لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اعزازچوهدري:دمنموهن اؤ نواز دليدنې وروستو به تاؤتريخوالى کم شي


دهند وزيراعظم منموهن سنگهـ تيره ورځ وئيلي وؤ چې د ښو اړيکو ټينگولو دپاره ضروري ده چې بايد پاکستان دخپلې خاورې دهند په ضد د استعماليدو مخه ونيسي
دهند وزيراعظم منموهن سنگهـ تيره ورځ وئيلي وؤ چې د ښو اړيکو ټينگولو دپاره ضروري ده چې بايد پاکستان دخپلې خاورې دهند په ضد د استعماليدو مخه ونيسي
دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز احمد چوهدري دجمعې په ورځ وئيلي دي دپاکستان اؤ هند وزيراعظمان به په ممکنه توگه راتلونکې مياشت کې نيويارک کې خپلو کې سره ويني خو دهند وزيراعظم منموهن سنگهـ دمخه په ډاگه کړې ده چې د ښو اړيکو ټينگولو دپاره ضروري بايد پاکستان دخپلې خاورې دهند په ضد د استعماليدو مخه ونيسي.
پاکستان وايي په لا ئن اف کنټرول د رامينځته شوؤ حالاتو څخه يې پخپله انديښنه هند خبر کړى دى.
خارجه دفتر کې داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياند وويل دپاکستان اؤ هند ترمينځ ټولې سفارتي لارې پرانستې دي.
هغه هيله څرگنده کړه چې په نيويارک کې دپاکستان اؤ هند دوزيراعظمانو دليدنې وروستو به ددواړو هيوادونو ترمينځ تاؤتريخوالى کې کمى وشي اؤدکشمير په لانجمنه پوله به حالات عمومي ډگر ته راوگرځي.
سږکال د شپږم اگست څخه دپاکستان اؤ هند ترمينځ په کړکيچنه سيمه کشمير د شيلنگ اؤ ډزو له امله په لائن اف کنټرول هاغه مهال سخت تاؤ تريخوالى پيدا شو کله چې دغلته ٥ هندوستاني پوځيان ووژل شول اؤ هند ددې تور په پاکستاني پوځ ولگولو.
پاکستان انکار کوي چې دهند پوځيان دهغوئ د پوځ په ډزو نه دي مړه شوي خو ددې باوجود په نزدې ورځو کې د پاکستان په ضد په هند کې سخته کرکه خوره شوې ده اؤ په احتجاجي جلوسونو کې نۀ يواځې دپاکستان په ضد نعره بازي شوې بلکې ددغه هيواد ملي بيرغ هم سوځول شوى دى.
دهند وزيراعظم منموهن سنگهـ تيره ورځ وئيلي وؤ چې د ښو اړيکو ټينگولو دپاره ضروري ده چې بايد پاکستان دخپلې خاورې دهند په ضد د استعماليدو مخه ونيسي.
دجمعې په ورځ دپاکستان دخارجه دفتر وياند وويل پاکستان به خپله خاوره د ترهگرۍ دپاره کله هم استعماليدو ته ورنه کړي.
دپاکستان په خاوره د ډرون بريدونو د ذکرکولو په وخت د بهرنيو چارو د دفتر وياند وويل پاکستان پخپله خاوره دکيدونکو ډرون بريدونو غندنه کوي اؤ د ملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون هم دپاکستان په دوره کې د ډرون په هکله دپاکستان د دريځ ملاتړ کړى دى.
بانکي مون پاکستان کې د خپل سفر په مهال وئيلي وؤ په ډرون د ملگرو ملتونو دريځ په ډاگه دى اؤ دغسې کاروايۍ د نړيوالو قوانينو اؤ ړ
دبين المللي انساني قوانينو په اساس کول پکار دي.
چوهدري اعزار وويل پاکستان افغانستان کې د سولې اؤ ثبات پلوي دى اؤ غواړي دغه هيواد کې امنيت رامنيځته شي .
هغۀ يادؤنه وکړه چې دافغانستان صدر حامدکرزى به روانه مياشت کې دپاکستان سفر کوي .
وياند په مصر کې په سيوا شوي تاؤ تريخوالي اؤ ديوې مياشتې دپاره دبيړني وضعيت پځايې کيدلو په اړه هم انديښنه ښکاره کړه اؤ وئ وئيل دغه معامله راتلوتکې مياشت کې داسلامي هيوادونو د تنظيم (او ايي سي) په غونډه کې راپورته کول پکار ده.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG