لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان ملکي قرضې ۲۷ کهربه روپو ته رسیدلي


د پاکستان د مرکزي بینک وروستۍ شمېرو ترمخه د روان مالي کال په لومړیو اووه میاشتو کې د ۱۲ فیصده زیاتوالي سره د ملک ټولې قرضې ۲۷ کهربه روپو ته رسیدلي.د سټیټ بینک اف پاکستان تازه شمېرې ښايي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې په مجموعي توګه په ملکي قرضو کې ۱۹.۳ فیصده زیاتوالی راغلی. د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان ټولې بهرنۍ قرضې ۲۲.۶۹ کهرب روپۍ وې.

د پاکستان حکومت د کمزورې ودې له کبله د خپلو خرچو پوره کولو لپاره د بهر ملکونو نه په قرضو اخستو باندې مجبوره شوی.

بلخوا د مرکزي بینک د شمېرو ترمخه روانه اونۍ د بینک سره د بهرنو زرمبادله ذخیرو کې د هفتې په حساب د یو فیصد اتمه برخه زیاتوالی راغلی.

د پاکستان کمزوري اقتصاد ښه کولو لپاره متحده عرب امارات روانه هفته د پاکستان په مرکزي بینک کې د یو ارب ډالره دویم قسط جمع کړی.

متحده عرب امارات د پاکستان مرکزي بینک ذرمبادله ذخیرو کې د ۳ ارب ډالره جمع کولو وعده کړې.

د پاکستان ذرمبادله ذخیرې د ۷ ارب ډالره نه ښکته پریوتو وروستو ددغه هیواد لخوا خپل مالي ضرورتونو پوره کولو په اړه فکرمندۍ زیاتې شوې وې خو سعودي عرب او متحده عرب امارات د پاکستان زرمبادله ذخیرو زیاتولو لپاره دغه هیواد ته مالي مرستې ورکړي.

تېرکال د نومبرپه میاشت کې چین د پاکستان زرمبادله ذخیرو زیاتولو لپاره اسلام اباد ته د مالي پيکیج ورکولو یقین ورکړی وو. پاکستان کې د چین نایب سفیر ذاو ليجیان په هغه وخت ویلي وو چې اسلام اباد ته به د سعودي عرب نه زیاتې مرستې ورکړي.

د چین لخوا پاکستان ته په ممکنه توګه د نورو ۲.۵ ارب ډالرو ورکولو سره به روان مالي کال کې پاکستان ته د چین ورکړې پیسې ۴.۵ ارب ډالره ته ورسي.

ددې وړاندې تېرکال د زرمبادله ذخیرو کمیدو له وجې پاکستان د کال ۲۰۱۷ دسمبر میاشت راهسې د روپۍ په قدر کې څلور ځله کمی راوستی چې په راتلونکومیاشتو کې د ملکي قرضو بیرته واپس کولو په سر یې پوښتنې راپورته کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG