لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجه دفتر:په ملالې بريد دپاکستان په مستقبل بريد دى


دخارجه دفتر وياند معظم خان وويل په ملالې يوسفزۍ دبريد په نړيواله کچه غندنه شوې ده
دخارجه دفتر وياند معظم خان وويل په ملالې يوسفزۍ دبريد په نړيواله کچه غندنه شوې ده
دپاکستان خارجه دفتر وائي دامريکا پشمول نورو گڼو هيوادونو په ملالې يوسفزۍ دترهه گرو لخوا دترسره شوي بريد سخته غندنه کړې ده.
اسلام اباد کې داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دپاکستان دخارجه دفتر وياند معظم خان وويل په ملالې يوسفزۍ دبريد په نړيواله کچه غندنه شوې ده.
هغه وويل په ملالې يوسفزۍ بريد دپاکستان په مستقبل او اميد بريد دى.
بل لوري ته په اسلام اباد کې دوفاقي کابينې دغونډې دمشرۍ په مهال وزيراعظم راجه پرويز اشرف وئيلي دي په طالب علمې ملالې يوسفزۍ او دهغې په ملگرو دنهې په ورځ دترسره شوي خونړي بريد غندنه کوي.
هغه وويل اړنده چارواکو ته يې امر کړى ملالې يوسفزۍ تهپه هيواد کې دننه او بهر په لاس کې لرونکې ښه طبي مرسته ورکړي.
وزيراعظم وويل مونږ باور کوؤ چې په ملالې يوسفزۍ او نورو جينکو بريد په يو فرد بريد نۀ دى بلکې دا زمونږ دټولو دژوند دمرۍ دساه خپه کولو يوه هڅه ده او دا چې په دغسې بريدونو به مونږ ونۀ ويريږو.
هغه زياته کړه قام پخه اراده او مرضي لري چې دخپلو قدرونو ، اصولو او دماشومانو دمستقبل تحفظ باوري کړي.
وزيراعظم وويل په دې خبره خوشحاله دى چې په ملالې يوسفزۍ دترسره شوي بريد دژوند دټولو څانگو سره تعلق لرونکو خلکو په سختۍ سره غندنه کړې ده، او ددې مطلب دا دى چې قام دخپلو قدرونو دتحفظ لپاره يو موټى دى.
وزيراعظم وويل راځئ چې ټول دملالې يوسفزۍ دروغ صحت لپاره دعا وکړو.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:58:44 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG