لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د سرو زرو پر کاروبار به هم څارنه پیل شي


ترهګرو ته د مالي مرستو او د پيسو په غير قانوني ډول د ترسيل د مخنیوي په هکله د فايننشنل ايکشن ټاسک فورس د شرطونو ترسره کولو د پاره، سيکورټي اينډ ايکسچينج کميشن اف پاکستان د نوي ګامونو پورته کولو اعلان کړې چې په کې د صرافه بازارونو دستاويزي کول او د سرو زرو اخیستونکيو ډيټا جمع کول شامل دي .

ښکاره دې وي چې فايننشل ايکشن ټاسک فورس د ترهګرو د مالي مرستو او د مني لانډرنګ د مخنیوي دپاره پاکستان ته د سپارښتنو يو فهرست ورکړی او ويلي یې دي چې پاکستان دې د هېواد دننه ګردو صرافه بازارونو ته دستاويزي بڼه ورکړي او د سرو زرو د اخیستونکيو ډيټا دې هم جمع کړي چې ترهګر لا قانونه ډلو ته د کالو په شکل کې عطيات رسيدل بند شي.

ايف اې ټي ايف په خپلو سپارښتنو کې دا هم ويلي چې د ضلعې په کچه د رجسټرډ ټرسټونو ډيټا دې هم راجمع کړي او د ضعلې په کچ دې د ريګوليشن نظام په سمدستي ډول جوړ کړي او د ټرسټونو کهاتې دې هم راغونډې کړي.

ورځپاڼه ډان په يو راپور کې وایي چې سيکورټي اينډ ايکسچينج کميشن اف پاکستان پدې لړ کې د لارښودنې نوي هدايات جاري کړي چې په کې په غير قانوني ډول د رقمونو بهر هېواددونو ته د انتقال، ترهګرو ته د مالي مرستو او په لوې کچ د تباهې خورولو وسلې ترلاسه کولو دپاره د پيسو مخه ونيول شي.

راپور بيا وایي چې د ايف اې ټي ايف لخوا پاکستان ته د عمل درامد لپاره د ورکړې شوي کاريز پلان د جاج اخیستو مخکې، دا هدايات د اینشورنس څانګې، سټاک بروکرز او غير بينکارې مالياتي ادارو ته د خپلو صارفينو د پيژندګلو په نامه جاري کړی شويدي.

پاکستان دا وخت د ايف اې ټي ايف په خړ نوملړ کې شامل دې او ويلي کيږي چې د ايف اې ټي ايف جايزه غونډه به په راتلونکي مياشت کې په کولمبو کې کيږي او څيړونکي وایي که پاکستان د ايف اې ټي ايف په کاريز پلان عمل ونکړو، نو نوم یې تور فهرست کې شاميليدې شي.

د سيکوړټي ايڼد ايکسچينج کميشن اف پاکستان وياند وایي دا هدايات نوې نه دي او دا خلکو تپوس او غښتنو په رڼا کې جوړ کړل شويدي.

څيړونکي وایي ترهګر او نا چله ډلې اکثر له مالي مرستې د سرو زرو او د کالو د عطياتو په شکل کې ترلاسه کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه عابد قيوم سلهري ډيوه ته وایي دا د هیواد د معشيت په ليکلې بڼه کې د راوستو په لوري يو مهم ګام دې.

هغه زیاتوي چې کله د متوازي اقتصاد خبره رامخته کیږي نو پدې کې زياتره هغه پيسې هم شاملې دي څه ته چې توره پيسه ويلي کيږي او ددې پيسو سرمايه کاري زياتره د سرو زرو په کاروبار کيږي، ځکه ددغو پيسو څه ريکارډ نه وي او نه یې دا پته لګيږي چې ددې پیسو سرچينې څه دي.

يو بل اقتصاد پوه ډاکټر طاهر حجازي واي د هېواد د معشيت خو به ليکې شکل کې راشي خو دې سره دا ويره هم وي د زياتو بنديزونو لکبله به کاروبارونه بهر لاړ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG