لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سيند صوبې په ګوټکي ضلع کې معذوره تن د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی


د اسلامي نظرياتي کونسل قبله اياز وايي، "ډېره د افسوس وړ خبره ده قانون شته دا پېښه چې څنګه شوې په شريعت کې د دې ګنجايش نشته".
د اسلامي نظرياتي کونسل قبله اياز وايي، "ډېره د افسوس وړ خبره ده قانون شته دا پېښه چې څنګه شوې په شريعت کې د دې ګنجايش نشته".

د پاکستان د سیند صوبې په ګوټکي ضلع کې د مذهب د سپکاوي په تور په لاسونو معذوره تن وژل شوی دی او پوليس وايي په وژل شوي تن تور لګوونکی او مبینه قاتل يې نيولی دی.

دا پېښه د ګوټکي ضلعې د ميرپور ماتهېلو پولیس تاڼې په علاقه کې شوې ده.

د تاڼې يو چارواکي خلیل احمد وي او اې ډيوه ته وویل نیول شوی تن چې د سکهر په يوه ديني مدرسه کې زده کړې کوي هغه منلې چې د توهين مذهب په نوم يې دغه قتل کړی دی.

پولیس چارواکي زیاته کړه، د وژل شوي تن په اړه يې معلومات راټول کړي په علاقه کې چا هم د هغه په حواله داسې کومه خبره نه ده کړې چې د هغه د خلې نه يې کومه د مذهب د سپکاوي خبره اورېدلې وي.

په ټولنيزو رسنيو د دغه پېښې ويډيو هم خپره شوې چې پکې يو تن لیدل کيږي بل يې په اوبو کې ډوب کړی او وژلی يې دی.

د پولیس چارواکي په وېنا "دې قاتل تور لګولی چې مقتول د هغه په وړاندې د يو درزي په دکان کې د پېغمراسلام په شان کې ګستاخي کړې ده، دغه مقتول تن به په يو مزار کې اوده کېدو سهار دا قاتل ورغلی په هغه يې تېل اچولي او اور يې ورته اچولی دی دغه معذوره تن بيا د مزار سره نزدې اوبه ته ټوپ کړي چې بچ به شي خو قاتل پسې اوبو ته دانګلي او معذوره تن بيا لمبو نه شوه وهلی په اوبو کې يې ډوب کړی او وژلی دی".

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په تور د خلکو او په ځینو وختونو کې پکې د مذهبي اقلیتي غړو د وژل کېدو خبرونه مخې ته راځي.

د اسلامي نظرياتي کونسل قبله اياز وايي، "ډېره د افسوس وړ خبره ده قانون شته دا پېښه چې څنګه شوې په شريعت کې د دې ګنجايش نشته".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "پکار ده چې پوليس او حکومت په دې پېښه کې خپل اقدام وکړي، که يو څوک د مذهب سپکاوی وکړي پکار ده چې پوليس ته پرې رپورټ وشي او عدالت ته بوتلل شي د قانون په لاس کې اخستو جواز نشته".

د اګست په میاشت کې د سيند صوبې په دوېم لوی ښار حېدر اباد کې یو هندو د قران د سپکاوي په تور نیول شوی، او بيا وروسته پوليسو ويلي په دغه تن د دروغو تور لګول شوی او تور لګوونکی تن بيا پوليسو نيولی وو.

تیر کال پاکستان کې د مذهب سپکاوي په تور د پنجاب په سيالکوټ ښار کې یو سري لنکن وګړی وژل شوی وو.

پاکستان کې د لږکيو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسټس په خپل یو راپور کې ویلي چې تېر کال په 2021م کې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې هېواد کې نزدې 83 مقدمې ثبت شوي چې زياتره پکې په پنجاب صوبه کې درج شوې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG