لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومتي بيانونووروستو به طالبانو سره جنگ وشي که مذاکرات؟


په پاکستان کې دترهه گرۍ په ضد دجگړې په اړه د مرکزي حکومت اؤ پوځ په موقف کې په لمړي ځل تر يوڅه حده يو والى ليدل شوى اؤ په ١٩م اگست دقومي سلامتۍ په اړه دوزيراعظم لخوا مخې ته راتلونکى پاليسي بيان به واضحه کړي چې ايا اوس پوځ اؤ حکومت په هيواد کې دامنيت ټينگولو اؤ دترهه گرو دله مينځه وړلو دپاره په گډه گامونه اخستل غواړي، که نه لکه دماضي په څير به بيا دحکومت پاليسي په يوه روانه اؤ دپوځ پاليسي په بله؟
دپاکستاني پوځ سرلښکر تيره ورځ پخپلو څرگندونو کې په ډاگه کړې وه چې دترهه گرو په وړاندې په گونډو کيدل دستونزې حل نۀ دى اؤ هغوي ته به په دترهه گرۍ په مسئله ملي يووالى پيدا کول اؤ په گډه دترهه گرو په ضد مټې رانښغتل وي.
همدغه راز وزيراعظم نواز شريف هم دپاکستان دازادۍ دورځې دستورې ته پخپله وينا کې وئيلي ؤ چې دپوځ اؤ نورو امنيتي ادارو په مرسته به ترهه گرو ته ماتې ورکولى شي، خو وزيراعظم نواز شريف دا هم په ډاگه کړې ده چې هغه به په ١٩م اگست په دغه اړه خپل پاليسي بيان مخې ته راوړي.
دعوامي نيشنل پارټۍ سره تعلق لرونکى سناتور حاجي عادل وائي”، ترڅو چې دوزيراعظم نواز شريف پاليسي بيان مخې ته نۀ وي ، راغلى، مونږ نه شو وئيلى چې دقومي سلامتۍ په اړه دپوځ اؤ حکومت موقف يو دى که جدا جدا. “
هغه وويل ” څنگه به دپنجاب سره دتعلق لرونکي هاغه وزيراعظم( نواز شريف) څخه دترهه گرۍ په ضد دگامونو اخستو هيله ولرل شي، چاچې دخپل حکومت څخه دمخه طالبانو ته په جار وئيلي ؤ چې زمونږ اؤ ستاسو سوچ يو دى، بيا ولې په پنجاب کې بريدونه کوئ. “
حاجي عاديل وويل” نن هم هاغه سړى په مرکز کې وزيراعظم دى، دچا په لاسو کې چې دپنجاب حکومت يوه اوږده موده پاتې شوى دى. “
دهغه وينا وه. ” په اصل کې پنجاب دطالبانو هيډکوارټر دى، لشکرطيبه ، لشکرجهنگوي اؤ جمعيت الدعوه اؤ داسې گڼ نور دپنجابي طالبانو تنظيمونه په پنجاب کې په ډاگيز ډول خپل فعاليتونه لري ، چندې ټولوي ، مدرسې چلوي ، دسعودي عرب ، ايران اؤ ځينې نورو هيوادونو څخه مرستې ترلاسه کوي، حکومت که ددغو تندروه طالبانو په اړه لږ غوندې هم سنجيده وى ، نو په پنجاب کې به يې دهغوي دفعاليتونو مخه نيولې وه.
حاجي عديل وائي” داسې هم نۀ ده چې گنې دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرال کياني دڅرگندونو سره دې خلک دا وگڼي چې دپاکستان اسټيبشلمنټ ټول په ټوله دطالبانو په ضد ولاړ دى. . “
پاکستاني پوځ ته په اشارې سره هغه وويل” اوس هم زمونږ په اسټيبلشمنټ کې دداسې ذهنيت لرونکو کمى نشته ، چې هغوي دحقاني ډله يواځې له دې امله نازوي چې که سبا دافغانستتان څخه امريکايان اوځي، اؤ دغلته دطالبانو حکومت جوړ شي ، نو هم دحقاني دډلې په مرسته به پاکستان دافغانستان دطالبانو سره خپلې اړيکې ټينگې کړي. . “
حاجي عديل زياته کړه” خو دا سوچ بې ځايه دى ، که دحقاني ډله واقعاً دپاکستان دپاره ښه سوچ لري اؤ په طالبانو کې يې اثررسوخ وي، نو بيا ولې هاغه وسله وال قوتونه نۀ منعې کوي چې زمونږ په جوماتونو، حجرو، بازارونو، سرکاري ودانو اؤ شخصياتو بريدونه کوي. “
دخيبرپښتونخوا دحکومت وياند اؤ داطلاعاتو وزيرشاه فرمان بيا په پاکستان کې دکيدونکو دغو بريدونوغندنه نۀ کوي اؤ وائي دلته چې څومره دورانکارۍ پيښې رامينځته کيږي ، دا ديو عمل په غبرگون کې دي.
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې شاه فرمان وويل. ” هرکله چې امريکا په ډرون بريدونو کې زمونږ بې گناه خلک وژني ، نو دپښتنو روايت دى ، چې کله هم چاته خپل بدل نۀ پريږدي، ارو مرو به دډرون په ردعمل کې دلته دبدامنۍ پيښې رامينځته کيږي. . “
شاه فرمان وائي” مونږ داليکشن نه مخکې اولس ته هم دا موقف په وړاندې ايښى ؤ، چې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه زمونږ نۀ ده، بلکې په مونږ تپل شوې اؤ خلکو دغه دريځ له ووټ ورکړى دى. . “
خو کله چې داطلاعاتو دصوبائي وزير څخه پوښتنه وشوه ، چې که دا جگړه زمونږ نۀ ده ، نو ولې پکې دپښتنو بچي ، زنانه ، ځلمي ، بوډاگان وژل کيږي ، ولې دپاکستان پوځ، پوليس اؤ سرکاري ودانۍ په نخښه کيږي، دهغه ځواب ؤ. ” دا دډرون بريدونو ردعمل دى، چې مونږ يې وينو. “
ډيوه ريډيو دشاه فرمان څخه وپوښتل ايا تحريک انصاف ددغه ردعمل غندنه کوي؟، دنوموړي ځواب ؤ تحريک انصاف دهاغه عمل غندنه کوي چې په ردعمل کې يې دغه هرڅه زمونږ مخې ته راځي.
صوبائي وزير وويل . ” پوځي عمليات دتيرو لسو دولسو کالو څخه روانه دي اؤ که سل کاله نور هم دوام وکړي، خو دبدامنۍ ستونزه ورسره له مينځه نۀ شي تللى. . “.
نوموړي وويل. ” ددې يواځينى حل دا دى چې دوسله والو قوتونو سره مذاکرات وکړل شي اؤ دهغوي گيلې معنې له مينځه يوړ ل شي“
دجمعيت علماء اسلام دخيبرپښتونوا وياند مولانا جليل جان هم دبدامنۍ دستونزې دمذاکراتو له لارې دهوارولوپلوي دى اؤ وائي” که پوځي عملياتو باندې دترهه گرۍ مسئله هواريدى شوه ، نو اوس به وختي هواره شوې وه. “
ډيوه ريډيو سره په خبرو کې ښاغلي جليل جان زياته کړه دهغوي گوند دامنيت دټينگښت دپاره دجرگې له لارې حکومت ته يو ښه چانس برابر کړى ؤ، خو نۀ پوهيږي چې ولې حکومت ددغه جرگې په دوام سترگې پټې کړې.
جمعيت علماء اسلام چې طالبانو ته زيات نزدې سياسي مذهبي گوند گڼل کيږي، که اوس هم حکومت دهغوي اؤ طالبانو ترمينځ په روغې جوړې کې مرسته وغواړي، نو حاضر دي چې دجرگې خدمات حکومت ته وړاندې کړي.
دپښتنو په خاوره دترهه گرۍ په ستونزه ددوؤ کتابونو ليکونکى نوميالى صحافي عقيل يوسفزى په دې نظر دى چې دپاکستان دپوځ دسرلښکراؤ حکومتي چارواکو وروستۍ څرگندونې ددې خبرې اشاره ورکوي چې په لمړي ځل پوځ اؤ حکومت ته دپاکستان ضد طالبانو په خلاف دگامونو اخستو احساس شوى دى.
ډيوه ريډيو سره په خبرو کې عقيل يوسفزي وويل” نواز شريف په اقتدار کې دراتلو څخه دمخه دپوځ دسرلښکر اؤ نورو امنيتي اؤ استخباراتي ادارو چارواکو سره دامنيت په ستونزه اوږده بحثونه کړي اؤ دا ځل هغه ديو طاقتور وزيراعظم په توگه اقتدار ته راغلى دى، ځکه نو ارو مرو به ددغه ستونزې يو حل لټوي “
عقيل يوسفزي وويل ” دپاکستان پوځ هم وس په دې پوهه شوى دى چې دپاکستان ضد طالبان ورځ تر ورځه پياوړي کيږي اؤدسرکشۍ لار خپلوي، ځکه جنرل کياني وائي چې ترهه گرو ته په گونډو کيدل دستونزې هوارى نۀ دى “
خو عقيل يوسفزي دا هم وويل چې” نن دترهه گرو دزيات پياوړي کيدو علت هم دا دى چې په پاکستان کې مدام دامنيت دستونزې په اړه دپوځ نظر يو پاتې شوى اؤ دحکومت نظربل اؤ دحکومت اؤ پوځ په موقف کې ددغه تضاد له امله ترهه گرو ته موقع په لاس ورغلې چې هغوي ځانونه زيات پياوړي کړي اؤ په امنيتي عسکرو ، حکومتي ودانو اؤ عام اولس دبريدونو له لارې دخلکو زړونو کې ويره اؤ خوف پيدا کړي. . “
ديوې پوښتنې په ځواب کې عقيل يوسفزي زياته کړه ترڅو چې” دپاکستان په خارجه پاليسۍ کې دپوځ اؤ استخباراتي ادارو کردار نۀ وي ختم شوى ، ترهغې نۀ خو دطالبانو سره خبرې کاميابيدى شي اؤ نۀ هم امنيتي تگلارې څه نتيجه ورکولى شي. “
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG