لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وسلوالې ډلې د پاکستان په اینده عامو انتخاباتو اثر غورځولی شي، یو حکومتي چارواکي ویلي


په دې عکس کې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله لیدل کیږي.
په دې عکس کې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله لیدل کیږي.

د پاکستان الیکشن کمیشن یو چارواکي ویلي د پنجاب او د بلوچستان په ځینې سیمو کې د وسلوالو ډلو موجودگي د هېواد په اینده عام انتخاباتو اثر غورځولی شي.

د الیکشن کمیشن سېکرټري بابر یعقوب دغه خبره د سنیټ د کورینو چارو کمیټۍ ته کړې ده.

د سنیټ دغه کمیټۍ د بلوچستان غړې کلثوم پروین وي او ای ډیوه ته وویل د الیکشن کمیشن چارواکي د کمیټۍ غړو ته د اینده عامو انتخاباتو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل چې په حساسو سیمو کې به ازاد انتخابات کول مشکل وي.

د میرمن کلثوم پرون ترمخه، د الیکشن کمیشن چارواکي دا تشویش څرگند کړو چې د پنجاب په ځینې سیمو کې مسلح تنظیمونه او د بلوچستان په ځینې برخو کې بېلتون خوښې ډلې د اانتخاباتو په لاره کې خنډان راولاړولی شي.

د موجوده حکومت د پنځه کاله وخت په پوره کېدو د پاکستان الیکشن کمیشن په هېواد کې د جولايي په ٢٥ مه نېټه د عامو انتخاباتو اعلان کړی دی.

په دې اړه نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال پیر ولایت شاه په رپورټ کې اوریدلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG