لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهگرۍ ضد عدالت په حافظ سعید د ترهگرو د مالي مرستو په سر فرد جرم ولگولو


هندوستان وايي حافظ سعید د ممبۍ حملو منصوبه سازي کړې وه او حملې یې سر ته رسولې وې. هغه ویلي په کال ٢٠٠٢ کې په لشکر طیبه د پاکستان د پابندۍ نه وړاندې یې دغه تنظیم سره خپل تړون ختم کړی
هندوستان وايي حافظ سعید د ممبۍ حملو منصوبه سازي کړې وه او حملې یې سر ته رسولې وې. هغه ویلي په کال ٢٠٠٢ کې په لشکر طیبه د پاکستان د پابندۍ نه وړاندې یې دغه تنظیم سره خپل تړون ختم کړی

د پاکستان د ترهگرۍ ضد یو عدالت د شورو، چهارشنبې، په ورځ غیرقانونه ټاکل شوي وسله والې ډلې لشکر طیبه پخواني مشر حافظ سعید او په څلورو نورو کسانو ترهگرو د مالي مرستې په سر فرد جرم ولگولو.

هندوستان په حافظ سعید په کال ٢٠٠٨ په ممبۍ ښار کې د حملو الزام هم لگوي.

پاکستان په لشکرطیبه پابندي لگولې ده.

امریکې لشکر طیبه او د دې سره تړلی تنظیم جماعت الدعوه د ممبۍ حملو په سر د ترهگرو تنظیمونو په فهرست کې شامل کړې دي. د ممبۍ په حملو کې ١٧٠ کسان وژل شوې دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ حافظ سعید په لاهور کې د ترهگرۍ ضد عدالت کې موجود و چې عدالت په هغه او په څلورو ملگرو خلاف فرد جرم ولگولو.

حافظ سعید او د هغه ملگرو دا الزامات رد کړي چې دوی جماعت الدعوه امدادي اداره ترهگرۍ دپاره د پېسو راټولو په غرض استعمالوي.

حافظ سعید د ممبۍ په حملو کې د ککړتیا خبره هم ردوي.

هندوستان وايي حافظ سعید د ممبۍ حملو منصوبه سازي کړې وه او حملې یې سر ته رسولې وې. هغه ویلي په کال ٢٠٠٢ کې په لشکر طیبه د پاکستان د پابندۍ نه وړاندې یې دغه تنظیم سره خپل تړون ختم کړی و.

امریکې د حافظ سعید په سر د ١٠ ملین ډالرو اعلان کړی دی.

په لاهور کې د ترهگرۍ خلاف عدالت په حافظ سعید فرد جرم په داسې حال کې لگولی دی چې ترهگرو د مالي سرچینو خلاف کارکوونکي نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف پاکستان ته د فېبرورۍ پورې وخت ورکړی دی چې د ترهگرو د مالي وسیلو خلاف دې گامونه پورته کړي گني نو د هیواد نوم به د ادارې په تور فهرست کې شامل کړی شي. د پاکستان نوم دا وخت د اېف ای ټي اېف خړ یا گری فهرست کې دی.

څېړونکي وايي که چېرې د پاکستان نوم د اېف ای ټي اېف په تور فهرست کې شامل کړی شو نو هېواد موجوده اقتصادي مشکلات به نور هم زیات شي.

هند او افغانستان په پاکستان الزام لگوي چې د دوی ضد وسله والو ته په خپله خاوره پناه ورکوي. پاکستان دا خبره ردوي.

د وزیراعظم عمران خان حکومت وايي هیڅ چاته به اجازت نه ورکوي چې د پاکستان خاوره د ترهگرۍ دپاره استعمال کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG