لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې د هیواد دننه د انساني حقونو په اړه پلټنې وکړي، امریکايي استازی وايي


په داسې حال کې چې د بشري حقونو د نړيوالې ادارې "يونوورسل پرياډک ريويو" غونډه په جنيوا کې پيل شويده او پاکستان به دغه غونډه کې د هېواد د بشري حقونو د وضيعت پحقله رپورټ وړاندې کوي نو امريکې د پاکستان څخه غوښتي چې د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون دې منسوخ کړي.

په نړيړاله کچه د بشري حقونو د جاج اخستلو دپاره د يونيورسل پرياډک ريويو غونډه د سويټزر لينډ ښار کې پيل شويده او ډان اخبار وايي په دغه غونډه کې شريک د امريکې استازي جيز برسټن اسټريټس ويلي چې د مذهب د سپکاوي قانون او پرغه قانون کې ټاکلې شوي سزاګانې د بشري حقونو پرَضد دي او پاکستان دې ددغه لانجمن قانون منسوخ او پرځاې دې نوې قانون نافذ کړي.

د پاکستان د سينټ د بشري حقونو کميټي د يوې مودې راسې د مذهب د سپکاوي په دغه قانون کې د داسې بدلون کوشش کوي چې د دروغو تور لګونکي ته هغه سزا ورکړي کومه چې ددغه قانون سرغړونکي دپاره ټاکلې شويده خو د هېواد په پارليمان کې او بهر د فعاله مذهبي او ښي اړخه سياسي ګوندونو د فشار له کبله حکومت پداسې کولو کې لا ناکامه دی.

څیړونکي وايي په پاکستان کې دغه قانون خلک د خپلو شخصي ګټو او لپاره او هم په شخصي دښمنیو کې استعمالوي.

په جينوا کې موجود امريکاي استازي دا هم غوښتلي چې پاکستان دې د هېواد دننه د بشري حقونو د سرغړونو پلټنې وکړي.

امريکې دا غښتنه په داسې وخت کې کړې چې اسلام اباد کې لاقانون ډله تحريک لبيک د حکومت څخه د قانون د مرکزي وزير ذاهد حامد د لرې کولو او د انتخابي اصلاحاتو پر مهال د ختم نبوت په اړه د بدلون پشا د پټو لاسونو د ښکاره کولو غښتنې کوي. ددغه لاقانونه ډلې چې د تيرو شږو ورځو راسې احتجاج کوي پايه تخت اسلام آباد او راولپنډۍ ښار په بشپړ توګه يرغمال کړی.

قانون پوهان وايي د مذهب د سپکاوي ددغه لانجمن قانون بايد چې اوس بدل شي.

قانون پوهه او د مدني ټولنې فعاله غړې لياقت بنوري ډيوه ريډيو ته واي پدغه قانون کې بدلون د پاکستان په خپل مفادو کې دی او بايد چې داسې بدلون پکې وشي چې د دروغو تور لګونکې ته هم هغه سزا ورکړي کومه چې د تورن تن لپاره دغه قانون کې ټاکلې شويده .

که څه هم پاکستان کې ددننه او په نړيواله کچه پدغه قانون کې د ډير وخت راهسې بدلون غوښتې کوي خو هم نن د اسلا م اباد هاي کورټ د حکومت څخه غوښتلې چې د کال ٢٠١٧ د انتخابي اصلاحاتو په قانون کې د ختم نبوت په اړه راوستلي شوي بدلون بيرته واپس کري ولې حکومت واي ددغه بدلون ې واپس کړې.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواکه کميشن مشر ډاکټر مهدي حسن تيره ورځ ډيوه ريډيو سره د هېواد د بشري حقونو په وضيعت خپله څيړنه کې هم ويلې وو چې هېواد کې اکثر حکومتي ادارې او مذهبي تندرويه ډلې د لږکو د بنيادي او بشري حقونو سرغړونې کوي .

د بشري حقونو د وضيعت په اړه د جنيوا په غونډه کې به د پاکستان استاذيتوب د هيواې د بهرونیو چارو وزير خواجه اصف کوي او په پارليمان کې حکومت مخالف پيپلز ګوند هم غوښتي وخت راغلې چې اوس پاکستان د مذهب د سپکاوي قانون ته کنته وکړي او په جبر د خلقو بې درکه کول هم يو جرم وګرځوي .

ښاغلې لياقت بنوري وايي د خلکو په زور بې درکه کول د هر اصول او قانون پرضد عمل دې او واي بايد چې دا عمل يو جرم وګرځولې شي .

هغه بيا واي هغه کورنې چې ې څوک بې درکه وي د کوم اذيت نه تيريږي هغه سخته د چا د پهانسي کيدو او يا د مرګ نه سيوا وي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG