چارواکو سره پر دې خبره نه دی جوړه شوې چې دا هېواد د بهرنیو پورونو د پرې کولو له ذمه وارۍ د بچ کېدو لپاره څومره پیسو ته اړتیا لري.

پاکستان دا مهال یواځې 3.5 اربه ډالره زېرمې یا د زرمبادله ذخیرې لري خو ټاکل شوې چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د اصل قرضو او د سود تر نهه اربه ډالرو زیاتې پیسې پرې کوي.

په وروستیو میاشتو کې ګراني په دې هېواد کې تر 25 فیصده زیاته شوې ده او روپۍ د ډالر په مقابل کې د تاریخ تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلې ده.

د پیسو د نړیوالې ادارې له پلاوي سره په مذاکراتو کې د انرجۍ په برخه کې په پاکستان باندې 14.5 اربه ډالرو قرضه هم یوه بله لانجمنه مسئله ګڼل کېږي.

د میشینګن پوهنتون استاد پروفیسر جان سیورسېري وایي "پاکستان د اقتصادي سقوط پر څنډه ولاړ دی". له وي او اې سره په خبرو کې هغه وویل:

"که همداسې بحران وو حکومت به ژر له نورې ډېرې زیاتې بدامنۍ سره مخ شي او کورنۍ ټولنیزې شخړې به زیاتې شي".

د پاکستان د خزانې مخکیني وزیر مفتاح اسماعیل وړاندیز کړی چې هېوادونه او مالي ادارې په ګډه د پاکستان اقتصاي بحران حل کولای شي. ښاغلي اسماعیل تېره اوونۍ د بروکنګز انسټیټیوټ یوې غونډې ته وویل:

"که پاکستان له ای ایم ایف څخه د قسطونو په اخیستلو کامیابه شي، له نړیوال بېنک او د اېشیا له پرمختیایي بېنکه څه پورونه واخلي، له سعودي او عرب اماراتو څه ذخیره تر لاسه کړي او شاید له چینه هم څه پیسې واخلي نو زه فکر کوم چې لږ تر لږه د ډیواله کېدو مخه نیول کېدای شي".

پاکستان او ای ایم ایف په 2019م کال کې پر شپږ اربه ډالرو پور سره جوړ شوي وو، خو پر مالیاتي پالیسۍ باندې د اختلاف له کبله یې اسلام اباد ته پر یو ځای تر یو ارب ډالر د زیاتو پیسو له ورکولو ډډه کړې وه.

ازاد څېړونکی عارف رفیق وایي "د پاکستان روایتي شریکان له دې هېواد سره خپلې مرستې د ټیسکونو د زیاتوالي په ګډون د ای ایم ایف د قرضو د بحالۍ او اصلاحاتو له پروګرام سره شرط ګڼي".

اقتصادپوهان وایي لومړی کورونا وایرس، بیا ګرانۍ او بیا په 2022م کال کې سختو سېلابونو د نړۍ یواځینی مسلمان ایټمي هېواد له شدیدو اقتصادي، سیاسي او امنیتي چېلنجونو سره مخ کړی دی چې وایي پوځي کوتا ته یې نیژدې کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG