لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیاسي ډلو د پخوانۍ فاټا په ټاکنو کې د پوځ په پرځای کېدو پوښتنې راپورته کړي


تېر کال پاکستان کې د عمومي ټاکنو وروسته اکثره سیاسي گوندونو تورونه لگولي وو چې د ټاکنو نتیجې بدلې کړی شوې وې او دا چې امنیتي ادارو په پولنگ مرکزونو کې د تحریک انصاف مخالفین ځورولي وو. حکومت په دغو انتخاباتو کې د درغلیو او بې قانونیو تورونه رد کړې دي
تېر کال پاکستان کې د عمومي ټاکنو وروسته اکثره سیاسي گوندونو تورونه لگولي وو چې د ټاکنو نتیجې بدلې کړی شوې وې او دا چې امنیتي ادارو په پولنگ مرکزونو کې د تحریک انصاف مخالفین ځورولي وو. حکومت په دغو انتخاباتو کې د درغلیو او بې قانونیو تورونه رد کړې دي

په پخوانۍ فاټا کې د کېدونکو ټاکنو لپاره د ووټونو په مرکزونو کې دننه د پوځ په گمارلو د سیاسي گوندونو نیوکې زیاتې شوي دي او د پیپلز گوند شریک چېرمېن بلاول بهټو پوښتنه کړي ده چې وزیراعظم عمران ولې په پولنگ سټېشنو کې د پوځ موجودگي غواړي؟

د نهې، سه شنبې، په ورځ په اسلام کې د پارلېمنټ د غونډې وروسته، بلاول بهټو خبریالانو سره خبرو کې پوښتنه وکړه چې عمران خان ولې د ووټونو په مرکزونو کې د پوځ ضرورت ولې محسوسوي؟

د الیکشن کمیشن ترجمان سهیل خان ویلي چې د ووټونو په مهال د پوځ پرځای کولو فېصله د امنیت په خآطر شوې ده.

بلاول بهټو خبرداری وکړو چې د کال ٢٠١٨ د عمومي ټاکنو په وخت شوې غلطۍ دې بیا تکرار نکړی شي.

تېر کال پاکستان کې د عمومي ټاکنو وروسته اکثره سیاسي گوندونو تورونه لگولي وو چې د ټاکنو نتیجې بدلې کړی شوې وې او دا چې امنیتي ادارو په پولنگ مرکزونو کې د تحریک انصاف مخالفین ځورولي وو. حکومت په دغو انتخاباتو کې د درغلیو او بې قانونیو تورونه رد کړې دي.

د عوامي نېشنل گوند د خېبر پښتونخوا صدر اېمل ولي خان تېره اوونۍ ویلي وو چې د الېکشن کمېشن لخوا د پوځ په پولنگ مرکزونو کې دننه په ځای کول د الېکشن په عمل کې مداخلت دی.

د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو هم په یو بیان کې د ووټونو په مرکزونو کې دننه د پوځ په مامورولو حېرانتیا څرگنده کړې ده.

په کومو سیمو کې چې د جولايي په شلمه نېټه ټاکنې کېدونکي دي د هغو سیمو یوشمېر امېدوارانو هم په ټاکنو کې په الېکشن کمېشن د جانبدارۍ او تحریک انصاف گوند ته د گټو رسولو تورونه لگولي دي.

د مومندو ضلعې نه د عوامي نېشنل گوند امېدوار نثارمومند تور لگولی دی چې د کله نه د ټاکنو کمېشن د انتخاباتو امنیتي چارې او د ټاکنو د ورځې د ووټونو د مرکزونو دننه او بهر انتظامي چارې پوځ ته ورسپارلو اعلان کړی دی نو د هغې وروسته اوس د واکمن گوند امیدواران په جلسو کې ښکاره وېناگانو کې وايي چې د دوي گټه یقیني ده. هغه وایي باېد الېکشن کمشن ددغه وېناگانو نوټس واخلي.

د جنوبي وزیرستان نه د صوبايي اسمبلۍ یو ازاد امېدوار عبدالوحید مسید د وي او ای ډیوه ته ویلي چې په جنوبي وزیرستان د پوځ اثر نور هم ډېر زیات دی او د ټاکنو د ورځې نه وړاندې امنیتي عسکرو د دوی پلویان ځوروي، دوی چې چېرته هم د انتخابي مهم لپاره گرځي نو د استخباراتي ادارو خلک ورپسي گرځي او اولس سره یې لیده کاته ته نه پرېږدي.

د الېکشن کمېشن ویاند سهیل خان د وي او اې ډیوه سره د خبرو په وخت وویل چې په اداره په لگول شویو تورونو کې حقیقت نشته او که څوک هم په څه خبره اعتراض لري نو د الیکشن کمیشن په علاقايي دفترونو او یا د پېښور په صوبايي مرکزي دفتر کې لیکل شوي شکایتونه جمع کولی شي. هغه وویل کمېشن به په دغو شکایتونو پوره او د تسلۍ وړ گامونه پورته کوي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG