لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټران:‌  پاکستان کې د جوماتونه پرانستل د کرونا خورېدو سبب جوړېدی شي


پاکستان کې د کرونا وايرس د خورېدو وروستو په هیواد کې زياتره کاروباري مرکزونه او د عبادت ځايونه تړل کیدو وروسته د تحریک انصاف حکومت په روژه کې د جمعې او د تراويح د لمونځونو په ګډه کولو اجازه ورکړی.

د مرکزي‌ حکومت له خوا څو ورځې وړاندې د هیواد د لويو مذهبي مشرانو سره د ليدنې وروستو يوه ګډه شل نکاتي اعلاميه جاري شوې وه چې پکې د مذهبي غونډو لپاره ځيني شرطونه هم کېښودل شوي وو.‌ په دغه اعلامیه کې د جمعې او تروایح د لمونځ لپاره په جومات کې په ګډه د مونځ کولو (جمع) خبره هم شامله ده.

د دغې اعلان وروسته پاکستان کې د صحت پوهانو دغه فیصله ناسمه بللې او ويره څرګندکړې په ګډه د لمونځو کولو سره به د هیواد دننه وایرس خوریدل سېوا شي.

د طب ماهرينو زیاته کړې، که څه هم پاکستان ته د بهر نه د وایرس نه متاثره کسانو راتګ بند شوی خو د دې کار سره به په ځايي‌ توګه وایرس خور شي او د ناروغانو شمیره به زیاته شي.

یو ډاکټر عدنان قيوم وي او ای ډيوه ته وويلي کرونا وايرس يواځې له دې وجې خورېږي چې څوک د صحت د نړيوالې ادارې له خوا وېل شوي ګامونو باندې عمل وه نه کړي.‌

ډاکټر عدنان زیاتوي: ٫٫ مونږ وکتل چې د تبليغي اجتماع څه نتيجې راغلې،‌ که یو ځل بیا داسې غونډو ته اجازه ورکول کېږي نو خدای مه کړه ډیره تباهي مخې ته راتلی شي.٬٬

د عمران خان حکومت او مذهبي ډلو د مشرانو تر منځه شوې لوظنامه کې یو شرط په جوماتونو کې د خلکو د یو بل تر منځه فاصله ساتل هم دي. خو یو شمیر څېړونکي او کارپوهان دريځ لري د تحریک انصاف حکومت دغه پرېکړه د زورورو مذهبي ګوندونو دفشار لاندې په مجبورۍ کې کړې ده.

اسلام اباد کې د واشنګټن پوسټ اخبار خبريال حق نواز خان وايي، په ټوله نړۍ کې په اجتماعي غونډو بندېز دی خو پاکستان کې حکومت د مذهبي ګوندونو نه ډېر مجبوره ښکاري.

حق نواز وايي: ٫٫ په سعودي عرب کې د خانه کعبې طواف بند شوی، په نړۍ کېجوماتونه، کليسا او چرچونه تړل شوي، مندرونه بند دي خو دلته حکومت نه شي کولی چې جوماتونه د څه وخت لپاره بند کړي. دا ګام به کومې مثبتې نتيجې وه نه لري.٬٬

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په خپل يو رپورټ کې ادعا کړې،‌ د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزير نورالحق قادري مذهبي ډلو ته دا باور هم ورکړی چې د روژې په مياشت کې به خېراتونه، صدقې، زکات او نورې مذهبي مرستې د شخصي ادارو په ځای مذهبي مدرسو او ډلو ته ورکول کېږي.

د سعودي عرب حکومت د تېرې میاشتې راهسې د کرونا وايرس د خوریدو له امله د مسلمانانو د عبادت مرکز خانه کعبه او روضه رسول (ص) بند کړي.‌ او د ځايي خلکو ترڅنګ د نورو هېوادونو نه راتلونکو ته هم د عمرې کولو اجازه نه ورکول کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG