لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت په قبایلي ضلعو کې د انټرنېټ د شروع کوولو اجازت لا نه دی کړی، موبايل کمپنۍ وايي


ځايي خلک او په خصوصي توګه تعليم يافته ځوانان د موبائل انټرنټ پرانستو دغوښتنې په حمایت کې وخت په وخت احتجاجونه کوی او دا مسله یې عدالت ته هم وړلې ده
ځايي خلک او په خصوصي توګه تعليم يافته ځوانان د موبائل انټرنټ پرانستو دغوښتنې په حمایت کې وخت په وخت احتجاجونه کوی او دا مسله یې عدالت ته هم وړلې ده

د سېفران یا د سرحدي چارو په اړه د قامي اسمبلۍ د کمیټۍ مشر ساجد مومند ویلي موبایل کمپنو په قبایلي ضلعو کې د انټرنېټ تیاری مکمل کړی خو حکومت ورته لا اجازت نه دی ورکړی.

ساجد مومند وي او ای ډیوه ته وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ د سېفران کمټۍ په غونډه کې د موبائل کمپنو چارواکو وويل چې په قبايلي ضلعو کې یې د انټرنټ تري جي او فور جي سروس شروع کولو پورا تياری لري او چې حکومت ورته اجازه ورکړي نو په دغو سیمو کې به موبائل انټرنټ کار شروع کړي.

ساجد مومند وويل په قباېلي ضلعو کې د موبایلو تړلو لويه وجه هلته امنيتي وضعه ده او د موبایل انټرنټ پرانیستو د پاره متعلقه ادارو سره په رابطه کې دي چې دا مسله هواره شي۔

د وزير اعظم عمران خان او نورو صوبايي او وفاقي وزيرانو نه د قبائېلي سيمو دورو په مهال د سیمې ځوانان د موبائل انټرنټ د پرانستلو غوښتنه کوي۔

د سيمي دزکونکي وايي د کرونا وبا په وخت د تعليمي ادارو د تړل کېدو له امله په زرګونو ځوانان د ان لائن کلاسونو نه محرومه پاتې شوي دي۔ د قباېلي سيمو د ځوانانو د تنظيم يو مشر ادريس خان وايي په يوشيتمه صدۍ کې هم دوی د انټرنټ په ډول د یو بنيادي سهولت نه بې برخې دي۔

د قبايلي ضلعو په زياترو برخو کې د تيرو څو کلونو راهسې موبائل انټرنټ تړل شوی دی او د امنيتي ادارو چارواکي وايي انټرنټ د لارې وسله وال خپل مينځ کي په محفوظه طريقه رابطې کوي او په دغه سيمو کې د ترهګرۍ زياتوالي سبب ګرځي خو د سيمي زدکونکي وايي چې دوی د خپل تعليم، روزګار او د نړۍ د حالاتو نه خبريدو د پاره د انټرنېټ ته اړتيا لري۔

ځايي خلک او په خصوصي توګه تعليم يافته ځوانان د موبائل انټرنټ پرانستو دغوښتنې په حمایت کې وخت په وخت احتجاجونه کوی او دا مسله یې عدالت ته هم وړلې ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG