لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فټ بال په ورلډ کپ کې د پاکستان فټ بالونه او پاکستاني عسکر


د ورلډ کپ دپاره فټ بالونه د پاکستان فارورډ نومي کمپڼي د نړیوالې کمپنۍ اډيډاز دپاره په سیالکوټ کې تیاروي. دغه ښار د لوبو شیانو د صنعت دپاره شهرت لري
د ورلډ کپ دپاره فټ بالونه د پاکستان فارورډ نومي کمپڼي د نړیوالې کمپنۍ اډيډاز دپاره په سیالکوټ کې تیاروي. دغه ښار د لوبو شیانو د صنعت دپاره شهرت لري

که څه هم د پاکستان د فټ بال قومي ټیم د فټ بال په ورلډ کپ مقابلو کې کله هم نه دی لوبېدلی خو په پاکستان کې جوړ فټ بالونه د ورلډ کپ په مېچونو کې استعمال شوي دي او په قطر کې د کال ۲۰۲۲ د فټ بال ورلډ کپ مقابلو د حفاظت دپاره په زرګونو پاکستاني عسکر دوحه کې موجود دي.

په قطر کې د فټ بال ورلډ کپ مقابلې د اتوار، يکشبنې، په ورځ شروع شوي دي او د ډسمبر د میاشت په ۱۸ نېټه به سر ته رسي.

ورلډ کپ د حفاظت دپاره قطر د پاکستان په شمول د دیارلسو ملکونو نه د مرستې غوښتنه کړې وه. پاکستان د ۴۰۰۰ نه زیات د پوځ، د سمندري او هوايي عسکر قطر ته لېږلي دي چې په قطر کې د نورو ملکونو نه تر ټولو زیاته شمېره ده. د پاکستان نه پس ترکي ترټولو زیات امنیتي عسکر د ورلډ کپ د سېکیورټي دپاره قطر نه لېږلي چې شمیره يې ۳۰۰۰ ده.

د پاکستان یو امنیتي چارواکي وي او ای ته په یو لیکل شوي بیان کې وویل قطر ته پاکستاني عسکر د دواړو ملکونو ترمنځ د ښو تعلقاتو په بنیاد لېږل شوي دي.

دغه پاکستاني چارواکي وویل پاکستاني ځواکونو ته د برطانيي او د قطر ماهرانو په پاکستان کې تربیه ورکړې وه.

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د فټ بال د ورلډ کپ په کوربتوب د قطر ستاینه وکړه او په ټوېټر خپل پېغام کې یې وویل دنیا به د قطر د تاریخ، ثقافت او مېلمستیا ښه تجربه وکړي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان په خپل پېغام کې د ورلډ کپ د کامیابۍ دپاره د خواهشاتو اظهار وکړو.

عمران خان وویل دا لومړي ځل دی چې یو مسلم ملک د دنیا د ټولو نه لوی د لوبو مقابلې کوي. هغه وویل په ورلډ کپ کې شرکت کونکو ټیمونو دپاره خوش قسمتي غواړي.

پاکستان او چین د ۲۰۲۲ د ورلډ کپ دپاره فټ بالونه جوړ کړي دي چې د الرحلت یا د سفر نوم ورکړی شوی دی.

پاکستان د ۲۰۱۴ او د ۲۰۱۸ ورلډ کپ دپاره هم فټ بالونه جوړ کړي وو.

د ورلډ کپ دپاره فټ بالونه د پاکستان فارورډ نومي کمپڼي د نړیوالې کمپنۍ اډيډاز دپاره په سیالکوټ کې تیاروي. دغه ښار د لوبو شیانو د صنعت دپاره شهرت لري.

د فارورډ کمپنۍ یو چارواکي حسن مسعود په یو بیان کې وویل چې د ورلډ کپ دپاره به ۳۰۰۰ فټ بالونه تیاروي او تر اتوو مېلین پورې د دغه فټ نقلونه به د دنیا په ګوټ ګوټ کې خرڅېږي.

د فټ بال ورلډ کپ دپاره پاکستاني کمپنیو د مختلفو ملکونو په زرګونو جنډي یا بېرغې جوړې کړي دي.

پاکستان د دې نه مخکې هم منځني ختیځ ته د جنګي عملیاتو او امن ساتنې دپاره ځواکونه لېږلي دي.

د پاکستاني ځواکونو یوه دسته دا وخت په سعودي عرب کې موجود ده. د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرل راحیل شریف په سعودي عرب کې د ترهګرۍ په ضد د ۴۱ ملکونو د عسکرو مشري کوي. مبصرین دغه پوځي اتحاد د نېټو سعودي شکل بلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG