لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پارلیماني کمېټۍ په زور د چا د مذهب بدلوولو خلاف د قانون غوښتنه کړې 


د اېچ ار سي پي ذهره يوسف سوال دا پېدا کېږي چې اخېر دغلته د هندو لږکيو هلکان په دې ولې خپل مذهب نه بدلوي او داسې يواځې هندوې جينکۍ ولې کوي؟

په زور د خلکو د مذهب د بدلوولو د مسلې په اړه د سېنټ د پارليماني کمېټۍ مشر انوارالحق کاکړ وايي چې په سند صوبه کې د هندو جينکو په جبر د مذهب د بدلون په زياتره پېښو د جينۍ څه نه څه مرضي شامله وي.

سېنټر انوارالحق کاکړدا خبره د ګل، دوشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې يو خبري کانفرنس ته د سند صوبې د هغو سيمو د سفر وروسته وکړه چې د هندو جينکو په زور د مذهب د بدلوولو پېښې پکې رپورټ شوي دي.

د وي او ای ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي وویل کميټي به په زور د هندو جينکو د مذهب د بدلون د پېښو د مخنیوي لپاره په داسې ودونو کې د ولي د موجودګۍ په بابله د قانون جوړولو وړاندیز کوي.

بلخوا د پاکستان د بشري حقونو د تنظیم اېچ ار سي پي ذهره يوسف وايي دا معامله دومره ساده نه دى او سوال دا دی چې څنګه يوه هندو جېنۍ په خپله خوښه واده کوي او مذهب بدلوي نو اخېر هم دغه شان عمل ېو هندو هلک ولې نه کوي او دا عمل په سند کې يواځي د هندو جينکو پورې محدود ولې دى؟

د اسلامي نظریاتي کونسل چېرمېن قبله اياز وايي په اسلام او د پاکستان په دستور کې په جبر د مذهب بدلوولو او واده کولو اجازت نشته خو وايي که د غېر مسلم په واده کې د ولي د کمېټې غړو چې په کې د واکمن تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړې لال چند ملهي او د سند تهر پارکهر ټولنيز فعال کرشن شرما هم شامل دی وايي رياست په زور د اقليتونو د مذهب د بدلون د پېښو په مخنوي کې ناکامه شوې دې.

سنېټر انوارالحق کاکړ وايي په داسې پېښو کې دواړه طرفېن اکثر له جدا جدا دريځ راوړى. د جينۍ کورنۍ که يوا خوا واده او مذهب بدلول د جبر نتيجه ګرځوى او په مخالف اړخ د اغوا تور لګوي او واى چې جينۍ نابالغه وه نو مخالف اړخ دا تورونو ردوى او د جينۍ د اسنادو په بنياد بالغه ګرځوى. او زياتوي ددې حل لپاره د سېنټ دا کمېټى د قانون جوړولو سفارش کوى چې پداسې ودونو کې د ولي مرضى او موجودګي لازم وګرځول شي.

د اسلامي نظریاتي کونسل چېرمېن ډاکټر قبله اېاز د هندو جينۍ د ولي په بابله ډيوه ته وايي د ولي معنا مشر وي او ولي د غېر مسلم په واده کې هم کېدې شي. هغه مخکې واى دې کې داسې هم کېږى چې خلک او جينۍ لمړۍ واده وکړي او بيا جينۍ ورسته خپل مذهب بدل کړي خو زياتره پېښې په کې په زور د مذهب بدلولو هم کېږي او اسلام او د پاکستان په دستور کې د په جبر د چا د مذهب بدلولو اجازت نشته. هغه دا هم وايي بايد چې لمړۍ دې د داسې پېشو مکمل جاج واخستل شي او بيا که قانون ضرورى نو جوړ دې کړې شي.

د بشري حقونو د خپلواکه تنظیم غړې او پخواني مشره ذهره يوسف ډيوه ته وايي په سنده کې د زياتره هندو جىنکو مذهب په زور بدلول کېږي او کېدې شي ځنې په کې د سماجي رتبې د بدلولو په لالچ کې او يا په خپله خوښه ودونه کوى او خپل مذهب بدلوى. هغه زياتوي دا معامله دومره ساده نه ده. سوال دا پېدا کېږي چې اخر دغلته د هندو لږکيو هلکان په دې ولې خپل مذهب نه بدلوى او داسې يواځې هندوې جينکۍ ولې کوى.

د ايچ ار سى پي د کال 2019 په رپورټ کې وېل شوي چې په پاکستان کې هر کال په زور د مذهب د بدلون 1000 پېښې رامينځ ته کېږي چې په کې د زياترو تعلق د سنده صوبې سره وي او ناقدين دا تور هم لګوي چې په زور د مذهب د بدلوولو په پېښو کې د سنده بااثره کورنۍ ککړ وي او د سياسي اثر رسوخ له کبله په هغوى څوک لاس هم نه اوچتوي.

XS
SM
MD
LG