لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان حکومت وايي د ټي اېل پي غوښتنې به نه مني


شېخ رشید

د پاکستان د قامي سلامتیا کمېټۍ ویلي د کالعدم تحریک لبېک ډلې غېر ایني غوښتنې به نه مني خو د فانون د چوکاټ دننه ورسره خبرې کېدلی شي.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د ټي اېل پي د احتجاج په ترڅ کې د ملک په صورتحال غور دپاره د قامي سلامتیا کمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې وشوه چې پکې د پوځي مشرانو ترڅنګ نورو لوړ رتبه حکومتي مامورینو برخه واخیستله.

د غونډې په اړه مطبوعاتو ته د جاري شوي بیان ترمخه عمران خان وویل د رسالت د ناموس دپاره او د اسلام په ضد کرکي د مخنیوي په لړ کې موجوده حکومت چې د ملک دننه او د ملک نه بهر څومره هلې ځلې بل حکومت نه دي کړي.

د بیان ترمخه د پاکستان د قامي سلامتیا کمېټۍ د ناموس رسالت د غلط او ګمراه استعمال غندنه وکړه.

د تېرې هفتې راهسې د ټي اېل پي په احتجاج کې لږ تر لږه شپږ پولیس وژل شوي او تر 80 پورې زخمیان شوي‌ دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید یوې خبري غونډې ته وویل حکومت د ټي اېل پي مشر سعد رضوي سره خبرې کړي دي خو مذاکرات لا څه نتېجې ته نه دي رسېدلي.

ټي اېل پي غواړي د پېغمبر اسلام د مبینه سپکاوي په سر دې د فرانس سفیر پاکستان نه ووېستل شي.

شېخ رشید وویل د فرانس سفیر ملک بدر کول حکومت سره مذاکراتو کې د ټي اېل پي لومړۍ اېجنډه وي. وفاقي وزیر د دې نه مخکې ویلي حکومت به د فرانس سفیر د ملک نه نه وباسي. د شېخ رشید د خبرو نه وړاندې د اطلاعاتو وزیر فواد چودهري د ټي اېل پي 32 فعالان ګرفتار کړی شوي دي چې په مبینه توګه یې د جعلي اکاوټونو دلارې د کرکې نه ډکه پروپګېنډا کوله.

XS
SM
MD
LG