لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکايي عدالت کې د پاکستان په حبيب بېنک د ترهګرو د مرستې الزام لګول شوی

د بېنک چارواکي نیلوفر حمید د پاکستان سټاک اېکسچېنج ته ته یو خط کې ویلي چې په امریکايي عدالت کې د بېنک په ضد الزامات دوه کاله وړاندې د شکایتونو په بنیاد لګول شوي دي
د بېنک چارواکي نیلوفر حمید د پاکستان سټاک اېکسچېنج ته ته یو خط کې ویلي چې په امریکايي عدالت کې د بېنک په ضد الزامات دوه کاله وړاندې د شکایتونو په بنیاد لګول شوي دي

د پاکستان تر ټولو لوی تجارتي بېنک حبیب بېنک لمېټېډ د امریکې په یو عدالت کې د ترهګرو تنظیمونو د مرستې د الزاماتو سره مخامخ دی خو بېنک وايي په دغه خبره کې هیڅ حقیقیت نشته.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ‌ وايي د نیویارک ډسټرکټ عدالت په مستقیم ډول په حبیب بېنک دا الزام نه دی لګولی چې ترهګرۍ ته په وده ورکولو کې یې مرسته کړې خو دا یې ویلي چې بېنک د القاعده او د تنظیم سره تړل شویو ځینو صارفینو ته یې خپل خدمات ورکړي چې ترهګرو ترې استفاده کړې ده.

د عدالت ترمخه د بېنک د دې عمل په ترڅ کې د القاعده، لښکر طیبه، جېش محمد، الرحمت ټرسټ، افغان او پاکستاني طالبان، حقاني ډلې او نور تنظیمونه قوي شوي دي.

عدالت وویل حبیب بېنک قصداً داسې اقدامات اخیستي دي چې د ترهګر ډلو سره تړلي صارفین د نړیوالو بندیزونه نه بچ شي او د داسې کولو دلارې حبیب بېنک د ترهګرو حملو په سازش کې شریک شوی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په بېنک لګول شویو الزامات کې وېل شوي چې د بېنک د مرستې په سبب ترهګرو 370 کسان زخمیان شوي او یا وژل شوي دي.

حبیب بېنک د امریکايي عدالت الزامات ردوي.

د بېنک چارواکي نیلوفر حمید د پاکستان سټاک اېکسچېنج ته ته یو خط کې ویلي چې په امریکايي عدالت کې د بېنک په ضد الزامات دوه کاله وړاندې د شکایتونو په بنیاد لګول شوي دي.

نیلوفر حمید وویل په بېنک لګول شویو الزاماتو کې هېڅ حقیقت نشته او بېنک په عدالت کې خپله دفاع کوي. هغې زیاته کړه غیرقانوني پېسو ته د قانوني رنګ ورکولو، مني لانډرنګ، او د ترهګرو د مالي وسایلو خلاف د بېنک د ګامونو په نړیواله کچه ستاینه شوې ده.

نیلوفر حمید دا هم وویل چې عدالت د حبیب بېنک د بنیادي ذمه وارۍ نه بري کړی دی، خو قانوني عمل لا روان دی او عدالت څه فېصله نه ده اورولي.

د وي او ای اردو څانګې رپورټ وايي په کال 2017 کې د نیویارک د سټېټ ډپارټمنټ اف فاینېنشل سروېسز حبیب بېنک 62 کروړه او 96 لکه ډالر جرمانه کړی و ځکه چې بېنک د مني لانډرنګ د مخنيوي شرایط نه وو پوره کړي. خو د یو مفاهمت وروسته بېنک 22 کروړه او 50 لکه ډالر جرمانه ادا کړه او په نیویارک کې یې څانګه وتړله.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اردو څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي دي


This item is part of
XS
SM
MD
LG