لاس رسیدونکی لینک

 
ايي اېم اېف پاکستان دپاره د یو اشاریه ولس بېلین ډالرو قرض منظوري ورکړه
تازه خبر

ايي اېم اېف پاکستان دپاره د یو اشاریه ولس بېلین ډالرو قرض منظوري ورکړه


مفتاح اسماعیل د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د ايي اېم اېف د منظورۍ نه پس به پاکستان ته د قرض اوو او اتم قسطونه ورکړی شي
مفتاح اسماعیل د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د ايي اېم اېف د منظورۍ نه پس به پاکستان ته د قرض اوو او اتم قسطونه ورکړی شي

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنېشنل مانيټري فنډ، ايي اېم اېف، پاکستان ته د یو اشاریه ولس بېلین ډالرو قرض منظوري ورکړه.

مفتاح اسماعیل د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د ايي اېم اېف د منظورۍ نه پس به پاکستان ته د قرض اوو او اتم قسطونه ورکړی شي.

د خزاني وزیر وویل "غواړم چې د وزیراعظم شهباز شریف شکریه ادا کړم چې یو شمېر سختې فېصلې يې وکړې او ملک يې د دیوالیه کېدو نه بچ کړو."

د ايي اېم اېف د فېصلې نه مخکې مفتاح اسماعيل ویلي وو چې په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې واکمن تحریک انصاف ګوند هڅه کوي چې د ايي اېم اېف سره د پاکستان لوظنامې ته زیان ورسوي.

د ايي اېم اېف د غونډې نه وړاندې د تحریک انصاف يو مشر او د خزانې پخواني وزیر شوکت ترین، د پنجاب او خېبر پښتونحوا د خزانې د وزیرانو سره ټیلې فونې خبرو مبینه اډیو په پاکستانۍ ميډيا او ټولنيزو رسنیو خپره شوې چې پکې اورېدل کیږې چې دوې په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومتونو ته صلاح ورکوي چې د ايي ایم ایف د شرط ترمخه دې خپلې سرپلس برخې نه ورکوي.

د وفاق ایتلاف حکومت مشرانو د تحریک انصاف له اړخه دغه مبینه ګام د ايي ایم ایف لوظنامې ته زیان رسولو هڅه بللې او د خزانې وفاقې وزیر مفتاح اسماعیل ويلي په داسې حال کې چې هېواد د سیلابونو له سببه په ‌ډوبیدو دی د پاکستان سره یواځينۍ لاره د ايي ایم ایف نه پور ترلاسه کول دي.

هغه زیاته کړې د خېبرپښتونخوا سره د فنډونو پر معامله خبرو ته هرکله تیار دی خو د ايي ایم ایف سره د خبرو دوې ورځې وړاندې دغه ډول خبرې لیک لیږل لوظنامې ته زیان رسول دي.

د تحریک انصاف مشرانو دغه ټول تورونه رد کړي او د ګوند يو مشر اسد عمر د مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي دا یوه سلا وه چې وفاقي حکومت له اړخه ايی ایم ایف ته ورکړی شي چې د سیلابونو په اوسنيو حالاتو کې د صوبو څخه غوښتل شوې سر پلس ته بیا کتنه وکړی شي.

د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر تیمور جګړا ویلي، خط يې د پخوانيو قبايلو سيمو د فنډونو نه ورکولو په سر مرکز ته ليکلی دی.

هغه زیاته کړې دوی د ډېرې مودې نه د قبايلي سيمو د فنډونو ترلاسه کولو په هڅه کې دي، خو په مرکز کې د اوسني حکومت راتلو وروسته صوبې ته يوه روپۍ نه ده ورکړل شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG