لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جج اطهرمن الله: که ریاست پخپله د لادرکه کولو قضیو کې شامل وي، نو بیا به د قضیو پلټنې څوک کوي؟


د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس اطهر من الله د لادرکه خلکو د قضيو د اورېدنې په وخت ويلي چې په زوره د لادرکه کړی شوو خلکو پيښو کې مشکل دا دی که رياست پخپله دې کې شامل وي نو بيا به د دې قضيو پلټنې څوک کوي، دا کار يو عدالت، وکيل، خبريال يا بل څوک خو نشي کولی.

د نهې/سې شنبې په ورځ د خبريال او بلاګر مدثر نارو او د اسلام اباد اسلامي پوهنتون د دوو طالب علمانو په زوره لادرکه کولو د قضيو د اورېدنې په وخت جسټس اطهر من الله ويلي چې په زوره لادرکه کولو کې څوک هم ککړ وي خو داسې څه د وفاقي حکومت د مرضۍ بغیر نشي کيدی.

په دې موقع اټارني جنرل خالد جاوید عدالت ته وویل چې وفاقي حکومت د جبري لادرکه کولو معاملې ډېرې سنجیدګۍ سره اخلي. په دې باندې مشر قاضي له ده نه وپوښتل چې دی دې څه مثال ورکړي چې د هغې نه پته ولګيږي چې حکومت دې حوالې سره سنجیده دی.

چیف جسټس وویل چې په سلګونو خلک د دوی د خپلو خپلوانو په زوره لادرکه کېدو په ضد احتجاج کوي. مشر قاضي له اټارني جنرل نه وپوښتل چې د وفاقي حکومت د یوې تګلارې د لاندې خلک اوچت کړی شوي دي، په دې باندې هغه (اټارني جنرل) څه ویل غواړي؟

د اټارني جنرل وینا وه چې د موجوده حکومت داسې څه تګلاره نشته. د لادرکه خلکو د قضیو پیروي کولو وکیل کرنل (ر) انعام الرحیم عدالت ته وویل چې دا وخت په هېواد کې د لادرکه خلکو اته زره دوه سوه یو کم اتیا (۸۲۷۹) قضیې روانې دي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې کرنل (ر) انعام الرحیم وویل چې د لادرکه خلکو مسئله ورځ تر بلې مشکله کیږي، او په دې اړه عدالتي حکومونه هم نه منلی کیږي. هغه زیاته کړه: «اوس خو چې کوم خلک لادرکه کړی شي، په پټه د دوی قضیې واورولی شي، او دې کې دوی ته د لسو او یوولسو (۱۱-۱۰) کالو د بند سزاګانې ورکولی کیږي. نوموړي وویل چې د لادرکه خلکو په اړه جوړ د حکومتي کمېشن چیرمئین ویلي چې د ګډ پلټنو ټیم د تفتیش نه دا خبره ثابته شوې چې دا خلک د قانون پر ځای کولو سره دي او دوی دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي خو داسې دې ونشي.

هغه وویل د سپریم کورټ حکم دی چې دې لړ کې په کومو کومو مقدمو کې چې حکم جاري کړی شوی، هغه خلک دې خوشې کړی شي، خو داسې نه کیږي. انعام الرحیم وویل، "که داسې حال وي، بیا خو مونږ د خانه جنګۍ په لور روان یو."

د خبریال مدثر نارو په هکله اټارني جنرل عدالت ته وویل چې د ده مور، پلار او فامیل د وزیراعظم سره ملاقات کړی او د موندلو په اړه یې تر اوسه څه پرمختګ ندی شوی.

عدالت اټارني جنرل ته د درېیو هفتو وخت ورکړ او ورته یې امر وکړ چې عدالت ته ووایي چې په زوره د لادرکه کېدو په معامله باندې څه اقدامات اخیستی شوي دي.

پاکستان کې د خلکو په زوره اوچتولو پېښو په سر، د پوځ خفیه ادارو پلو ګوتې اوچتیږي خو د پاکستان پوځ بیا دا تورونه ردوي او بې بنیاده یې بولي.

د پوځ یو پخواني ویاند، جنرل آصف غفور ویلي و، لادرکه زیاتره پاکستانیان، افغانستان ته اوړېدلي ځکه یې د مرګ ژوندي درک نه لګیږي.

د بشري حقونو ملکي او نړېوال تنظیمونه، بلوڅ ملتپاله او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پاکستان کې د لاردکه خلکو شمېرې ډېرې زیاتې یا زرګونو کې ښيي. بل اړخ ته حکومتي کمېشن همدغه شمېرې اته زره څلور سوه یو اتیا (۸۴۸۱) ته د رسېدلو پخلی کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG