لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سیلابونو کې ١٠٨ کسان مړه شوي دي


این ډې ایم ای د فرانس خبرې ادارې ای ایف پې ته ویلي د سیلاب ځپلو خلکو د امداد د پاره ۴۴ کیمپونه قائم کړی شوي دي
این ډې ایم ای د فرانس خبرې ادارې ای ایف پې ته ویلي د سیلاب ځپلو خلکو د امداد د پاره ۴۴ کیمپونه قائم کړی شوي دي
د پشکال درنو بارانونو له امله د پاکستان په مختلفو برخو کې راغلې سختو سیلابونو تر ٣٠٠٠٠٠ پورې خلک متاثر کړې دي او په تیرو دوو هفتو کې ١٠٨ کسان سیلابونو کې مړه شوي دي.
د قدرتي افتونو په صورت کې د امداد مرکزي ادارې نیشنل ډزیزسټر مینیجمنټ اتارټي یا این ډې ایم ای د شمیر شمیرو ترمخه، سیلابونو ٧٧٠ کلې وهلې دي چرته چې په مجموعي توگه ٢۴٢٧ کورونه په مکمله توگه تباه شوي دي.
این ډې ایم ای د فرانس خبرې ادارې ای ایف پې ته ویلي د سیلاب ځپلو خلکو د امداد د پاره ۴۴ کیمپونه قائم کړی شوي دي.
پاکستان کې هرکال د پشکال په موسم کې سیلابونه راځې چې پکې د خېپبر پښتونخوا میدانې سیمې هم شامل دي.
کال ٢٠١٠ کې د پاکستان په تاریخ کې بدترین سیلابونه راغلې وو چې پکې تر ٢٠٠٠ پورې کسان مړه شوي او د دوه لکو نه زیات نور خلک پکې متاثر شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG