لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ که چودهري نثار- په ټویټر نه څه ویل،نه اوریدل غواړي


ispr
ispr

د پاکستان د کورنو چارو وزیر چوهدری نثار څو ورځې وړاندې یو خبري کانفرس کې د خبرداري په مهال ویلي:٫٫ تیرو دوو اونیو کې په سوشل میډیا د پاکستان پوځ دسپکاوي پوسټونه خپاره شوي، زما په فکر هیڅ یو پاکستانی د پوځ داسې سپکاوی نه شي کولی.٬٬

عجبه خبره دا ده چې پوځ تر اوسه په سوشل میډیا باندې روانو پشاړو او ملنډو ته خپله کوم غبرګون نه دی ښودلی. داسې ښکاري پوځ د دغه ډول نیوکو ته د ځواب لپاره ټوپک د کورنیو چارو وزیر چودهري نثار په اوږه کېښودی دی.

هڅې هم دا کار چودهري نثار د بل هر چا نه ښه کولی شي. بو خو هغه پنجابی دی او پوځ هم د اتیا فیصده پوری د پنجاب صوبې دی. بله دا چې د پخواني پوځي امر جنرال ضیا الحق په غیږ کې لويې شوی دی. او مشر ورور يې هم پوځ کې د جنرال تر مرتبې رسیدلی دی.

دا ټول هغه شرطونه دي چې سوشل میډیا ته يې د چودهري نثار قار پارولی دی.

د پاکستان مرکزي حکومت تحقیقاتي ادارې ايف ايي ای په سوشل میډیا په پوځ د نیوکو په تور کې یو شمیر کسان نیولي دي. اوچوهدری نثار خبرداری ورکړی: ٫٫ دپوځ سپکا وي کونکو ته به د پاکستان ائین لاندې سزا ورکول کیږي.٬، خو تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه خپل غبرګون نه دي ښکاره کړی.

پاکستان کي د سوشل میډیا او په خاصه توګه د فیس بک او ټويټر کارونکي زیات شوي. د (پروپاکستاني ډاټ پی کی) نومې ویب پاڼې د معلوماتو ترمخه په نړۍ کې هره ورځ درې بلینه خلک فیس بک کاروي، په دغو کې نژدې وولس اشاریه دوه ملینه اکاونټونه دپاکستان نه دي.پاکستان کي زیاتره سیاسی ګوندونه، ادارې او په شخصي توګه خلک فیس بک او ټويټر اکاونټونه لري.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګی ايي ایس پي ار سرکاري ټیوټراکاونټ دا وخت دوه نیم ملینه (۲.۴۴) خلک فالو کوي.چي پکې ګنړشمیر کسان دمیډیا سره تعلق لري او د پوځ روایتي پریس ریلز پر ځایی د ټويټ انتظار کوي. د پوځ د ټیوټر اکاونټ د معلوماتو تر مخه دغه اکاونټ د کال ۲۰۱۳م جنورۍ په میاشت کې جوړ شوی او د روان کال ۲۰۱۷ د مئ میاشتې لمړۍ نیټیپوری ترینه۲۰۰۶ ټیویټس شوي دي. په دغه حساب د دغه اکاونټ نه په یوه ورځ کې د یو نه سوا ټویټس خپاره شوي دي. خو د تیرې یوې میاشتې راهسې دغه اکاونټ مکمل خاموش دی.

په دې یوه میاشت کي د پاکستان پوځ سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوه د یو شمیر مهمو خلکو سره لیده کاته کړي، په دغو کې دپاکستان وزیراعظم او د امریکا سفیرهم شامل دي. جنرال باجوه د پوځي پوسټونو دورې هم کړي او په اسلام اباد کي یې دځوانانو یوې غونډي ته مهمه وینا کي ویلي وو ٫٫د پوځ کار د ترهګرو پر ضد عملیات کول دي خو د تندروه سوچ مخنیوی یواځې ټولنه کولی شي.٬٬ خو د پوځ په ټویټر په دغې اړه هم څه نشته.

د اېي ایس پي ار په ټویټر دا خاموشی په داسی وخت کې خوره شوې چې د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ مشر او وزیراعظم نوازشریف او دهغه د کورنۍ پر ضد د پانامه پلټنو او د ډان لیکس په سر دحکومت او پوځ تر منځ شوي مفاهمت په اړه اولس په سوشل میډیا خپلې رایې څرګندوي او یو شمیر پوښتنې یي هم راپورته کړي.

د کال ۲۰۱۶م د اکتوبر په شپږمه نیټه ډان ورځپاڼې یو خبر خپور کړی وو. د دغه خبر تر مخه د پاکستان حکومت د پوځ نه غوښتلي وو د ترهګرو ډلو پرضد دې عملیات وکړي ګنې پاکستان په نړۍ کې یواځی پاتې کیږي. دغه خبر ته د پاکستان پوځ سخت غبرګون ښودلې وو. او میډیا ته يې د دغه خبر ورکونکو کسانو د معلومولو لپاره د واکمن مسلم لیګ ګوند نه د پلټنو او دکمیشن جوړولو غوښتنه هم کړې وه.

پوځ دغه خبر د پاکستان د بقا او سالمیت لپاره خطر او د پوځ سپکاوی ګنړلو. د دغه خبر د پلټنو په نتیجه کي د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د خارجه چارو لپاره خپل خصوصي مشیر طارق فاطمي او پرنسپل انفارمیشن سیکټري راؤ تحسین علی دخپلو څوکو نه لرې کړل. خو د پوځ د مطبوعاتو څانګي مشر میجر جنرل اصف غفور په یو ټويټ کي دغه رپورټ رد کړو.د پوځ دغه ټیوټ ۲۴ زره نه زیات خلکو لائیک کړی او د نهه زره نه سوا خلکو ریټویټ یا مخکي خپور کړی وو.

مدني ټولنو اوعام اولس په سوشل میډیا په دغې اړه پوښتنې راپورته کړې چي د پوځ ویاند د کوم اختیار لاندي دغه رپورټ رد وي؟ او پوځ یي مجبوره کړو چي خپله خبره بیرته واخلي. په مطبوعاتو او په سوشل میډیا کې د نیوکو وروستهپوځ د خپل ټویټ وضاحت اوکړو او زیاته يې کړه چي مونږ د جمهوري ادارو ملاتړ کوو او زمونږ مقصد د حکومت سپکاوی نه وو.

د یوګنډا پوځي مشرادي امین، چي اته کاله (۱۹۷۱ نه ۱۹۷۹) دهیواد صدر پاتې وو. د هغه د صدارت په موده کي د یو لک نه تر درې لکو پوري خلک وژلي شوي وو. هغه به وییل: ٫٫د لته د وینا ازادي شته خو د وینا نه پس د ازادۍ ګارنټي نه شته.٬٬

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG