لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټېټ بېنک: پاکستان ته د بهر نه پېسو په رالېږلو کې اضافه شوې


مرکزي بېنک وايي د روان مالي کال په لسو مياشتو کې د سعودي عرب نه شپږ اربه څلويښت کروړ ډالر، متحده عرب عمارات نه پينځه اربه اته کروړ، د برطانيي څخه درې اربه دري ديرشت کروړ او د امريکې څخه دوه اربه دوه ويشت کروړ ډالر پاکستان ته منتقل شوي دي
مرکزي بېنک وايي د روان مالي کال په لسو مياشتو کې د سعودي عرب نه شپږ اربه څلويښت کروړ ډالر، متحده عرب عمارات نه پينځه اربه اته کروړ، د برطانيي څخه درې اربه دري ديرشت کروړ او د امريکې څخه دوه اربه دوه ويشت کروړ ډالر پاکستان ته منتقل شوي دي

د پاکستان سټېټ بېنک ویلي ملک ته په ترسیلات زر کی اضافه شوي او د روان مالی کال په ۱۰ میاشتو کی د تېر کال په پرتله 56 فيصد زیات رقم پاکستان ته رالېږل شوی دی.

د پاکستان مرکزي بېنک وويل د اپرېل په مياشت کې د بهر هېوادونو څخه پاکستان ته دوه اربه او اتيا کروړه ډالر رالېږل شوي دي چې د تېر کال د اپرېل په مقابل کې 56 فيصد زیاتې پېسې دي۔

سټېټ بېنک د خپل ټوېټر اکاؤنټ د لارې وايي بهرونو هېوادونو کې پاکستاني کارکونکو 2.8 اربه ډالر ملک ته راستولي دي او دا رقم د تېر کال د جولای نه د سږ کال د اپرېل پورې لسو مياشتو کې 24.2 اربه ډالر ته رسېدلی دی۔

مرکزي بېنک وايي د تير کال په مقابله کې 29 فيصد زيات ترسلات پاکستان ته منتقل کری شوي دي۔

مرکزي بېنک وايي د روان مالي کال په لسو مياشتو کې د سعودي عرب نه شپږ اربه څلويښت کروړ ډالر، متحده عرب عمارات نه پينځه اربه اته کروړ، د برطانيي څخه درې اربه دري ديرشت کروړ او د امريکې څخه دوه اربه دوه ويشت کروړ ډالر پاکستان ته منتقل شوي دي۔ د بېنک د شمېرو ترمخه دا رقم د کال 2020 م نه يو ارب ډالره زيات دی.

پوهان وايي د کرونا وبا، اختر ، روژی او حکومتی ګامونو له وجی تر سیلات زر کی اضافه شوی ده۔

پوهان وايي د ترسیلات زر نه علاوه پاکستان له د اقتصاد په نورو څانګو هم توجه ورکول پکار دي چې د یورپین یونین جی ایس پی پلس دقرار داد وروسته پاکستان ته د برآمداتو یا صادراتو په مد کې مشکلات پېښېدلی شي.

د اقتصادي چارو کارپوها ارسلان اقبال وايي د يو ملک په کمزوري اقتصاد کې ترسيلات زر يو ځانګړی کردار لوبوي خو پاکستان باید خپل برامدات هم زيات کړي، صنعتونو ته وده ورکړي او په منطقه کې په اقتصادي مقابله کې ځان شامل کړي۔

په پاکستان کی د پیسو د بدلونکي اتحاديي یا کرنسي اېکسچېنج مشر ملک بوستان وایي د حکومتی ګامونو او کرونا وبا له وجی اوس پاکستان ته زیاتی پیسی د بینکونو په ذریعه راځي.

هغه وویل د کرونا وبا وروسته په سفر او پروازونو د بندېزونو له امله بهر اوسیدونکي پاکستانیان په چهټي نه شي راتلی او خپلې پیسی د بینکونو په ذریعه رالیږي وړاندی به دوی د میاشتی په رخصتۍ راتلل نو نغدې پیسی به یې د ځان سره راوړې او د هغو پېسو به څه ریکارډ نه و.

ملک بوستان وویل حکومت د پیسو په یو خاص مقدار مالیا یا ټېکس هم ختمه کړی او هم دغسې روشن ډيجيټل اکاونټس سره هم پیسی زیاتی شوی دي.

بلخوا د څېړونکي وايي په نړیواله کچه د پېسو د غیرقانوني انتقال د مخنیوي ادارې ایف ای ټی ایف د فشار په وجه پاکستان ته اوس په غیر روایتی طریقو کمې پیسې لېږل کېږي چې ورسره د پاکستان د زرمبادله ذخیره زیاتیږي۔

ملک بوستان زياتوي په روشن ډيجيټل اکاؤنټس د یو لک نه زيات شوي دي او په دې اکاونټونو حکومت هغه بنديزونه لرې کړي چې څه وخت هم بهرني وګړي خپلې پېسې د اکاونټ نه ويستلې شي۔ په دې اکاونټونو حکومت لس فيصده سود ورکوي چې د سود تر ټولو زیاته شرح ده.

نوموړي وايي د خلکو په زړونو کې اوس هم دا ويرې موجود دي چې دا اکانټونه د کال 1998 په څېر د بهرني هېوادونو پابنديو په نتيجه کې ونه تړل شي خو حکومت باور ورکړې چې دا اکاونټونه محفوظ دي او هيڅ څوک يي نشي تړلې۔

نړی وال بینک ويلي په کال ۲۰۲۰ کی د پاکستان ترسیلات زر ۱۷ فيصدي زیات شوی او په مجموعی توګه سویلی اسیا ته د بهر هیوادونو څخه ۵.۲ فیصده زیات رقم منتقل شوی دې۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG