لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حکومت او د انتخابي کمېشن چارواکو په انتخاباتو کې د اصلاحاتو په اړه خبرې کړي


د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه د ۲۰۱۸ په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ الزامات پورې کوي خو حکومت یې ردوي
د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه د ۲۰۱۸ په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ الزامات پورې کوي خو حکومت یې ردوي

د حکومت او د الېکشن کمېشن اف پاکستان چارواکو په انتخاباتو کې د اصلاحاتو په موضوع خبرې کړي دي.

د ګل يا دوشنبى په ورځ اسلام اباد کې دحکومتي پلاوي د انتخابي کميشن د چارواکو سره د ملاقات وروسته ميډيا سره خبرو کى داطلاعات مرکزي وزير فواد چودهري ويلي دوي د انتخابي اصلاحات سره تړلى مهم نکتو باندى خبرې اترې کړي دي.

هغه وويل د حکومت لخوا انتخابي قانون کې د ٤٩ بدلونونو په اړه قانوني مسودى سره انتخاباتو کې د اليکټرانک ووټنګ مشين د کاروولو او بهرني هيوادونو کې ميشت پاکستاني وګړو ته هم پاکستان کې کيدونکو انتخاباتو کې ووټ ورکوولو په حق بحث شوی دی

مرکزي وزير وويل انتخابي کميشن د جديد ټيکنالوجۍ د کارولو په حق کې دى او د فواد چودهري په خبره د ساينس او ټيکنالوجۍ وزارت به د کمېشن په وړاندى د ووټونو اليکټرانکي مشين آزموٸينه کوي

خو فواد چودهري سره ولاړ د ساينس او ټيکنالوجۍ وزير شبلي فراز بيا د دى سوال ځواب نه ډډه وکړه چې دا مشين به کله پورې جوړ شي او څومره لګښت به وي

پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه کال ٢٠١٨ انتخابي نتيجي منلو نه انکاري دي

دوی تور لګوي پوځ او استخباراتي ادارو د مبینه ټګۍ دلارى عمران خان وزير اعظم جوړ کړی او دغه مقصد تر لاسه کوولو لپاره د انتخاباتو په ورځ ګرد هيواد کى د کميشن او انتخابي عملى ترمنځ د رابطى نظام يا آرټي آيس قصدى تر څو ساعتونو غير فعاله کړى شوى و.

حکومت په انتخاباتو کې د حزب اختلاف د درغلۍ تورونه ردوي.

څرګنده دي وي حکومت د انتخابي اصلاحات په ترڅ کى د قانوني مسودو د منظوري لپاره د مخالفه ګندونو مرستو ته اړتيا لري خومخالفه ګوندونه حکومت باندى باور يا ورسره مرستو نه انکاري دي.

مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند د اليکټرانکي ووټونو مشين د کارولو اوبهرني هيوادونو کې ميشت پاکستاني وګړو د ووټ حق لپاره دوه صدارتې حکمنامو په ضد اسلام اباد هاي کورټ ته خواستونه هم ورکړيدي.

د انتخابي کميشن پخوانى سيکتر او څيړونکى کنور دلشاد وايي حکومت د پړاونو په ځای يو دم راتلونکى کال ٢٠٢٣ انتخابات د نوي اصلاحاتو د لارې کوول غواړي خو د مخالفه ګوندونو د مخالفت سره په دې لاره کى يوشمير قانوني او دستوري خنډان هم ولاړ دي.

د وي او ای ډيوه سره خبرو کې کنور دلشاد وويل د حکومت لخوا بهرني پاکستانيانو ته د انټرنيټ د لارې ووټ اچوولو سپارښتنه د ملکي دستور ٢٠١٨ مادى په ضد ده چى تر مخه يي انتخابي کميشن د ووټ اچوولو عمل پټ ساتلو پابند دی

کنور د لشاد زياته کړې حکومت ته اليکټرانکي ووټونو مشين کې د تادۍ په ځاى په پړاونو کې عملي کوول پکار دي.

څرګنده دې وي حکومت بهرني ملکونو کې ميشت پاکستانيانو ته عام اتنخاباتو کې برخه اخستو حق او دسينيټ انتخابات د ښکاره ووټونو د لارې کوولو لپار دستوري بدلونونو اراده هم لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG