لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د لفټننټ جنرل عاصم منير د پوځ د نوي سرلښکر جوړولو پرېکړه وشوه


د فرنټیر رجمنټ سره تعلق لرونکی لفټننټ جنرل عاصم منير د استخباراتي ايي اېس ايي مشر پاتې، او د ګوجرانوالې د کور کمانډر پاتې کېدو وروسته دا وخت هغه د کوارټر ماسټر جنرل په څوکۍ تعنيات دی
د فرنټیر رجمنټ سره تعلق لرونکی لفټننټ جنرل عاصم منير د استخباراتي ايي اېس ايي مشر پاتې، او د ګوجرانوالې د کور کمانډر پاتې کېدو وروسته دا وخت هغه د کوارټر ماسټر جنرل په څوکۍ تعنيات دی

د پاکستان حکومت پرېکړه اعلان کړه چې لفټننټ جنرل عاصم منير به د پوځ مشر [ارمي چيف] او لفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا به چيرمېن جواينټ چيفس اف سټاف وي.

دغه خبره د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب په ټويټر کړې او ويلي يې دي،

"وزیراعظم شهباز شريف اييني اختيارات استعمال کړه د لفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا چيرمېن جواينټ چيفس اف سټاف او لفټننټ جنرل عاصم منير د پوځ مشر [ارمي چيف] ګمارلو فېصله يې وکړه. په دغه لړ کې سمري صدر ته لېږل شوې ده".

د حکومت مخالفه پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکي وزیراعظم عمران خان ويلي، هغه او صدر عارف علوي فېصله کړې چې د پوځي مشر د ګمارنې په موضوع به په ايين کې دننه لوبه کوي.

نوموړي اې ار وايي ټيلي ويژن سره په مرکه کې ویلي، نواز شريف هڅه کوي چې د خپلې خوښې پوځي مشر وګماري او په دې سوچ دی چې عمران خان ختم کړي.

د دفاع وزیر خواجه اصف په ټويټر ويلي،

"سمري صدر علوي ته تللې ده. اوس د عمران خان امتحان دی چې د وطن د دفاع اداره پياوړې کول غواړي يا لانجه. د صدر علوي هم ازمېښت دی چې په سياسي مشوره به عمل کوي که په اييني او قانوني. د ګډو ځواکونو د سپريم کمانډر په حېث د هغه فرض دي چې اداره د سياسي شخړو نه محفوظ وساتي".

د پاکستان د ايین ترمخه د وزیراعظم په سپارښتنه صدر نوی پوځي مشر ګماري.

د پاکستان د اوسني پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د ملازمت موده په 29 نومبر سر ته رسي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په پاکستان کې د تيرو څو ورځو نه د نوي پوځي مشر په ګمارنه تاوده بحثونه روان وو.

حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن ويلي وو، په وزیراعظم هاوس کې ترسره شوې غونډه کې د حکومت د اتحادي ګوندونو مشرانو په وزیراعظم شهباز شريف د اعتماد څرګندونه کړې ده.

تيره شپه ناوخته خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې د وزيراعظم په مشرۍ دا غونډه د اييني ګمارنې په اړه په یوه نکاتي ايجنډا راجوړه شوې وه او اتحادي ګوندونو د اييني تعيناتۍ د فېصلې واک وزيراعظم ته ورکړی دی.

د فرنټیر رجمنټ سره تعلق لرونکی لفټننټ جنرل عاصم منير د استخباراتي ايي اېس ايي مشر پاتې، او د ګوجرانوالې د کور کمانډر پاتې کېدو وروسته دا وخت هغه د کوارټر ماسټر جنرل په څوکۍ تعنيات دی.

د راپورونو ترمخه د نوموړي د اوسنۍ څوکۍ موده په 27 نومبر سرته رسي او د پوځ د مشر په جوړېدو به د هغه د ملازمت موده نوره درې کاله وغځيږي.

ويل کيږي نوموړی چې د ايي اېس يي مشر وو د پنجاب د مخکني وزیراعلا عثمان بزدار او د عمران خان د مېرمنې د مبينه غبن يا فساد په اړه يې عمران خان خبر کړی وو، خو عمران خان په دغه کار خفه شوی او د نوموړي د دغه څوکۍ څخه لرې کولو سپارښتنه يې کړې وه.

د هغې وروسته لفټننټ جنرل فېض حميد د ايي اېس ايي مشر جوړ کړی شوی وو.

دوه شپې وړاندې پوځ ويلي د نوي ارمي چيف او جواينټ چيفس اف سټاف د مشر د ګمارولو دپاره يې نومونه د دفاع وزارت ته ليږلي دي.

د ځايي ميډیا د راپورونو ترمخه په دغو نومونو کې لفټننټ جنرل عاصم منير، لفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا، لفټننټ جنرل اظهر عباس، لفټننټ جنرل نعمان محمود، لفټننټ جنرل فېض حميد او لفټننټ جنرل محمد عامر شامل وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG