لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خارجه وزیر دا هفته د امریکې دوره کوي


 د وي او ای سره یوه ورستۍ مرکه کې بلاول ویلي د امریکې او پاکستان په تعلقاتو په افغانستان کې حالاتو او نورو مسلو زیات اثر کړی او پکار ده چې او دواړه ملکونه په وړاندې تګ وکړي
 د وي او ای سره یوه ورستۍ مرکه کې بلاول ویلي د امریکې او پاکستان په تعلقاتو په افغانستان کې حالاتو او نورو مسلو زیات اثر کړی او پکار ده چې او دواړه ملکونه په وړاندې تګ وکړي

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري دا هفته د امریکې رسمي دوره شروع کوي او په امریکا کې به د متحده قومونو او د امریکايي چارواکو سره په پاکستان کې د ورستي سېلابونو، موسمي بدلون او په یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کوي.

د پاکستان خارجه وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې بلاول به د ډسمبر د ۱۴ نېټې نه د ډسمبر د ۲۱ نېټې پورې د امریکې د دورې په مهال په نیویارک او واشنګټن کې د متحده قومونو د مامورینو او د امریکايي حکومت چارواکو سره په مختلفو موضوعاتو خبرې اترې کوي.

وزارت وویل بلاول به د ډسمبر په ۱۹ نېټه واشنګټن کې د امریکي حکومت لوړ رتبه چارواکو، د کانګرس غړو، د پاکستاني امریکايي تاجرانو، د څېړنې ادارو او د مطبوعاتو سره ملاقاتونه کوي.

د پاکستان د خارجه وزارت ترمخه، د امریکايي مامورینو سره ملاقاتونو کې به بلاول د امریکې او پاکستان ترمنځ په تجارت، سرمایه کارۍ، موسمي بدلون او اقتصادي ترقۍ په اړه خبرې کوي. بیان زیاته کړه چې بلاول به په پاکستان کې د سېلابونو د تباه کارۍ او د سېلابونو وروسته د بحالۍ او د بیا رغونې په اړه د پاکستان د حکومت په منصوبو هم خبرې کوي.

د سږ کال د می په میاشت کې بلاول په نیویارک کې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلینکن سره لیدلي وو
د سږ کال د می په میاشت کې بلاول په نیویارک کې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلینکن سره لیدلي وو

بلاول به په داسې حال کې د امریکايي صدر جوبایډن د حکومت مامورینو سره خبرې کوي چې د امریکې د قامي سلامتیا دپاره د صدر بایډن په تګلاره کې د پاکستان ذکر نه دی شوی او څېړونکي وايي د پاکستان حریف او ګاونډي ملک هندوستان سره د امریکې تعلقات نور مضبوط شوي دي.

صدر بایډن نېشنل سیکیورټي سټرېټيجي یا د قومي سلامتیا تګلاره د سږ کال د اکتوبر په میاشت کې اعلان کړې او په دې کې د پاکستان د ذکر نه کېدو په اړه څېړونکي سید علي ضیا جعفري د څېړنې ادارې اېټلانټک کاونسل دپاره خپل مضمون کې لیکلي چې د دغې تګلارې دلارې امریکا نه یوازې د چین مخه نیول غواړي بلکې د هندوستان په شان ملکونو سره به همکاري هم کوي چې اثر به يې په پاکستان هم غورځېږي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودګۍ په مهال به امریکې پاکستان د نېټو پوځي اتحاد نه بهر لوی ملګری هېواد بللو.

د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې د پاکستان او امریکې تعلقات د ډیر تاوتریخوالي ښکار ګنل کېدل.

د وي او ای سره یوه ورستۍ مرکه کې بلاول ویلي د امریکې او پاکستان په تعلقاتو په افغانستان کې حالاتو او نورو مسلو زیات اثر کړی او پکار ده چې او دواړه ملکونه په وړاندې تګ وکړي.

په واشنګټن کې د امریکايي مامورینو سره د خبرو نه وړاندې به د پاکستان د خارجه وزارت ترمخه، بلاول په نیویارک کې د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس سره هم ويني او د چین ترڅنګ به د جي ۷۷ تنظیم ملکونو د وزیرانو په غونډه کې شرکت کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG