پاکستان
د مارچ نه پس په لومړي ځل پاکستان کې د کرونا کمې پېښې رپورټ شوي

د مارچ د 16 نېټې راپه دېخوا په ړومبي ځل په پاکستان کې په تېرو 24 ګنټو کې تر ټولو کمې د کرونا وايرس مثبت پېښې ريکارډ شوی دي۔
بلخوا ډاکټران وايي کرونا وایرس د مخنیوي دپاره دې خلک د اختر په موقع د احتياط نه کار واخلي.
د صحت چارو پوهان وايي چې د کرونا مخنيوي د پاره د حکومت لخوا اخېستلې شوي ګامونو او د زياتره خلکو په اېس او پيز د عمل کولو له وجې د کرونا وایرس په مثبت پېښو کې کمی شوی دی.
ماهرین وايي رتلونکې دوه هفتې د کرونا وايرس د مخنيوي د پاره ډېرې مهم دي بايد خلک په اختر کې د احتياط نه واخلي چې د کرونا وايرس مثبت پېښو شرح نوره هم راټېټه شي او په هسپتالونو بوج کم شي۔
په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه د روان کال د مارچ په شپاړسمه د کرونا وايرس 2351 مثبت پېښې ريکارډ شوې وې او د دغې وروسته د هېواد په کچه د کرونا وايرس مثبت پېښو کې ورځ تربلې زيات والی شوی دی۔
شمېرې ښايي چې د کرونا وبا درېمې څپې دوران د اپرېل په 17 مه تر ټولو زيات، څه د پاسه شپږ زره تنانو د دې وايرس نه د ناروغه کېدو پخلې شوی و، خو تېر يو شوا روز دوران يو ځل بيا په پاکستان کې د کرونا وايرس مثبت پېښې د دريو زرو نه کمې ريکارډ شوې دي۔
په دې حقله د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې مرستيال مشر ډاکټر اکرام الله خان وي او ای ډيوه ته وويل چې د حکومت لخوا د کرونا مخنيوي د پاره اخېستلې شويو ګامونو ترڅنګ په روژه کې د زياتره خلکو د کورونوڅخه کم وتلل او د تېرې څپې په پرتله د خلکو لخوا موجوده وخت کې زيات احتياط کولو سره د کرونا وايرس په پېښو کي کمی راغلی۔
" دا پېښې د شپاړسم مارچ نه مخ په برا روانې وې او اوس پکې کمې راځي، نو دهغې خو ډېر ښکاره علتونه دي که هغه سمارټ لاک ډاون دې او که هغه په لويي کچه لاک ډاون دې او مونږه پکې پوره پوره ضلعې بندې کړي دي، سکولونه او شادي هالونه خو د مخکې نه بند دي، بله دا چې خلکو کې هم اوس ويره خپاره شوې ده او څه ډېر حده پورې په احتياطي خبرو باندې عمل کوي"
نوموړي زياته کړه چې د هېواد په کچه عام اولس د کرونا وايرس پرضد وېکسين اخیستل شروع دي او چې څومره زياتو خلکو ته دغه وېکسين ولګول شي نو هغه وومره به د وايرس نه ناروغه کېدو کې کمی راځي۔
" په پاکستان کې نزدې 40 لکه پورې تنانو ته وېکسين لګولې شوي دي او په خېبر پښتونخوا کې خواوشا پنځه لکه کسانو ته د وېکيسن لګولو عمل ترسره شوی دی چې په هغې کې د 40 او هغې نه سېوا عمر واله تنان شمال دي، اوس د 16 مۍ نه به د 30 کالو عمر پورې به وېکسين شروع شي نو چې څومره څومره دغه کم عمر واله ته وېکيسن لګولی کېږي نو دا عمل به نور هم تېزېږي"
دی وايي چې ښکاره خبره ده چې د کرونا وايرس په ناروغۍ کې د کمي يوه وجه وېکسين لګول هم دي ځکه چې کوم مشران دي هغوي ته مونږه وېکسين لګولي دي او هغوي د بيمارۍ نه خوندي شوي او هسپتالونو ته نه راځي۔
د صوابۍ باچه خان مېډيکل کمپلکس کې د سېنې د مرضونو متخصص ډاکټر وقاص احمد وي او ای ډيوه ته وويل چې د کرونا کېسونو د کمي له امله په هپستالونو دا وخت بوج کم شوی دی خو که چېرې د اختر په موقع خلکو احتياط و نه کړو نو يو ځل بيا کرونا وايرس په پېښو کې زيات والی راتللی شي۔
" دا وايرس اوس هم زمونږه ګېر چاپېره موجود دی، نو که دا لس پنځلس ورځې نور هم داسې پاتې شي نو دا مرض به نور هم کنټرول شي او ځکه زمونږه خلکو ته دا تاکيد دې چې د اختر په ورځو کې د سېلګرې ځايونو ته مه ځۍ، په کور کې کښېنې، ګڼې ګوڼې نه ډډه وکړۍ، او نن صبا انلائن ژوند دې نو دا سلام دعا او د اختر مبارکي په موبائل فون هم کېدلی شي"
د صحت چارو کارپوهان وايي پاکستان کې د کرونا دريمه څپه د تيرو دوو څپو په پرتله په تېزۍ سره خورېدونکې او مرګونې ده۔ دوی وايي د دې مخنيوي د پاره بايد خلک بار بار لاسونه وينځي، مخ پټولو ماسک کاروي، د ګڼې ګوڼې ځائ ته ورتلو نه ډډه کول او د کرونا وايرس پر ضد وېکسين لګول دي۔
See all News Updates of the Day
ډیره اسماعیل خان:نښته کې درې پوځیان اؤ درې ترهګر وژل شوي دي

دپاکستان پوځ وایي دخېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې ترهګرو سره په نښته کې درې پوځیان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
پوځ دعوه کړې ده چې دې نښته کې درې ترهګر هم وژل شوي دي.
دپوځ مطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي چې دا نښته د ګل او نهې په منځ شپه کې وروسته له هغې شوې ده چې د ډيره اسماعیل خان په کهوټي سیمه کې ترهګرو دپولیسو په یو چیک پوسټ حمله وکړه اؤ پوځ دغه ترهګر په سګو سیمه کې را ایسار کړل.
پوځ ویلي په دغه مهال دترهګرو اؤ پوځ ترمنځ سختې ډزې وشوې چې پکې درېواړه ترهګر وژل شوي دي.
دپوځ دبیان له مخې نښته کې درې پوځیان حوالدار محمد اظهر اقبال،نایک محمد اسد اؤ سپاهي محمد عیسا وژل شوي اؤ د اصغر اؤ حذیفه په نومونو دوه نور پوځیان سخت ژوبل شوي دي.
دپوځ بیان کې دعوه شوې ده چې د وژل شوؤ ترهګرو د ولکې نه یې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي .
بیان کې ویل شوي چې پوځ هیواد نه دترهګرو نوغي ویستلو ته هوډمن دی اؤ دپوځي ځوانانو داسې قرانۍ دپوځ ولولې نورې هم پیاوړې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ دافغانستان دپولې ترڅنګ دجنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه د وسله والو په یو برید کې دپاکستان داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي یو لوړپوړی افسر برېګېډیر مصطفی کمال برکي اؤ دهغه ډرایور هم وژل شوي دي.
پوځ بیان کې ویل شوي چې انګور اډه کې ترهګرو سره شوې دې نښته کې دبرېګېډیر مصطفی کمال برکي اؤ دهغه ډرایو د وژل کیدو ترڅنګ د وژل شوي بریګیډیر د لاس لاندې ډلې اوه (۷) کسان زخمیان شوي هم دي چې د دوو حالت پکې نازک ښودل شوی دی.
ځایي استخباراتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي چې برېګېډير برکي دا ځل افغانستان ته د امن په یو مشن تللی و، مګر دا واضحه نه ده چې په داسې وخت کې پاکستان په څه قسمه امن مشن بوخت دی او افغانستان ته به د هغه د تګ اصلي مقصد څه و؟
دیاد استخباراتي افسر د وژنې ذمه واري تر دې دمه چا پغاړه نه ده اخستې.
په پوځ دا وروستي بریدونه په داسې حال کې شوي چې اوړمه ورځ پاکستاني رسنیو پاکستان ته دافغان طالبانو دیو پلاوي دخفیه سفر دعوې کړې دي اؤ وایي په دې سفر کې پاکستاني چارواکو افغان طالبانو سره دټي ټي پي دسیوا شوؤ بریدونو په اړوند خبرې کړې دي.
خو نه هم لا پاکستان په دې اړه په رسمي کچه څه ویلي دي اؤ نه افغان طالبانو دې دعوؤ ته کوم غبرګون ښکاره کړی دی.
پاکستان کې چې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه ټي ټي پي پغاړه اخستې ده
زلمی خلیلزاد وایي پاکستان کې په تحریک انصاف ګوند دبندیز اشارې ترلاسه شوې دي

دپاکستان دسخت غبرګون باوجود افغانستان لپاره دامریکې پخواني استازي زلمي خلیل زاد یو ځل بیا دپاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان په پلوۍ څرګندونې کړي اؤ ویلي یې دي،داسې اشارې ترلاسه کیږي چې دپاکستان پارلیمان راتلونکو څو ورځو کې په پاکستان تحریک انصاف ګوند بندیز لګولی شي.
په ټویټر خپل یو تازه بیان کې زلمي خلیلزاد ویلي دپاکستان حکومت سپریم کورټ ته هم ټولټاکنو لپاره دعمران خان دنااهله کولو وینا کولی شي اؤ دداسې قداماتو له امله تاؤتریخوالي اؤ تشدد کې د اضافې امکان دی.
تر دې وړاندې تېره اوونۍ لاهور کې دپولیسو اؤ تحریک انصاف دفعالینو ترمنځ دنښتو په مهال هم زلمي خلیلزاد بیان ورکړی ؤ چې دعمران خان دنیولو سره به پاکستان کې روان سیاسي ناورین نور هم زیات شي.
هغه ویلي وؤ پاکستان دسیاسي،اقتصادي اؤ امنیتي ناورینونو سره مخ اؤ دخپل حریف هیواد هند نه زیات وروسته پاتې دی چې په دې دپاکستان دخارجه دفتر ویاندې زهره بلوڅ سخت غبرګون ښودلی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان دپېښو چیلنجونو نه د وتلو لپاره د چا لیکچرونو یا ناغوښتل شوؤ مشورو ته ضرورت نه لري.
په ټویټر خپل تازه بیان کې زلمي خلیلزاد ویلي داسې بریښي چې دپاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې عمران خان نه به د ریاست وړومبی نمبر دښمن جوړوي اؤ داسې ګامونه به دپاکستان سیاسي،اقتصادي اؤ امنیتي ناورینونه نور هم ژور کړي.
هغه ویلي د وړاندې څخه څو هیوادونو پاکستان کې خپله سرمایه ګزاري ځنډولې ده اؤ دایي ایم ایف سره دپاکستان دپور تړون هم دبې باورۍ ښکار دی اؤ که اوس پاکستان دعمران خان پرضد ګامونه واخلي نو له امله به یې په نړیوال ملاتړ کې نور کمی هم راشي.
هغه ویلي،هیله ده چې دپاکستان سیاسي قیادت به ملي ګټو ته د زیان رسونکي سیاست نه رابهر شي اؤ که داسې ونه کړي نو دپاکستان په اړوند اندېښنې په سیوا کیدو دي.
دامریکا دپخواني ډپلوماټ دې تازه څرګندونو ته لا پاکستان په سمدستي توګه څه غبرګون نه دی ښودلی خو تېره اوونۍ چې زلمي خلیلزاد دیته ورته څرګندونې کړې وې نو دپاکستان دخارجه دفتر ویاندې ورته سخت غبرګون ښودلی ؤ اؤ ویلي یې دي هغه(خلیلزاد)دې خپلې ناغوښتل شوې مشورې دځان سره سمبال کړي.
دخارجه دفتر ویاندې زهره بلوڅ خپل بیان کې ویلي وؤ چې مونږ به د یو هوډمن ملت په توګه دموجوده مشکل صورتحال نه په بریالیتوب سره اوځو.
د عمران خان په پلوۍ د زلمي خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې دپاکستان وتلي خبریال سلیم ساپي پخپل یو کالم کې لیکلي دا وخت زلمي خلیلزاد نه خو کومه سرکاري عهده لري اؤ نه یې دپاکستان په څېر هیوادونو سره څه کار شته خو دعمران خان دحکومت ړنګیدو نه وروسته په حیرانوونکي ډول هغه پاکستان ته په پټه سفر کړی ؤ اؤ دلته یې په بني ګاله کې عمران خان سره ځانله په ځانله د دریوؤ ساعتو اوږده لیدنه کړې ده.
سلیم ساپي دعوه کړې ده چې عمران خان په دغه سفر کې دپاکستان دهغه وخت دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه سره هم لیدلي وؤ اؤ په هغه یې ټینګار کړی ؤ چې عمران خان سره روغه جوړه وکړي.
سلیم ساپي پخپل کالم کې لیکلي چې اوس دپشي کردار اداکولو پځای زلمی خلیلزاد دعمران خان په پلوۍ په ډاګیز ډول میدان ته راغلی دی اؤ "داسې ټویټ یې کړی لکه چې هغه عمران خان نه بلکې علي امین ګنډاپور وي"
دښاغلي ساپي په وینا عمران خان تل ویلي چې حکومت یې امریکې نسکورک ړی خو دهغه په ملاتړ کې اوس چین یا روس نه بلکې دامریکایي اسټبلشمنټ کردار مخې ته راغلی دی.
خېبر پښتونخوا کې د زلزلې له امله 9 کسان مړه شوي اؤ تر160ؤ زیات ژوبل شوي

په خېبر پښتونخوا کې دافتونو په وخت دمرستو دولتي اداره پي ډي ایم ای وایي دنهې په ماسخوتن راغلې زوروره زلزله کې دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې نهه کسان مړه شوي اؤ په ګرد هیواد کې تر160 زیات نور ژوبل شوي دي.
د6.5 دشدت دې زلزلې تر 30ؤ ثانیو یا سیکنډونو دوام کړی ؤ چې مرکز یې د هندوکش دغرونو په شاوخوا کې ښودل شوی اؤ ژورتیا یې په زمکه کې 187 کیلومیټره وه.
پي ډي ایم ای پخپل رپورټ کې ویلي چې د زلزلې له امله خېبر پښتونخوا کې ټول نهه کسان مړه شوي چې هغوي کې پینځه سړي،دوه ښځې اؤ دوه ماشومان شامل دي.
دافتونو په وخت دمرستو دولتي اداره وایي چې په ګرده صوبه کې د زلزلې له امله 19 کورونو ته سرسري زیان اوښتی دی.
دکوز دیر په ډیرۍ سیمه کې د زلزلې له امله د یو کور دیوال غورځېدلی چې پکې یوه زنانه مړه شوې ده.
پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د د ژغورنې د ادارې ریسکیو1122 دسرچینو له خولې ویلي چې په کوز دیر کې د زلزلې له امله په الغاؤ تلغاؤ کې هم یو تن مړ شوی اؤ بیلابیلو پېښو کې 43 کسان ژوبل شوي دي.
همدا شان دمانسهرې په شنکیارۍ سیمه کې د زلزلې په مهال یوه میرمن د زړه دحرکت دبندیدو له امله مړه شوې ده.
دسوات په مدین سیمه کې هم دیو کور دیوال غورځېدلی چې یوه 13 کلنه جینۍ ورلاندې راغلې اؤ مړه شوې ده.
دسوات شموزو سیمه کې د کوټې غورځېدو پېښه کې یو تن مړ شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
جیو نیوز رسنۍ دپولیسو له خولې ویلي چې دسوات سیدو شریف هسپتال ته تر50 زیات کسان په ژوبل حالت کې ور وړل شوي اؤ همدغسې په کوز دیر کې هم اووه کسان ژوبل شوي دي.
دصوابۍ په شیخ جانه سیمه کې هم دیو کور کوټه غورځېدلې ده چې د رسنیو په وینا دیوې مېرمنې په ګډون پکې پینځه تنه ژوبل شوي دي.
خېبر پښتونخوا کې د ژغورنې د ادارې ریسکیو 1122 مشر ډاکټر خطیر احمد بیلابیلو ټي وي چینلو سره خبرو کې ویلي چې دخیبر پښتونخوا پینځوؤ ضلعو کې ورته دکورونو دکوټو اؤ دیوالونو غورځېدو اطلاعات ترلاسه شوي .
د پاکستان د موسمياتو ادارې مشر مهر صاحبزاد خان رېډيو پاکستان ته ویلي چې زلزله په اسلام اباد، پېښور، لاهور، راولپنډۍ، کوټه، کوهاټ، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان، جنوبي وزيرستان او د ملک په نورو برخو کې محسوسه شوې ده.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر ټویټر د زلزلې له کبله د خلکو د "خیر او سلامتۍ" دعا کړې او د آفتونو په وخت د انتظام مرکزي او نورو اړوندو ادارو ته یې امر کړی چې د هر ډول ناڅاپي حالاتو پېښېدو ته دې تیار اوسي.
هند، پاکستان او افغانستان کې زوروره زلزله: پاکستان کې یې څو تنه مړه کړي او په لسګونو ټپیان کړي دي

واشنګټن ـــــ د افغانستان پاکستان اکثره لوی ښارونه یوې زورورې زلزلې لړزولي او په هند کې یې هم ټکانونه محسوس شوي دي چې د رپوټونو له مخې په افغانستان کې ترې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو په پاکستان کې یې څو تنه مړه کړي او په لسګونو ټپیان کړي دي.
د اسوشیېټیډ پریس د خبر له مخې د سه شنبې- نهې په شپه شاوخوا لس بجې راغلې زلزلې لږ تر لږه 30 سیکنډه یا ثانیې دوام کړی دی چې له کبله یې خلک له ډاره کوڅو او سړکونو ته را وتلي دي.
د امریکې جیولوجیکل سروې د رېختر په کچه 6.5 ښوولې او وایي مرکز یې د هندوکش غرونو په شاوخوا کې وو چې ژورتیا یې 187 کیلومیټره وه.
د پښتونخوا د قدرتي آفتونو د انتظام اداره وایي د چتونو، دېوالونو او د کورونو د نړېدو په پېښو کې دوه کسان مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي او اته کورونه برسېرن زیانمن شوي دي.
د ډان انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې د سوات ضلعې پوليس افسر شفيع الله ګنډه ورته ویلي چې هلته هم دوه کسان مړه شوي او 150 ژوبل شوي دي، چې وایي د علاج لپاره سيدو ټيچنګ هسپتال ته وړل شوي دي.
د پاکستان د موسمياتو ادارې مشر مهر صاحبزاد خان رېډيو پاکستان ته ویلي چې زلزله په اسلام اباد، پېښور، لاهور، راولپنډۍ، کوټه، کوهاټ، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان، جنوبي وزيرستان او د ملک په نورو برخو کې محسوسه شوې ده.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر ټویټر د زلزلې له کبله د خلکو د "خیر او سلامتۍ" دعا کړې او د آفتونو په وخت د انتظام مرکزي او نورو اړوندو ادارو ته یې امر کړی چې د هر ډول ناڅاپي حالاتو پېښېدو ته دې تیار اوسي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په افغانستان کې زلزله "خورا شدیده" وه خو وایي په بدخشان، تخار، کندوز او پنجشیر کې تر اوسه د زلزلې له امله چاته د ځاني زیان کوم رپوټ یې نه دی تر لاسه کړی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ټولو ولایتونو والیانو یا ګورنرانو او نورو چارواکو ته په بیړني پیغام کې ویلي، چې کېدای شي زلزلې په ځينو سیمو خصوصاً په شمالي ولایتونو کې زیانونه اړولي وي دوی دې تیار اوسي:
"د کورنیو چارو وزارت له لوري ټولو اړونده مسؤلینو ته ځانګړی هدایت ورکول کیږي چې په متضرره [زیانمنو] سیمو کې په خپلو شته امکاناتو سره د متضررینو [اغېزمنو] لاسنيوی وکړي او خپل لاس لرلي امکانات د هغوی په خدمت کې ورکړي".
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي په ټول هيواد کې یې روغتيايي مرکزونه او په هغوی کې ډاکټران او ټول کارکوونکي چمتو کړي دي، خو وایي تر اوسه ورته د ځاني زيان کوم بد خبر نه دی ور رسیدلی.
د تېر کال په جون کې هم د 5.9 درجې زورورې زلزلې د افغانستان په پکتيکا ولايت کې تر یو زر زيات کسان مړه کړي وو او په لسکونو کسان یې بې کوره کړي وو.
د آئی اېس آئی یو جګپوړی افسر، برېګیډيئر د افغانستان سره په پوله وژل شوی دی

واشنګټن - د پاکستان د پوځ مطبوعاتي اداره، آئی اېس پي آر، ویلي دي چې د استخباراتي ادارې آئی اېس آی یو جګپوړی تن، برېګېډیئر مصطفی کمال برکي، د افغانستان سره په سرحد باندې په یوه نښته کې وژلی شوی دی.
د پوځ مطبوعاتي ادارې په یو بیان کې ویلي چې برېګېډئير برکي نن د نهې/سې شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۱مه) د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سرحدي سیمه کې د "ترهگرو" سره مسلحانه مقابله وکړه او په دې نښته کې هغه پخپله مړ او د لاس لاندې ډلې اوه (۷) کسان یې زخمیان شول چې د دوو حالت یې ډېر نازک بلل شوی دی. د دې استخباراتي افسر د وژنې ذمه واري تر دې دمه چا په غاړه نده اخېستې.
ځایي استخباراتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي چې برېګېډيئر برکي دا ځل افغانستان ته د امن په یو مېشن تللی و، مګر دا واضحه نده چې په داسې وخت کې پاکستان په څه قسمه امن مېشن بوخت دی او افغانستان ته به د هغه د تګ اصلي مقصد څه و.
پخوا چې کله فیض حمید د پوځ د استخباراتي ادارې مشر و، د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی برېګېډئیر مصطفی کمال برکي خیبرپښتونخوا کې د آئی اېس آئی څانګې ذمه واري په غاړه درلوده. د دې نه علاوه، ځینو سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي چې بریګېډیئر برکي د امریکاییانو سره په دوحه کې د افغان طالبانو په مذاکراتو کې هم اهم کردار لوبولی و او طالبان یې دې ته راضي کړي و چې دوحه کې د امریکاییانو سره خبرو ته کيني.
د نننۍ پېښې په اړه چې تازه څه نور معلومات ترلاسه شي، تاسو سره به یې شریک کړو.