لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قرېشي وايي سعودي سره د تعلقاتو د خرابېدو خبرونه بې بنیاده دي


په ۲۰۱۹ کې سعودي ولې عهد محمد بن سلمان د پاکستان سفر وکړو
په ۲۰۱۹ کې سعودي ولې عهد محمد بن سلمان د پاکستان سفر وکړو

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی ویلي دا خبرونه بې بنیاده دي چې د پاکستان او د سعودی عرب تعلقات خراب شوي دي.

خارجه وزیر دا بیان په داسې حال کې ورکړی دی چې په نژدې ورځو کې یې د کشمیر په معامله د اسلامی هیوادنو په کردار تنقید کړی و او د دې نه پس د چین په مرسته پاکستان سعودی عرب نه آخیستل شوي قرض کې ېو ارب ډالر واپس کړې.
د حکومت مخالف پاکستان مسلم لیګ ګوند واېی چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د دې جوګه نه دی چې ګاونډي هیوادنو، افغانستان اؤ ایران سره تعلقت ښه کړي نو داسې خارجه تګلارو نه به دا طمع ساتل عبث وی چې ګنی نورو هیوادنو سره به پاکستان تعلقاتو کښې وده راشی.

په اسلام آباد کې ېو خبری کانفرنس چې زیات تره د حکومت د معاشی تګلارو باندې تنقید پحقله و، د مسلم لیګ مشر شهباز شریف ویلي دی چې د خارجه وزیر شاه محمود قریشی ېو غیر ذمه وار بیان له وجې سعودی عرب په شان نژدې ملګری هیواد د پاکستان نه خفا شوی دی.

بلخوا خارجه وزیرشاه محمود قریشی واېی چې سعودی عرب سره د خراب تعلقاتو خبرونه ېواځې ګنګوسې دی اؤ دکشمیر په معامله د اسلامی هیوادنو تنظیم په دریځ څه شک نشته او د کشمیر په معامله د سعودی عرب اؤ اسلامی هیوادنو تنظیم دریځ یو دی.

ښاغلي قریشي وویل په کشمیر د پاکستان هم ېو دریځ دی ځکه ملګری هیوادونو نه هم څه طمعې ساتی.

سعودی عرب سره د ښو تعلقاتو دعوه شاه محمود قریشي په داسې حال کې کړې ده چې په تېرو ورځو کې په ېو شخصی ټیلیویژن هغه د سعودی عرب په مشرۍ کې د اسلامي هېوادونو په تنظیم تنقید کړی و اؤ ویلي یې وو که چېرې د اسلامی هیوادنو تنظیم د کشمیر په معامله د خارجه وزیرانو غونډه راونه بلله نو بیا به پاکستان داسې غونډه راوبلي.

دی بیان پس د چین په مرسته پاکستان سعودی عرب نه آخیستل شوي د قرض ېو ارب ډالره هم واپس کړې اؤ د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه هم د سعودی عرب سفر کړی و چې د رپوټونو ترمخه مقصد یې د سعودی حکومت خفګان ختموول وو خو د پوځ بیان تر مخه د دې سفر مقصد په سیکورټې معاملاتو خبرې کول وو.

د مسلم لیګ ېو بل مشر اؤ پخوانې خارجه وزیر خواجه آصف واېی وړاندې د یمن په معامله هم د پارلیمان لخوا ېوې پریکړې په منظورۍ سعودی عرب خفا شوی و خو د هغه وخت حکومت دسعودی عرب ګیلې ختمې کړې وې.

خواجه آصف واېی د تحریک انصاف حکومت ګاونډی هیوادنو ایران اؤ افغانستان سره تعلقات ښه کولو کښې ناکامه دی نو نورو هیوادنو سره به څنګه تعلقات ښه کړي؟

د اسلامی هیوادنو په کردار د خارجه وزیر تنقید نه ېواځې مخالفو ګوندونو خو حکومتی وزیرې شرین مزاری هم غندلې

خو شاه محمود قرېشي وايي چې د پاکستان او سعودی عرب تعلقات یواځې د حکومتونو ترمینځ نه خو د ولس تر مینځ هم دي.

هغه دا خبرونه هم غلط وبلل چې ګنې سعودی عرب د پاکستان نه د قرض رقم واپسې غوښتنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG