لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاق ډار: د سياست په ځای مو رياست بچ کړی


نوموړي دا دعوه هم کړې ده چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د انتقال د څار نړيوالې ادارې [اېف اې ټي اېف] د 21 اکتوبر په غونډه کې به پاکستان د دغه ادارې د خړ لسټ څخه بهر شي او که يو څه مسلې پاتې شي هغه به هم پوره کړی شي
نوموړي دا دعوه هم کړې ده چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د انتقال د څار نړيوالې ادارې [اېف اې ټي اېف] د 21 اکتوبر په غونډه کې به پاکستان د دغه ادارې د خړ لسټ څخه بهر شي او که يو څه مسلې پاتې شي هغه به هم پوره کړی شي

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ویلي د ملک د معاشي تباهۍ ذمه وار د عمران خان حکومت دی او موجوده حکومت په سياست او رياست کې رياست بچ کړی او اوس د هغې قيمت ورکوي.

مخکني وزیراعظم عمران خان به تل تور لګولو چې د تیرو حکومتونو نه ورته اقتصادي مشکلات پاتې شوي دي.

اسحاق ډار په واشنګټن کې وي وي او اې ته په مرکه کې ویلي، پاکستان کې زياته ګراني د بهر هېوادونوڅخه راغوښتونکو توکيو له امله جوړيږي او که ډالر اصل قيمت ته راوستل شي په ګرانۍ کې کمی راتلی شي.

هغه ويلي د موجوده حکومت د ښه حکومتولۍ سره د کرنسۍ يا روپۍ باثباته کول په لومړو اهدافو کې شامل دي.

د نوموړي په خبره د ډالر په مقابله کې د روپۍ اصل قيمت د 200 روپو نه کم جوړيږي.

په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي، د ډالر په مقابله کې د روپۍ قيمت د 215 نه 225 روپو پورې دی.

د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] لخوا په دغه اندېښه چې ګنې پاکستان به د سېلابونو له امله په وخت قرضې بيرته واپس نه کړي، اسحاق ډار ویلي، د امریکې په اوسنۍ دوره کې يې دغه اندېښنه لرې کړې او قرضې به په وخت ورکوي او پېرس کلب ته به نه ځي.

هغه ويلي روس چې په کوم قيمت هند ته تېل ورکوي که پاکستان ته يې په هغې ورکوي پاکستان هم کولی شي چې د روس نه په هغه قيمت تېل را وغواړي.

اسحاق ډار ويلي، پاکستان به په خپل ټاکلي وخت قرضې واپس کوي او يوې ادارې ته به هم د قرضونو په واپس کولو کې د وروستو کولو خواست نه کوي.

نوموړي دا دعوه هم کړې ده چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د انتقال د څار نړيوالې ادارې [اېف اې ټي اېف] د 21 اکتوبر په غونډه کې به پاکستان د دغه ادارې د خړ لسټ څخه بهر شي او که يو څه مسلې پاتې شي هغه به هم پوره کړی شي.

اسحاق ډار ويلي پاکستان کې بارانونو او سېلابونو ملک ته د 32 اربه او 40 کروړه ډالرو تاوان اړولی دی دا اندازه لګول شوې ده، او پاکستان ته د اوښتي تاوان د بنيادي ډهانچې بيا ودانولو دپاره 16 اربه ډالره پکار دي.

نوموړي دا دعوه هم کړې ده چې د ملک اقتصاد تر ډېره حده سمبال کړی شوی دی او د ديواليه کېدو خطره اوس نشته.
[خبر د وي او اې اردو په مننه]

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG