لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلاول بوټو د ایران په سفر دی، وايي د روس او اوکراین په شخړه کې پاکستان بې پلوه دی


بلاول بوټو

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو وئیلې دي د روس اؤ ېوکراين په شخړه د پاکستان تګلاره بې پلوه ېا غیر جانبدرا دی خارجه وزیر وایې د عمران خان حکومت لرې کولو ددوي د روس سفر سره هیڅ تعلق نه و.

خارجه وزیر بلاول بوټو دا خبرې د ایران په دوه ورځني‌ سفر د روانېدو نه وړاندې کړې دي اؤ وئیلې دي که چېرې د عمران خان حکومت ختمولو وجه روس ته د هغه سفر و نو بیا به د پاکستان موجوده حکومت د روس اؤ ېو کراين پحقله خپل دریځ بدل کړی و خو موجوده حکومت هم دغه تګلاره ده کوم چې د پخواني‌حکومت وه چې په دې شخړه پاکستان غیر جانبداره دی.

بلاول بوټو دا خبره داسې حال کړې ده چې تیره ورځ پاکستان کې د روس سفیر آج نیوز سره د خبرو په وخت وئیلې وو د عمران خان روس سفر هم د دوي د حکومت ختمولو ېوه وجه کیدې شي‌ خو ورسره یې دا هم وئیلې وو د پاکستان قامي سلامتیه کمېټۍ وئیلې دي د عمران خان حکومت ختمولو کښې څه سازش نه دي شوی.

په لسم اپریل د عمران خان حکومت د بې باورۍ تحریک په نتیجه کې د ختمیدو نه پس پخواني‌ وزیراعظم څو واري وئیلې دي چې حکومت یې د امریکې په سازش ختم کړی شوی دی خو امریکايي مامورینو به تکرار د عمران خان دغه خبره رد کړې ده.

اسلام آباد قائد اعظم پوښتون کښې د نړيوالو تعلقاتو ېو استاد سلمان بټنئ وایې په موجوده حالاتو کښې پاکستان د دې جوګه نه دې چې د یو یا بل ملک طرف واخلي اؤ د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو دا بیان هم دې د پاره دې چې پاکستان د نړۍ په خصوصي ‌توګه د عالمي طاقتونو هغه اعتماد بیا ترلاسه کول غواړي کوم چې دې بئیللې دې.

آېا د ایران سفر به پاکستان ته څه ګتې ورسوي ځکه چې په ایران هم ېو شمیر عالمي بندیزونه دي؟ د دې په ځواب د نړې وال تعلقاتو استاد پروفیسر خورشید خان وایې ددې سفر به څه ګټې پاکستان ته اونه رسي ځکه ایران نه خو پاکستان څه مالي امداد کولې شي نه ترې پاکستان قرضه اخيستلی شي ، که آخلي نو ورنه به سعودي عرب خفا کیږي اؤ بیا به پاکستان ته سعودي‌عرب هغه رقم واپس کول وي چې سعودي عرب ورته په دې ورکړې دې چې پاکستان خزانه پرې مظبوط شي.

پخواني‌وزیراعظم عمران خان سږ کال د فرورې په میاشت د روس سفر داسې حال کړې وو چې په ماسکو کې د هغه د موجودګۍ په مهال روس په ېوکراين برید کړې وو اؤ هغه وخت هم ېو شمیر غربي هیوادونو پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې په روسي یرغل دی واضحه تګلاره اعلان کړي

XS
SM
MD
LG