لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس له امله په پاکستان کې سره زر ګران شوي، کاروباریان وايي


د سرو زرو سوداګر وايي خلق د کرونا وبا له امله اوس په زرو کی سرمایه کاری کوي او د سرو طلب زیات شوی دی
د سرو زرو سوداګر وايي خلق د کرونا وبا له امله اوس په زرو کی سرمایه کاری کوي او د سرو طلب زیات شوی دی

دنړۍ د نورو برخو په شان د کرونا وبا د اثراتو له امله په پاکستان کې هم د سرو زرو بېي زیاتې شوي او کاروباریان وايي ګرانۍ یې کاروبار متاثره کړی دی بلخوا عام خلک وايي د سرو د ګرانېدو له امله ودونه هم ګران شوي دي.

په پاکستان کی دا وخت د سرو زرو د یوی تولې بېیه یو لاکه پنځه زره او سل روپو ته رسیدلې ده.

انګریزئ ژبی ورځپانړه ایکسپریس ټریبیون د سنده صوبی د صرافه مارکیټ په حواله وایي د سرو زرو بېي شپږ اشاریه شپږ فیصد زیاتې شوي دي، یعني توله کې ۶۵۰۰ ګرانه شوي ده

د سرو زرو سوداګر وايي خلق د کرونا وبا له امله اوس په زرو کی سرمایه کاری کوي او د سرو طلب زیات شوی دی.

په مردان ښار کی د صرافه ایسوسیشن مشر غلام سرور صراف وايي د دولس ګرام او یو سل پنځوس ملی ګرام سرو بېیه یو لاکه پنځه زره روپئ ده او مزدوري د دې نه علاوه ده دوی وائي کرونا وبا کاروبارونه اغیزمن کړي خلق په سروزرو کی پیسی لګوی نو ځکه یې بېي زیاتې شوي دي اوسېدونکي زرو د ګرانیدو هم له وجی د هلکانو او جینکو ودونه هم ګران شوي دي.

د مردان اوسېدونکی محمد سعید خان وايي د خپل ځوان ورور او د پیغلی خور د ودونو تیاری یې نیولی دی، خواهش لري چې خور لا دوه تولې کالی جوړ کړي خو د تولې نرخ د یو لاک روپۍ نه زیات شوی دی.

محمد سعید خان زیاتوي د کالي ترڅنګ فرنیچر اوجامو نه علاوه د واده نوری خرچی هم دی او د رور په واده به یې لا نوره زیاته خرچه کېږي.

په نړی وال مارکیټ کی هم د سرو زور بیعی زیاتی شوی او مطبوعات وايي د یو اونس بېیه ۱۷۷۷ ‌‌‌‌‌‌ډالر ته رسیدلې ده. د ماهرینو وینا ده چې د کرونا وبا له وجی اغیزمن شوی کاروبار به زر بحال نه شی ځکه چې په بعضو هیوادونو کې یو ځل بیا د کرونا کیسونه رپوړټ کیږی مطبوعات وایي په پاکستان کی د روپۍ بېیه هم د ‌‌‌‌‌‌ډالر په مقابله کې راکمه شوي چې اثر یې هم د سرو زرو په بېیو غورځیدلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG